د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۷ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

د مس عينک کان د پروژې چارې رسماً پيل شوې


د مس عينک کان د استخراج چارې چينايي شرکت مخته وړي.
د مس عينک کان د استخراج چارې چينايي شرکت مخته وړي.

چینایي انجنیرانو له شپاړس کلن ځنډ وروسته د لوګر د عینک د مسو د پروژې چارې رسماً پيل کړې.

د کابل د جنوب ختیځ په څلوېښت کیلومترۍ کې پروت د لوګر د عینک د مسو د کان د استخراج لپاره لومړي کارونه رسماً د چهارشنبې په ورځ شروع شول او د طالبانو یو شمېر چارواکو له چینایي ډیپلوماتانو او سوداګرو سره د پټۍ له پرې کېدو سره یوځای د هغه سړک د جوړېدو چارې پيل کړې چې د کان په لور غځېدلی دی.

د دې کان د استخراج تړون د درې میلیارډه ډالرو په ارزښت په دوه زره اتم میلادي کال کې د چین له یوه دولتي شرکت سره لاسلیک شوی و، خو په‌دې موده کې یې کله د جګړو له امله او کله هم په عینک کې د تاریخي اثارو موجودیت ته د اندېښنې له امله د دې پروژې چارې پيل نه‌ پيلېدې.

د فرانس پریس اژانس په وینا اټکل کېږي چې د عینک د مسو په کان کې یوولس نیم میلیونه ټنه مس وي، خو استاد پوهاند امیر محمد موسی‌زی وایي، یو وخت روسي انجنیرانو په‌دې کان کې برمه وهله چې تر اتلس سوه مترو پورې لاهم مس و او بیا د برمې پل مات شو او نورې هڅې یې ونه‌کړې.

يو شمېر تاريخي اثار چې د مس عينک کان څخه ترلاسه شوي دي.
يو شمېر تاريخي اثار چې د مس عينک کان څخه ترلاسه شوي دي.

ښاغلي موسی‌زي ازادي راډيو ته وویل، که چېرته په درې میلیارډه ډالرو د دې کان تړون شوی وي، دا پیسې لږې دي.

نوموړی وايي: "د دې کان شاوخوا نورې سیمې دي، جوهر دی، ټغر دی، دشتک دی او نورې سیمې دي چې هلته هم د مسو پرېمانه زېرمې شته. دغه درې میلیارډه ډالر قېمت چې تاسو وایاست دا د دې کان تر ټول قیمت کم دی، د دې کان ارزښت ډېر دی."

په اقتصادي برخه کې د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر د عینک د مسو د پروژې د پرانیستلو پرمهال د غونډې برخه والو ته وویل: "د دې پروژې په عملي کولو کې چې څومره وخت ضایع شوی دی، اوس یې باید په چټک کار ترسره کولو سره جبران شي."

ښاغلي برادر چینایانو ته د امنیت په برخه کې ډاډ ورکړ، اما فرانس پریس اژانس لیکي چې د ناامنیو پېښې په افغانستان کې کمې شوې دي، خو امنیتي ګواښونه یو مخ له‌منځه نه‌دي تللي.

ملا عبدالغني برادر
ملا عبدالغني برادر

دا اژانس بیا دوه کاله مخکې په کابل کې پر یوه هوټل د داعش برید ته اشاره کوي چې په‌کې لږترلږه پنځه چینایان ټپيان شول.

د طالبانو چارواکو ویلي دي، ښایي لږترلږه دوه کاله وخت ونیسي چې د عینک د مسو د استخراج چارې پيل شي.

د نړۍ په بازارونو کې سږ کال د مې په میاشت کې د مسو بیې تر بل هر وخت په بې‌سارې ډول لوړې شوې او کتونکي وایي چې، د برېښنایي موټرو له زیاتېدو سره او د مصنوعي ځیرکتیا له لا غوړېدو سره مسو ته په نړۍ کې اړتیا زیاتیږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG