د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

په عمان کې د شیعه‌وو پر جومات د برید مسوولیت داعش ومانه


د عمان یوه څنډه
د عمان یوه څنډه

په عمان کې د شیعه‌وو پر یوه جومات د برید مسوولیت د اسلامي دولت یا داعش ډلې منلی دی.

داعش په یوه بیان کې چې پرون ناوخته یې خپور کړ، ویلي چې د دوی درې ځان‌وژونکو د دوشنبې په ماښام د عمان له پلازمېنې سره پر یوه جومات برید وکړ چې تر سهاره یې له عماني امنیتي ځواکونو سره ډزې تبادله کولې.

دې ډلې یوه ویډیو هم په ټلیګرام کې خپره کړې او ویلي چې دا د همدې برید ويډیو ده.

د دې حملې یوه بله ویډیو هم په خواله رسنیو کې خپره شوې چې خلک د ډزو پرمهال له جوماته د تېښتې په حال کې ښکاري.

د رویټرز اژانس د راپور له‌مخې په‌دې حمله کې د درېیو برید کوونکو په شمول لږترلږه نهه تنه وژل شوي دي.

د عماني، پاکستاني او هندي چارواکو په وینا په وژل شویو کې څلور پاکستانیان دي، یو د هند دی او یو هم پولیس دی.

د عمان پولیس وایي، د ډزو پرمهال د امنیتي ځواکونو په شمول د بېلابېلو ملتونو ۲۸ تنه ټپیان شوي هم دي.

دا برید د دوشنبې په ماښام د علي بن ابي طالب پر جومات وشو، دا جومات پلازمېنې ته څېرمه د وادي الکبیر په سیمه کې دی چې پنځه سوه متره له یوه نړیوال ښوونځي لرې دی او تر لس کیلومتره په لنډ واټن کې یې د سمندر د غاړې یو استراحت‌ځی او پنځه ستوريز هوټل دي.

د روېټرز اژانس په وینا دا ډول بریدونه د خلیج په‌دې شتمن هېواد کې چې اکثریت یې سنیان دي، یو مخ استثنایي دی او دا اندېښنې ورسره زیاتېږي چې اسلامي دولت ډله چې د ۲۰۱۷م کال په ترڅ کې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په عراق کې وځپله اوس هڅه کوي چې له یوې نوې سیمې سر راپورته کړي.

پولیسو تر اوسه نه‌دي ویلي چې دوی برید کوونکي پېژندلې دي یا یې څوک په‌دې تړاو نیولې دي.

XS
SM
MD
LG