د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۳

مايکل مک‌کال: د افغانستان له زندانونو تښتېدلي داعش وسله‌وال نورو هېوادونو کې بريدونه کوي


داعش وسله‌وال، انځور - ارشيف
داعش وسله‌وال، انځور - ارشيف

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک‌کال ویلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو وروسته له زندانونو نه تښتېدلي زرګونه داعش جنګیالي اوس په نورو هېوادونو کې د داعش په بریدونو کې مرسته کوي.

نوموړي ویلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو او د افغان حکومت له پرځېدو وروسته زرګونه داعش جنګیالي له بګرام زندانه تښتېدلې او د افغانستان په ګډون د پاکستان او تاجیکستان په ځینو سیمو کې مېشت شول.

هغه زیاته کړې، دغه جنګیالي اوس په نورو هېوادونو کې د داعش په بریدونو کې مرسته کوي.

په زرګونه د داعش جنګیالي د بګرام له زندانه ووتل او په افغانستان، پاکستان او تاجیکستان کې مېشت شول
مايکل مک‌کال

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک‌کال دا خبرې له سي‌بي‌سي شبکې سره په مرکه کې کړي.

نوموړي چې د دې مرکې یوه برخه پرون ناوخته (د جولای ۲۹مه) په خپله ايکس‌پاڼه هم خپره کړې ویلي: "موږ د افغانستان د مخکېني حکومت پرځېدل ولیدل، په زرګونه د داعش جنګیالي د بګرام له زندانه ووتل او په افغانستان، پاکستان او تاجیکستان کې مېشت شول، بيا يې د سيمي هېوادونو لاره ونيوله او د مکسیکو له لارې متحده‌ایالاتو ته راغلل. موږ په‌دې اړه په کراتو خپلې اندېښنې مطرح کړي دي، خوتازه ایف ‌بي ‌ای د داعش اته غړي نیولي، خو پوښتنه دا ده چې نور څومره کسان دلته په متحده‌ایالاتو کې دي.؟"

جمهوري غوښتونکی مایکل مک‌کال د جوبایدڼ ادارې له سرسختو مخالفینو څخه دی، چې په ځانګړي ډول یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو د هغه د حکومت پرېکړه په وار وار نقد کړې ده، هغه چې ولسمشر بایډن یې ننګه کوي او پر ځای یې بولي.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال
د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال

دا په‌داسې حال کې ده چې د یو شمېر امریکايي رسنیو د راپورونو پر بنسټ د تېرې جون میاشتې په ۱۱مه د امریکا په نیویارک او لاس انجلس کې اته تنه تاجیکستاني وګړي د داعش د غړیتوب په تور نیول شوي دي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشرمایکل مک‌کال له‌دې وړاندې د روان کال د وري په میاشت کې هم له افغانستانه بهر د داعش د وسله‌والو د عملیاتي وړتیاوو د ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

نوموړي ویلي وو، چې داعش امریکا او اروپا ته لوی ګواښ دی.

په افغانستان کې د داعش د وسله‌والو د موجودیت او نورو هېوادونو ته د دغه وسله‌والې ډلې د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنې لا له وړاندې موجودې دي.

د روان کال د اپریل په میاشت کې د امریکا د مرکزي قوماندې پخواني قوماندان فرانک مکنزي هم له ای‌بي‌سي سره په یوه مرکه کې، د داعش له‌خوا پر امریکا او نورو هېوادونو کې د بریدونو لپاره د قوې ادارې خبرداری ورکړی و.

نوموړي ویلي وو چې دا ډله له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته پیاوړې شوې ده.

له‌دې وړاندې د روان کال میلادي کال د مې په ۴مه د امریکا د سولې انستیتوت په یو راپور کې په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې د وسله‌والو د فعالیتونو د ډېرېدو خبر ورکړ.

خو طالبانو په وار وار په افغانستان کې د داعش د وسله‌والو د ځپلو خبره کړې ده.

دا په‌داسې حال کې ده چې په یو تازه اقدام کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د داعش خراسان ډلې د مالي شبکې د له‌منځه وړلو لپاره لس میلیونه ډالره جایزه هم ټاکلې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG