د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

مایک پامپیو او جان بولټن د منځني ختیځ د څو هېوادونو په سفر ځي


د امریکا ملي بیرغ
د امریکا ملي بیرغ

د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د دغه هېواد د ملي منیت سلاکار جان بولټن د منځني ختیځ د څو هېوادونو په سفر ځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې ویلي چې د بهرنيو چارو وزير مايک پامپیو به اتو هېوادونو اردن، مصر، بحرین، متحده عرب اماراتو، قطر، سعودي عربستان، عمان او کوېټ ته ولاړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکي چې خبریالانو ته یې د دې سفر په اړه معلومات ورکول، وویل چې د پامپیو د سفر هدف دا دی چې د امريکا متحد ایالتونه منځني ختیځ نه پرېږدي.

یوه بل امریکایي چارواکي وویل چې پامپیو به د سعودي عربستان له چارواکو سره د سعودي خبريال جمال خاشقجي د وژل کېدو قضیه رابرسېره کړي، ترڅو د سعودي رهبري له هغو کسانو سره حساب کتاب وکړي چې د دغه خبریال په قتل کې لاس لري.

بل خوا د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن نن شنبه د سيمې په سفر وځي او ټاکل شوې چې د اسرائيل له صدراعظم بنيامين نتانياهو سره وګوري، وروسته به ترکيې ته ځي.

له ده سره به د امريکا د لوىو درستيزانو د کمېټې مشر جوزيف ډانفورډ هم ملګرى وي.

ترکيې ته به په سفر کې د امريکا تجربه کار ډيپلومات جېمز جيفري هم له دوى سره يوځاى وي چې له اګست مياشتې د سوريې لپاره د امريکا د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کوي.

خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت تېره جمعه اعلان وکړ چې جيفري به د هغه نړيوال ائتلاف مشري کوي چې د داعش ترورېستي ډلې پرضد پوځي مبارزه رهبري کوي.

تمه کېږي چې دغه امريکايي چارواکي به د ترکيې پر مشرانو فشار راولي چې په سوريه کې د کرد جنګياليو پرضد پوځي عمليات ونه کړي.

د امريکا متحدو ايالتونو له سوريې د خپلو ٢٠٠٠ پوځيانو د ايستلو اعلان کړى دى.

تر دغه اعلان وروسته دا سيمې ته د امريکا د حکومت د لوړرتبه چارواکو لومړى سفر دى.

امريکايي پوځيانو په سوريه کې د داعش پرخلاف په جګړه کې د عرب د کرد ځواکونو ملاتړ کاوه.

خو انقرې تور لګولى چې د سوريې کرد جنګيالي له هغو افراطي کردانو سره ارتباط لري چې په ترکيه کې فعال دي.

ترکيې د سوريې له سرحدي سيمو د دغو کردانو د ايستلو ژمنه کړې ده.

د ولسمشر ټرمپ له خوا له سوريې د امريکايي سرتېرو د ايستلو د پرېکړې په اعتراض کې د امريکا دفاع وزير جيمز مټېس او د داعش پرضد د ائتلاف لپاره د امريکا ځانګړي استازي بريټ مک ګُرک استعفا وکړه.

XS
SM
MD
LG