د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

ګارډین: په تېر سېپټمبر میاشت کې شاوخوا ۸۰۰ افغان سرتیري وژل شوي دي


د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ تر اعلان وروسته د افغان دولت د وسله‎والو مخالفینو په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

که پر وسله‎والو د امریکا هوايي بریدونه زیات شوي بل لورته بیا د افغان سرتېرو او ملکیانو مرګژوبله هم په بې ساري ډول لوړه شوې ده.

غزني، پکتیا او کندهار هغه درې ولایتونه دي چې یوازې په تېرو څلورو ورځو کې په کې د دولت د وسله‎والو مخالفینو په بریدونو کې لسګونه سرتېري او ملکیان ووژل شول او سلګونه نور ژوبل دي.

طالبانو د دې بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی او افغان او امریکايي چارواکي وايي، حقاني شبکه هم په دې خونړي تاوتریخوالي کې ښکېله ده.

له کله نه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان لپاره خپله ستراتیژي اعلان کړې ده، په افغانستان کې وسله‎وال تاوتریخوالی زور اخېستی دی.

د ګارډین ورځپاڼې د تازه راپور له مخې یوازې په تېر سېپټمبر میاشت کې شاوخوا اته سوه افغان سرتیري د وسله‎والو په بمي، ځانمرګو او ډله‎ییزو بریدونو کې وژل شوي دي.

امریکا بیا له خپل لوري وايي چې د افغان دولت پر وسله‎والو مخالفینو يې د تېر بل هر وخت په مقایسه هوايي بریدونه زیات کړي دي.

پر پاکستان د امریکا د فشارونو او په عمان کې د پاکستان، چین او امریکا په ګډون د افغانستان د سولې خبرو اترو او کابل ته د پاکستان د لوی درستیز سفر ته په پام داسې هیلې پیدا شوې وې چې ګواکې د افغانستان د جګړې د سوله‎ییز لپاره بیا پراخې هڅې کېږي.

خو وروستیو بریدونو او د سلګونو افغانانو وژلو بیا د افغانستان د جګړې خونړی تصویر تازه کړی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د تازه بریدونو تر شا هم پاکستان دی او غواړي چې نړیوالو ته وښيې چې دا هېواد پر طالبانو کنټرول نه‎لري او نه يې د فعالیتونو مخنیوی کولی شي.

د دفاع د وزارت ویاند دولت وزیري ازادي رادیو ته وویل:

"پاکستان غواړي چې نړۍ ته داسې وښيې چې دوی پر طالبانو حاکمیت نه‎لري او دا ډله خپلواکه ده او کولی شي داسې بریدونه وکړي. طالبانو په اوړي او سپرلي کې هڅه وکړه چې خپلو شومو اهدافو ته ورسېږي خو ونه توانېدل. دوی دا څو بریدونه وکړل خو څرنګه چې په اوړي او سپرلي ناکام وو، اوس هم ناکام دي. "

د دفاع د وزارت ویاند دولت وزیري
د دفاع د وزارت ویاند دولت وزیري

د پوځي چارو کارپوه قدرت الله ځواک وايي، په افغانستان کې یوازې طالبان او یا داعش نه‎دي چې وسله‎وال فعالیت کوي، بلکې ګڼ‎شمېر ډلې دي چې که اکثره يې سولې ته هم مخه کړې، یوه یا دوه ډلې هم کولی شي د افغانستان د ګاونډیانو شوم اهداف عملي کړي.

ځواک وايي:

"په افغانستان کې دا مهال شل تروریستي ډلې فعالې دي.فرض کړئ چې اتلس ډلې له افغان حکومت سره خپلې اړیکې ښې کړي او د یوې بین الافغاني سولې له لارې د حکومت برخه شي، دوه ډلې بیا هم پاتې کېږي چې زموږ ګاونډي هېوادونه ترې په استفادې خپلو شومو اهدافو ته رسیدلی شي. "

خو یو شمېر کارپوهان د بریدونو د زیاتوالي په ځانګړي ډول پر پوځي اډو او مهمو تاسیساتو د وسله‎والو د حملو د ډېرېدو یو دلیل د افغان امنیتي ارګانونو نیمګړتیاوې او د بېلابېلو قوتونو ترمنځ نه همغږي ګڼي.

د پوځي چارو کارپوه اجمل سایس په همدې نظر دی:

"هغه اجرائیوي قدمې چې د بلوک، ډلګي یا ټولې په حد کې دي، دغه قدمې باید سپارل شوې وظیفې په شاید او باید توګه او په دقت سره عملي کړي. له بده مرغه دقت ورته نه کېږي چې دښمن له همدې نیمګړتیا څخه ګټه پورته کوي او زموږ د امنیتي ځواکونو مرکزونه او قرارګاوې په نښه کوي. "

افغانستان په داسې وخت کې د دولت ضد وسله‎والو د بریدونو د تازه څپې شاهد دی چې امریکا غواړي د نوې ستراتیژۍ پر اساس افغانستان ته زرګونه اضافي سرتیري استوي او د طالبانو ، داعش، القاعده او نورو ډلو پرضد هوايي بریدونه زیات کړی دی.

افغان حکومت وايي، د هېواد هوايي ځواک د مجهز او پیاوړه کېدو په حال کې دی او د نړیوالې ټولنې په مالي او پوځي مرسته به د څلور کلن امنیتي پلان په عملي کېدو سره جګړه مهار او امنیتي وضیعت تر ډېره بریده ښه شي.

XS
SM
MD
LG