د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۵

د کابل د تېرې شپې قربانیان خاورو ته وسپارل شول


په کابل کې د تېرې شپې د برید د قربانیانو کورنیو او خپلوانو چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسېده، نن شنبه د خپلو عزیزانو مړي خاورو ته وسپارل.

د افغانستان پلازمېنه کابل او ولایتونه په تېرو پنځو ورځو کې د بېلابېلو بریدونو شاهد وو چې څه باندې ۲۰۰ کسان پکې وژل شوي دي.

په کابل کې د نن ورځې په مراسمو کې یوه ګډونوال حسن پور وویل چې د تېرې شپې برید ډېر خونړی او ویرجن و .

نوموړي وویل:

"دولت موظف دی چې د امکان تر حده د خپلو هېوادوالو امنیت په هر حالت کې خوندي کړي، دغه پېښه ډېره دردوونکې وه."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تاییدوي چې د کابل د تېر ماښام د برید د قربیانیانو شمېر ډېر شوی دی .

د دغه وزارت مرستیال ویاند هدایت الله حافظ وایي، د امام زمان پر جومات په برید کې ۵۶ تنه وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان شوي دي.

تر دې وړاندي د وژل شویو شمېر ۳۹ تنه ښودل شوی و.

د کابل ګارنیزیون قوماندانۍ سرپرست جنرال افضل امان له ازادي راډیو سره په خبرو کې د کورنیو چارو وزارت دغه شمېرې تاییدوي.

هغه وویل :

"دا یوه ترورېستي پېښه وه، یوه انتحار کوونکي لومړی له خپل لاسي بم څخه کار واخېست او وروسته یې له ځان سره راوړي چاودېدونکي مواد وچول او بالاخره یې د کابل په لوېدیځ کې ډېری تلفات واړول ."

داعش ډلي د دې برید مسؤلیت منلی دی.

د افغانستان ولسمشر او نورو لوړ پوړو چارواکو دا برید په سختو الفاظو غندلی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره په کابل او غور کې دغه پرونۍ پېښې غندلي او هغه یې د بشریت تر ټولو ناوړه عمل ګڼلی دی.

تادامیچي یاماموتو ویلي چې پر لمونځ کوونکو دغه ډول بریدونه لوی جنایت دی .

د کابل په لوېدیځ کې د دې برید سره هم مهاله د غور په دولینه ولسوالۍ کې هم پر یوه جومات په برید کې ۳۳ تنه عبادت کوونکي ووژل شول.

د کابل او غور ترڅنګ کندهار، پکتیا او غزني هم له هغو ولایتونو دي چې په تېرو پنځو ورځو کې د خونړیو حملو او لسګونو قربانیانو شاهدان وو.

تېره اوونۍ د عمان په پلازمینه مسقط کې د افغانستان د سولي په اړه څلور اړخیزه غونډه بې نتیجې پای ته ورسېده .

تر دې غونډې یوه ورځ وروسته د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې پرله پسې بریدونه پیل شول.

XS
SM
MD
LG