د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

بیدار: د ماینونو له امله د ملکیانو مرګ ژوبله۳فیصده لوړه شوې


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په تېروڅوکلونو کې د ملکیانو د تلفاتو زیات عامل د سړک غاړې ځای پرځای شوي ماینونه و.

د ولسي جرګې غړي او عام افغانان وايي چې دغه ماینونه د حکومت او وسله والو مخالفانو له لوري د جګړو په سیمو کې کارول کیږي چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې او معلولیت سبب ګرځي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي چې د سړک غاړې اېښودل شوي ماینونه نه یواځې ملکیانو ته ګواښ پېښوي، بلکې پنځه اویا په سلو کې افغان امنیتي ځواکونو ته هم تلفات اړوي.

په ورته وخت کې د ماین پاکۍ موسسو مسوولین وايي چې افغانستان اوس هم د ماینونو له ستر ګواښ سره مخ دی او د پاکونې لپاره یې په ولایتونو کې کارجریان لري.

که څه هم له تېروڅو کلونو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ماین پاکي کارونه روان دي، خواوس هم په ځمکه او په سړکونو کې خښ شوي ماینونه د افغانانو لپاره یو سترګواښ دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دې اړه د اندېښنې ښودلو ترڅنګ وايي چې دا ماینونه په تېر او اوس کې په جګړه کې د ښکېلو خوا له لوري کارول کیږي، چې ډېری قربانیان یې ملکي وګړي دي.

د دې کمېسیون ویاند رفیع الله بیدار ازادي راډيو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې په دې وروستیو کلونو کې د نورو وسلو په پرتله ناچاودي مواد او په ځانګړې توګه ماینونو ملکیانو ته زیاته مرګ ژوبله اړولې ده:

((په وروستیو دوو کلونو کې د انتحاري حملو، هدفي وژنو، ځمکنیو جګړو، د توغوندیو د لګېدلو له امله چې د اوسېدنې په ځایونو کې رامنځ ته شوي، د دې ټولو په پرتله د سړک غاړې د ماینونو تلفات زیات و، چې په دښتو، کلیو او بانډیو کې یې ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.))

که څه هم ښاغلي بیدار د ماینونو له امله ملکیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه دقیق ارقام او معلومات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه چې د تېروکلونو په پرتله ۳ فیصده په کې زیاتوالی راغلی.

په ورته وخت کې د افغانستان د ناامنه سیمو اوسېدونکی وايي چې په جګړه کې ښکېلې خواوې په سیمه کې ماینونه ږدي چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې باعث ګرځي.

د هلمند ولایت دوو تنو اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل چې ترډېره په ناامنه سیمو کې ماینونه وسله وال طالبان خښوي:

((هغه ماینونه چې په سیمه کې خښیږي، د دې پرځای چې امنیتي ځواکونه په نښه کړي په ملګي وګړو باندې چوي.))

((هغه ماینونه چې په اوس وخت کې وسله والو طالبان ږدي او یا په تېرو کلونو کې اېښودل شوي، ملکیانو وګرو ته مرګ ژوبله اړوي.))

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ جګړو زور اخیستی، چې له وسلو سربېره په کې د سړک غاړې له ماینونو هم استفاده کیږي.

د ولسي جرګې غړي یادې موضوع سخت اندېښمن کړي او د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې د ماینونو له اېښودلو څخه ډډه وکړي.د ولسي جرګې استازی انور اوریا خیل وايي:

((د جګړې دواړه غاړې له ماینونو څخه استفاده ونه کړي، ځکه چې دا ماینونه د هېواد په بېلا بېلو برخو کې اېښودل کیږي او زموږ تجربه ښيي چې د دې زیان ملکیانو ته اوړي چې په دې ماینونو کې زیات کسان وژل شوي او یا هم معلول شوي دي.))

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت تاییدوي چې په ځينو مواردو کې دوی د خپلو پوستو شاوخوا ماینونه خښوي او کله چې سیمه پریږدي نوځای پرځای شوي ماینونه خنثی کوي، خو د دی وزارت د چارواکو په وینا د ډیری ماینونو مسوول وسله والو مخالفان دي.

د دې وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې د وسله والومخالفانو له خوا اېښودل شوي ماینونه نه یواځې ملکیانو ته ګواښ پېښوي، بلکې پنځه اویا په سلو کې افغان امنیتي ځواکونو ته هم تلفات اړوي:

((ملکیانواکثره تلفات د هغو ماینونو له امله دي چې د وسله والو مخالفانو له لوري ځای پرځای شوي، په دې ماینونو کې زیات تلفات په ځانګړې توګه د سړک غاړې ماینونه اړه وي او امنیتي ځواکونو ته پنځه اویا په سلو کې تلفات هم د همدې ماینونو له امله رسیږي.))

خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا موضوع ردوي چې ګواکې د دوی له خوا د اېښودل شویو ماینونو له امله ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د طالبانو اعلامیه کې راغلي دوی له ریموټ کنترول ماینونو څخه استفاده کوي چې یواځې دښمن هدف ګرځوي.

ویل کیږي چې په افغانستان کې د ماینونو ستونزه له ۱۹۷۹ کال راپه دې خوا کله چې روسانو په افغانستان یرغل وکړ رامنځ ته شوې او له هغه وروسته په بېلابېلو پړاونو کې په جګړه کې د ښکېلو خواو له لوري ورنه استفاده شوې ده .

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې په تېروڅه کم څلور لسیزو جګړو کې په افغانستان کې د ماینونو له امله سلګونه زره کسان معلول او معیوب شوي دي.

په افغانستان کې د ماین پاکي موسسو مسوولین وايي چې د ماین پاکي د موسسو له هڅو سره سره اوس هم په افغانستان کې خښ شوي شل فیصده ماینونه پرځای پاتې دي.

په افغانستان کې د (M.D.C) موسسې رییس شهاب حکیمي وايي، که چېرې د مرسته کوونکو له خوا ورته مرستې ورسیږي، نو له پلان سره سم به په راتلونکو اتو کلونو کې افغانستان له ماینونو څخه پاک اعلان شي:

((نوی پلان مو جوړ کړی، یاد پلان مو ژینوا کې دونرانو ته وړاندې کړ، چې ټولو منظور کړ، د دې پلان له تطبیق وروسته افغانستان ۲۰۲۳ کال پورې له ماینونو څخه پاک شي.))

په عین حال کې ښاغلی حکیمي وايي، په هغو سیمو کې چې تازه ماینونه په کې خښ شوي دي سروې یې پيل کړې او د ماین پاکي ټیمونه یې هغو سیمو ته لیږلي دي.

د ماین پاکي موسسو د مسوولینو د معلوماتو په اساس د ماین پاکي د پروګرامونو له پیل راهیسې تر اوسه په ټول افغانستان کې اتلس میلیونه ماینونه او ناچاودي مواد راټول شوي چې څه باندې ۱۲ سوه میلیونه ډالر لګښت پرې راغلی.

په افغانستان کې د بشري حقونو بیسټونه اندېښنه ښکاره کوي چې اوس هم په افغانستان کې جګړه روانه ده او په جګړه کې ښکېلې خواوې له ماینونو په ځانګړې توګه د سړک غاړې له ماینونو څخه استفاده کوي او په دې سره غواړي چې د یوبل د پرمختګ او سیمو لاندې کېدو مخه ونیسي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG