د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۹

پاکستان يو ځل بيا په افغانستان کې د "ترهګرو" ډلو پر وړاندې د اقدام غوښتنه کړې


پاکستان ادعا کوي چې د ټي‌پي‌پي د افغانستان له خاورې پر پاکستان بريدونه تنظيموي.
پاکستان ادعا کوي چې د ټي‌پي‌پي د افغانستان له خاورې پر پاکستان بريدونه تنظيموي.

د ملګروملتونو د یوه راپور له خپرېدو وروسته پاکستان یوځل بیا غوښتنه کړې چې د هغو تروریستانو پرضد دې اقدام وشي چې اسلام‌اباد وايي په افغانستان کې پټن‌ځایونه لري.

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت وايي، د ملګروملتونو د امنیت شورا وروستی راپور د اسلام‌اباد هغه دریځ تاییدوي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک "TTP" په ګډون د تروریستي ډلو پټن‌ځایونه او ځالې د افغانستان په قلمرو کې شته.

د دې وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون (د زمري ۱۱مه) په یوه خبري غونډه کې وویل، "TTP" کولای شي په یوه بل سیمه‌يیز ګواښ او ورسره د نورو تروریستي ډلو لپاره د ملاتړ په یوه چتر بدل شي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له‌مخې مېرمن بلوچ د طالبانو له چارواکو څخه د اسلام‌اباد پر هغه غوښتنه یوځل بیا ټینګار وکړ چې، د د دې ډلو پرضد باید سخت او اغېزمن اقدام وکړي.

زهرا بلوچ زیاته کړه چې د افغانستان خاوره باید په پاکستان کې د تروریستي حملو لپاره ونه کارول شي.

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ويانده زهرا بلوچ
د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ويانده زهرا بلوچ

د ملګروملتونو د امنیت شورا د تحریمونو د ملاتړ او څارنې ډلې په هغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړ وویل، د دې سازمان غړي هېوادونه له‌دې کبله اندېښنه لري چې د افغانستان له خاورې څخه به تروریزم په سیمه او له سیمې هاخوا د ناامنیو سبب شي.

د دې راپور په یوه برخه کې ویل شوي دي چې، د القاعده شبکې او پاکستاني طالبانو د غړو ترمنځ د همکارۍ زیاتېدل القاعده په یوه نړیوال ګواښ بدلولای شي.

د طالبانو حکومت دا تورونه مخکې بیا بیا رد کړي دي.

د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په تېره چنګاښ میاشت کې له طلوع نیوز خصوصي ټلوېزیون سره په مرکه کې ادعا وکړه چې داعش ډله یې ځپلې ده او د القاعده او پاکستاني طالبانو په څېر نورې ډلې چې د ملګروملتونو په وروستي راپور کې یې یادونه شوې ده، په افغانستان کې حضور نه‌لري.

طالبانو پرله‌پسې ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره به د بل هيڅ هېواد پرضد ونه کارول شي.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې له نژدې دریو کلونو راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي، د ګڼو هغو حملو پړه منلې ده چې هرې یوې یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د پوځي امنیتي چارو شنونکی او د پرځېدلي جمهوري نظام د وسله‌والو ځواکونو ویاند جنرال اجمل عمر شینواري په افغانستان کې د تروریستي ډلو د فعالیت د ادعاوو په اړه ازادي راډیو ته خپل نظر داسې بیان کړ: "د طالبانو د ناتوانۍ له وجې چې دا ظرفیت نه‌لري چې د افغانستان ټوله اراضي په سم ډول کنټرول کړي، د دې تروریستي شبکو لپاره د پراخو فعالیتونو زمینه برابره شوې ده. په عین ترتیب ځینې شبکې له طالبانو سره په همغږۍ کې رامنځته شوې دي، ځینې شبکې چې طالبان له هغو څخه متاثر دي د هغو ظرفیتونه، عملیاتي توانايي او امکانات اوچت دي او په ټوله کې ځینې شبکې چې له طالبانو سره له ایډیالوژیکي پلوه نژدېوالی لري طالبان دې ته اړتیا لري چې له هغو سره همغږي وکړي او د فعالیت زمینه ورته برابره کړي."

"د طالبانو د ناتوانۍ له وجې چې دا ظرفیت نه‌لري چې د افغانستان ټوله اراضي په سم ډول کنټرول کړي
اجمل عمر شينواری

ښاغلي شینواري د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت د ویاندې د څرګندونو په اړه وویل چې، د پاکستان پوځ او استخبارات له ډېری سیمه‌يیزو او نړیوالو تروریستي شبکو سره همکاري لري او تروریستي شبکو د هغو په مرسته د ناټو د شل کلن حضور پرمهال په افغانستان کې فعالیت کاوه.

د پاکستان پوځي چارواکو، هغه مهال دا ادعاوې رد کړې وې.

د امنیت شورا د تحریمونو د ملاتړ او څارنې ډلې نژدې درې اوونۍ مخکې په یوه بل راپور کې ویلي و، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د القاعده شبکې او داعش په څېر د تروریستي ډلو په خوندي ځاله بدل شوی دی.

د راپور په یوه برخه کې راغلي، القاعده په تېر یوه کال کې خپلې تنظیمي چارې او د جنګیالیو د استخدام بهیر بیا پیل کړی او د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په پنځو ولایتونو کې یې د پوځي زده‌کړو مرکزونه جوړ کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG