د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

د بشري حقونو ځینو ملاتړو او سیاستوالو په خیبرپښتونخوا کې پر لاریونوالو ډزې وغندلې


پاکستانیو ځواکونو پرون د جولای ۱۹مه په بنو کې پر لاریون کوونکو ډزې کړي چې لاریونوال له سیمې څخه د تېښتې په حال کې لیدل کېږي.
پاکستانیو ځواکونو پرون د جولای ۱۹مه په بنو کې پر لاریون کوونکو ډزې کړي چې لاریونوال له سیمې څخه د تېښتې په حال کې لیدل کېږي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون او یو شمېر سیاستوالو د خیبرپښتونخوا په بنو کې پر لاریونوالو ډزې غندلي دي.

وروستي راپورونه وايي چې ممکن د ډزو په نتیجه کې لږترلږه پنځه تنه وژل شوي او تر ۲۰ ډېر نور ژوبل شوي وي.

پرون ځايي روغتیايي مسوولانو د یوه تن وژل کېدا او د ۲۷ ټپي کېدا تایید کړې وه.

خو د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون پر ایکسپاڼه پخواني ټویټر په بیان کې ویلي چې پر سوله‌ییزو مظاهرچیانو، له ادعاوو سره سم، د امنیتي ځواکونو په ډزو کې د پنځو تنو د وژل کېدو او تر ۲۰ څخه د زیاتو کسانو د ژوبلېدو پر اطلاعاتو اندېښنه لري.

د بنو د سوداګرۍ خونو او د سوداګرو د ګډې اتحادیې مشر ناصرخان بنګښ پرون د جولای ۱۹مه د احتجاح پر مهال مشال راډیو ته وویل چې د لاریون یوازینۍ موخه د امنیت غوښتنه وه.

هغه وايي: "موږ نوره دهشتګردۍ او جنګ توان نه لرو، موږ د جنګ او دهشت‌ګردۍ مکمله خاتمه غواړو."

مظاهره چیان وايي چې پوځ پرې ډزې کړي، خو پوځ او نورو امنیتي ادارو په دې اړه څه نه دي ویلي.

په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په وروستیو ورځو کې په یوه مرکه کې تایید کړه چې د خیبرپښتونخوا په جنوب کې د شپې مهال ترهګر حکومت کوي.

په بنو کې پرونی ستر لاریون وروسته له دې وشو چې د سې شنبې په ورځ جولای ‍۱۵مه په بنو کې د پوځ پر یوه مرکز په برید کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبلې واوښتې.

د دغه برید مسوولیت د ټي‌ټي‌پي د حافظ ګل بهادر ډلې په غاړه واخیست، هغه ډله چې پاکستان ادعا کوي د افغانستان په خاوره کې مېشته ده.
خو د طالبانو حکومت د پاکستان تورونه ردوي.

 وسله‌والو د خیبر پښتونخوا په بنو کې پر پوځي مرکز برید کړی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:54 0:00

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون یو وار بیا وویل چې د طالبانو له حکومته غواړي چې په پاکستان کې په ترهګرو پېښو کې د لاس لرونکو خلاف اقدام وکړي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په یوه خبري غونډه کې وویل، حافظ ګل بهادر ډلې افغانستان کې پناه اخیستې او په پاکستان کې په ترهګرۍ کې لاس لري.

پرون په بلوچستان ایالت کې لږترلږه ۳ او په خیبرپښتونخوا کې دوې حملې وشوې چې په ترڅ کې یې لسګونو امنیتي ځواکونواو ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د بلوچستان په تربت، کېچ او پښین کې شاوخوا ۲۰ تنه پوځیان او ملېشه ځواکونه وژل شوي یا ټپیان شوي.

د خیبرپښتونخوا په تخت بايي کې د پولیسو پر تاڼې او د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼې کې چاودنې نامعلوم شمېر پولیسو او ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG