د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

د واخان دهليز ته د پاکستان د لاس‌رسي هڅې؛ اقتصادپوهان: دا به د افغانستان په ګټه نه‌وي


واخان د افغانستان د پامیر په غرونو کې یو تنګ دهلیز دی چې څلور هېوادونه چین، پاکستان، افغانستان او تاجکستان سره نښلوي.
واخان د افغانستان د پامیر په غرونو کې یو تنګ دهلیز دی چې څلور هېوادونه چین، پاکستان، افغانستان او تاجکستان سره نښلوي.

د پاکستان د خیبرپښتونخوا والي فیصل کریم کندي وروستیو څرګندونو چې، پاکستان هڅه کوي د افغانستان د واخان دهلیز له لارې منځنۍ اسیا ته لاسرسی پیدا کړي، اندېښنې راپارولي دي.

کندي په یوه مرکه کې چې د جولای په ۲۵مه د خان کاسټ پوډکاسټ له‌خوا خپره شوې ویلي، پاکستان به د دې لارې په کارولو سره خپل لوی سوداګریز او سیمه‌يیز اهداف ترلاسه کړي.

نوموړي په واخان کې د پاکستان د موجودیت تر څنګ د امنیتي ننګونو، ټي‌ټي‌پي او داعش وسله‌والو د شتون په اړه د اندېښنو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، هره ستونزه د حل یوه لاره لري.

واخان د افغانستان د پامیر په غرونو کې یو تنګ دهلیز دی چې څلور هېوادونه چین، پاکستان، افغانستان او تاجکستان سره نښلوي.

دا دهلیز د افغانستان په شمال ختیځ کې د دې هېواد او چین تر منځ تر ټولو لنډه پوله ده چې شاوخوا ۷۶ کیلومتره اوږدوالی لري او افغانستان غواړي له‌دې لارې چین او منځنۍ اسیا سره اړیکه ولري.

"دا قطعاً د افغانستان په ګټه نه‌دی، ځکه افغانستان نه‌شي کولای له‌دې کمې فاصلې څخه، د ترانزیت کافي حق ترلاسه کړي
بشير دوديال

خو اوس پاکستان هم هڅه کوي چې د افغانستان واخان ۱۸ کیلومتره لارې ته په لاس‌رسي سره تاجکستان، قزاقستان او د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو سره ونښلي.

خو ولې دې لارې ته د پاکستان لاس‌رسی او د واخان له لارې یې یو اړخیزې سوداګرۍ غبرګونونه راپارولي دي؟ او دا د نورو سیمو د تګ راتګ پر حق او ستراتېژیک ارزښت څومره اغېز کوي؟

د اقتصادي چارو یو کارپوه او د ننګرهار پوهنتون مخکېني استاد بشیر دودیال ازادي راډيو ته وویل، له واخان څخه د پاکستان ترانزیت، به افغانستان ته هیڅ ترانزیتي ګټه ونه رسوي.

نوموړی وايي: "دا قطعاً د افغانستان په ګټه نه‌دی، ځکه افغانستان نه‌شي کولای له‌دې کمې فاصلې څخه، د ترانزیت کافي حق ترلاسه کړي، افغانستان نه‌شي کولای ترې اقتصادي ګټه پورته کړي او څو کسان کار ته وګماري، ځکه هلته د سټېشن د جوړولو او د تخلیې او بار اخیستنې امکان نه‌شته."

د پامير د غرونو يو انځور، هلته چې د واخان سيمه شتون لري.
د پامير د غرونو يو انځور، هلته چې د واخان سيمه شتون لري.

د ښاغلي دودیال په خبره، د افغانستان د واخان دهلیز له لارې له منځنۍ اسیا سره د پاکستان اړیکه به لویې سیمه‌ییزې پروژې لکه کاسا-۱۰۰۰، ټاپي، توتاب او نور، چې پاکستان به په راتلونکې کې د دې پروژو له لارې، د افغانستان له څو ولایتونو څخه د ترانزیټ حق کمزورې کړي.

د بدخشان د واخان دهلیز په اړه د دې پاکستاني چارواکي څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې هم غبرګونونه راپارولي دي.

د ټولنیزو رسنیو یوه فعال عبدالرحمن سلیم په خپله فېسبوک پاڼه کې یوه ویډیو خپره کړې چې په‌کې ویلي یې دي، ولې د ده په اند دې ترانزیتي لارې ته د پاکستان لاس‌رسی د افغانستان په ګټه نه‌دی.

د واخان د لس کیلومتره لارې د ترانزیت حق به څومره کېږي، ایا تاسو په دې اړه فکر کړی دی؟"

هغه ويلي: "پاکستان دې لارې (واخان) ته ترجیح ورکوي، ځکه که یو ځل پانګونه وکړي، د ترانزیت حق ورکولو ته اړتیا نه‌لري او نه به په نورو لارو تکیه کوي، په نورو لارو که دوه نیم سوه ميلیون ډالره یا درې نیم سوه ميلیون ډالره پانګونه وکړي، باید هر کال په هماغه اندازه د ترانزیت حق هم ورکړي، خو د واخان د لس کیلومتره لارې د ترانزیت حق به څومره کېږي، ایا تاسو په دې اړه فکر کړی دی؟"

د ټولنیزو رسنیو یو بل کاروونکي، ځدراڼ په خپله ایکس‌پاڼه د پاکستاني چارواکي دې څرګندونو ته د شک په سترګه ګوري او د طالبانو له حکومته غواړي چې پاکستان ته دې د دې کار اجازه نه ورکوي.

دا په‌داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته، په واخان کې د اقتصادي لارې پر جوړولو ډېر ټینګار کړی.

تېره اوونۍ د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي او د دوی د حکومت د رئیس الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي، د چين د فرهنګ او ګرځندوی وزارت له مرستيال لي چون سره په ليدنه کې د بدخشان واخان له لارې د افغانستان او چین تر منځ د ځمکني اتصال پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د واخان دهلیز پرانیستل به د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

د واخان- شینجن لارې د ۵۰ کیلومتره اوږد سړک د جوړولو کار د ۲۰۲۱ کال په مې میاشت کې پیل شو خو واک ته د طالبانو له رسېدو درې میاشتې وروسته ودرول شو.

خو د طالبانو حکومت د دغه سړک د جوړولو کار بیا پيل کړ.

د اپریل په میاشت کې د طالبانو حکومت د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده اعلان وکړ، چې د دغه سړک کار به ډېر ژر بشپړ شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې تر دې مخکې په ۲۰۲۲ کال کې داسې اندېښنې موجودې وې چې، پاکستان هڅه کوي له افغانستان سره د اوږدمهاله ترانزیتي تړون په تحمیلولو سره د واخان له لارې تاجکستان سره ونښلي.

هغه مهال طالب چارواکو ویلي و، د دوی حکومت چمتو نه‌دی چې د خپلې خاورې یو انچ هم نورو ته ورکړي.

هغه مهال دغو اندېښنو ته په غبرګون کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد په یوه غونډه کې ویلي و چې واخان افغانستان ته د سر حیثیت لري او ترې نه تېریږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG