د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

په افغانستان کې د ماین پاکولو په برخه کې د نړېوالو مرستې کمې شوي دي


په افغانستان کې د "اې، ټې، سي" د ماین پاکولو د موسسې ريیس کفایت اله ابلاغ
په افغانستان کې د "اې، ټې، سي" د ماین پاکولو د موسسې ريیس کفایت اله ابلاغ
په افغانستان کې ماینونه له کابو درې لسیزو راهیسې لګیا دي د خلکو ژوند اخلي.

له افغانستان څخه د شوروي پوځیانو له وتو وروسته د ملګرو ملتو د سازمان په مالي مرسته په هیواد کې د ماین پاکولو یوشمېر موسسو په فعالیت لاس پورې کړ؛ چې د دوی د معلوماتو له مخې تراوسه یې د هېواد په بیلابیلو سیمو کې په میلیونونو ماینونو کشف او ناکاره کړی دی.

د ماین پاکولو د موسسو چارواکي وایي، له څه مودې راهیسې ملګرو ملتو او مرستندویو هیوادونو د دوی فعالیتونو ته لږه پاملرنه کړې ده.

په افغانستان کې د "اې، ټې، سي" د ماین پاکولو د موسسې ريیس کفایت اله ابلاغ د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ که چېرې د ماین پاکولو له موسسو سره مرستې ونه شي، د دوی چارې به ټکنۍ او د ماین د خطر په هلکه به د خلکو اندیښنې پرځای پاتې شي:

"په دې وروستیو کې د ماین پاکولو له موسسې سره مالي مرستې کمې شوي؛ امریکا دوه کاله دمخه څلور میلیونه ډالره راکول، پروسږکال درې میلیونه او سږکال په پام کې لري چې څلویښت یاپنځوس فیصده نورهم کم کړي.

د مالي مرستو کمښت به د ماین پاکي پر چارو ناوړه اغیز وکړي او د خلکو په مخکې پروت خطر به په بشپړه توګه له مینځه لاړنه شي."


راپورونه وایي، تراوسه د افغانستان د ماین پاکولو له پروګرام سره د مالي مرستو چارې د ملګرو د سازمان له خوا تنظیمدلې.

خو د دې موسسوځیني چارواکي وایي، له افغان دولت څخه یې هیله کړې، چې د دوی د فعالیت له دوام سره دې تخنیکي مرستې وکړي.

د "اېم، ډي، سي" د موسسي ريیس انجینیر شهاب حکيمي وایي؛ په دې وروستیو کې د ماین پاکولو د موسسي استازیو له جمهور رییس کرزي سره لیدلی او او یولړ وړاندیزونه ورته کړي دي:

"موږ دوی ته یوه طرحه وړاندې کړه، چې له مخې یې یوه مستقله اداره رامینځ ته شي. دا اداره به د متخصیصینو یو بورډ ولري؛ چې د ماین پاکي چارې کنټرول او تنظیم کړي. دا به دولتي اداره نه وي، خو جمهورريیس به د دې ادارې په جوړښت کې له موږسره مرسته وکړي."

هڅه مو وکړه، په دې هکله د افغان حکومت د چارواکو نظرهم ولرو؛ خو اړیکې مو ورسره ټینګې نه شول.

د ماین پاکولو د موسسو د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د څه باندې لس میلیونو ماینونونو د شته والي تخمین شوی و.

د ماین پاکولو د موسسو چارواکي وایي، دوی توانیدلي، چې په کابو شلو کلونو کې د هیواد کابو اویا فیصده برخه له ماینونو او داسې نورو چاودیدونکو موادو څخه پاکه کړي.

راپورونه وایي، څه باندې اوه سوه دېرش میلیونو ډالرو ته ضرورت دي؛ چې په راتلونکو لسو کلونو کې، ټول افغانستا ن له ماینونو او نورو چاودیدونکو موادو پاک شي.

راپور: خان محمدسیند
XS
SM
MD
LG