د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۹

چهار شنبه د ډېسمبر ۳۰ مه


د امریکايي ځواکونو بې پيلوټه الوتکه
د امریکايي ځواکونو بې پيلوټه الوتکه

له امریکا خپریدونکې واشنګټن ټایمز ورځپاڼې او له بریتانیا خپریدونکې ټایمز ورځپاڼې د افغانستان پر ستونزو مقالې خپرې کړې دي.

واشنګتن ټایمز

په افغانستان کې د امریکا پاشلی سیاست، دا د واشنګتن ټایمز ورځپاڼې عنوان دی او تر دې سرلیک لاندې یې د افغانستان لپاره د امریکا ستراتیژي څېړلې ده، ورځپاڼه لیکي، د افغانستان لپاره د امریکا د ولسمشر ستراتیژي د هغه د خپل حکومت دننه هم دقیقه نه ده.

جمهور رییس اوباما د ستراتیژۍ په پيل کې له افغانستانه د خپلو پوځیانو د وتلو خبره کوي او څرګندوي، چې په اتلسو میاشتو کې به دا بهیر پیل شي خو د امریکا دفاع وزیر، نور پوځي چارواکي، همداراز د بهرنیو چارو وزیره وایي، چې په افغانستان کې هدف بریالیتوب دی هر څه پورې غوټه شوې دي او د دوه زره یولسم کال تر جولای پورې هم ټولې پریکړې تر موفقیته دي.

ورځپاڼه بیا لیکي، د ملي اردو او پولیسو د روزنې په برخه کې ولسمشر اباما تر ټاکلې مودې د دولکه دېرش زره کسانو د روزنې خبره کوي خو د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټینلي مک کرسټل وایي، افغانستان څلور لکه عسکرو ته اړتیا لري څو په خپله خپل امنیت وساتي.

واشنګټن ټایمز وړاندې لیکي، په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو زیاتېدل دا مانا لري، چې د مخالفانو د ماتې لپاره به فعالیتونه زیات شي خو بل لور ته سپینه ماڼۍ څرګندوي، چې د عملیاتو ساحه به په افغانستان کې محدوده کړي.

دغه امریکایۍ ورځپاڼه د افغانستان په اړه د ولسشمر اوباما ستراتیژي پیچلې ګڼي او لیکي، کله چې یوه ستراتیژي دښمن ته مغلقه وي نو ښایي اغیزمنه وي، دښمن ونه شي کړای، چې پرې پوه شي اوهغه ماته کړي، خو که چېرته دا ستراتیژي په خپل ذات کې او خصوصا د هغو چارواکو تر منځ چې د هغې د عملي کېدو مسوولیت لري، پیچلې وي نو ښایي عواقب یې خطرناکه وي.

ټایمز ورځپاڼه

د لندن ټایمز ورځپاڼه بیا د افغانستان یوه بله ستونزه څېړي په پیل کې يې لیکي، په افغانستان او پاکستان کې د افراطیانو د ځپلو لپاره امریکا او ناټو له بې پیلوټه الوتکو استفاده کوي چې دا لاره هم دوی ته تلفات نه وراړوي او هم اسانه ده.

خو د افغانستان دننه بیا په خپله بهرني د سړک د غاړې له بمي چاودنو سره مخامخ دي، چې دوی په کې ډېر وژل کیږي.

ټایمز ورځپاڼه بیا په دې برخه کې د اولاف شمید په نامه یوه بریتانوي وژل شوي صاحب منصب ته اشاره کوي، چې په خپله د ماین پاکي د ډلې و او د ده پر نورو ملګرو لاهم هره ورځ دغه ویره تیریږي.

ټایمز ورځپاڼه بیا لیکي، په هلمند کې د بهرنیو پوځیانو ژوندي پاتېدل داسې دي لکه لاټرۍ چې یې راختلې وي.
XS
SM
MD
LG