د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

ملګري ملتونه: لا هم داعش په سیمه کې جدي ګواښ دی او له افغانستانه بهر وېره خپروي


د داعش بیرغ
د داعش بیرغ

ملګري ملتونه وايي، لا هم د داعش ترهګریزه ډله په سیمه کې جدي ګواښ دی او له افغانستانه بهر وېره خپروي.

په افغانستان او سیمه کې د ترهګریزو فعالیتونو د اندېښنو په دوام ملګري ملتونه وايي چې د دغه سازمان غړي هېوادونه اندېښنه لري چې له افغانستانه خپرېدونکي ترهګري به د سیمې او له هغې هاخوا د ناامنۍ مهم لامل وي.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د ملاتړ او څار ډلې په خپل تازه "۳۴ ګڼه" راپور کې د داعش ډلې د خراسان ولایت څانګې، القاعده شبکې او د هغوی د اړوندو ډلو او افرادو په اړه اندېښنه ښودلې، ویلي چې چې داعش ترهګریزه ډله لا هم په سیمه کې جدي ګواښ دی او له افغانستان دباندې ترهګري خپروي.

په راپور کې دغه شان راغلي چې د هند په نیمه وچه کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي او د القاعده ترمنځ همکاري زیاته شوې چې له کبله یې دغه ډله په سیمه کې د تحریک جهاد پاکستان تر بیرغ لاندې مرګوني بریدونه کوي.

د تحریک طالبان پاکستان غړي
د تحریک طالبان پاکستان غړي

په راپور کې ویل شوي، که څه هم اوسمهال القاعده ډله له طالبانو سره خپلو اړیکو ته لومړیتوب ورکوي او ستراتیژیک صبر کوي، خو د تحریک طالبان پاکستان یا ټی ټي پي سره د دغه ډلې اړوند د ځینو کسانو همکارۍ ټي ټي پي ډله په سیمه کې په یوې ګواښوونکې ډلې بدله کړې ده.

د راپور له‌مخې پر القاعده شبکې د طالبانو د برلاسۍ له هڅو سره سره د القاعده او تحریک طالبان پاکستان د اړوندو ډلو ترمنځ نږدې همکاري کولی شي القاعده شبکه له سیمې هاخوا هم په یوه جدي ګواښ بدله کړي.

په راپور کې د داعش د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودل شوې چې دغه ډله غواړي د اسانه هدفونو په پام کې نیولو سره خپلو بریدونو ته دوام ورکړي څو په دې ترتیب له یوې خوا خپله رسنیزه مبازره جاري وساتي او له بل پلوه د طالبانو سیاسي دریځ ته زیان ورسوي.

په راپور کې دغه شان راغلي چې داعش ډله غواړي په اوږد مهال کې په افغانستان کې د ګډوډۍ په رامنځته کولو ځینې سیمې لاندې کړي او د افغانستان په شمالي سیمو او له هغې وړاندې د خپلو فعالیتونو مخه خلاصه کړي.

تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې په یوه بل راپور کې ویلي وو چې داعش او القاعده ترهګرې ډلې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو لپاره خوندي پټنځایونه موندلی شي او دا هېواد د ترهګرۍ سرچینه ده.

دې ډلې د جولای په لسمه په یو راپور کې ویلي وو چې د افغانستان په ډېر شمېر ولایتونو کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو پر وړاندې د طالبانو زغم، ګاونډیو هېوادونو ته د ترهګرۍ د پراختیا لار هواروي.

طالبانو د داعش ډلې د خراسان ولایت څانګې، القاعده شبکې او د هغوی د اړوندو ډلو او افرادو په اړه د ملګرو ملتونو د بندیزونو د ملاتړ او څار ډلې د وروستي راپور په اړه تراوسه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې يې په ځلونو ادعا کړې چې داعش ډ‌له يې ځپلې او نه پرېږدي چې د افغانستان خاوره د هېڅ ډلې له لوري د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

XS
SM
MD
LG