د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

په کندهار کې د ماين پاکۍ موسسې يو کارکوونکى تښتول شوى


نامعلومو وسلوالو د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د ماین پاکۍ موسسې دوه موټرونه سوځولي او د دغې ادارې یو کاروونکى یې تښتولى دى.

د ارغستان ولسوال عبدالغني ازادۍ رادیو ته وویل چې پیښه نن تر غرمې مخکې د واندوز په سمیه کې شوې ده. دا لا نه دي ويل شوي چې دا د ماين پاکۍ کومه موسسه وه.

د ولسوال په وینا پولیسو په سیمه کې د وسلوالو د نیولو په هدف عملیات پیل کړي دي.

ولسوال وايی دماین پاکي دموسسي پر کارونکو حمله وسلوالو طالبانو کړي خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلي .
XS
SM
MD
LG