د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۳

امریکا: د طالبانو حکومت باید د خپلو ژمنو له مخې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي


ارشیف: په کابل کې د داعش پر ضد د طالب وسله والو عمیاتو یو انځور
ارشیف: په کابل کې د داعش پر ضد د طالب وسله والو عمیاتو یو انځور

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت باید د خپلو ژمنو له مخې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د وسله‌والو او القاعده شبکې د غړو د موجودیت په اړه اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امنیت او سیاسي چارو د څانګې مشر لییم واسلي ویلي، داعش وسله‌واله ډله په نړیواله کچه یو ګواښ دی او نړیواله ټولنه په افغانستان کې د دې ډلې د موجودیت په اړه اندېښنه لري.

نوموړي په واشنګټن کې د ناټو د ۷۵یمې کلیزې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د امریکا غږ له ډیوې راډيو سره په مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت باید د خپلو ژمنو له مخې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

واسلي په دې مرکه کې دا هم ویلي چې په افغانستان وضعیت ډېر سخت دی او طالبان باید له افغان ولس سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

نوموړي ویلي، طالبان باید د افغانانو لپاره ازاد او سوکاله ژوند برابر کړي او په خبره یې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

واسلي دا هم ویلي: "یو عنصر چې طالبانو پرې ژمنه کړې په‌خپل هېواد کې دننه د ترهګرۍ سره مبارزه ده او هغوی باید دا موضوع جدي وبولي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د امنیتي چارو یو شمېر پوهان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو موجودیت د دې هېواد په ګډون د ټولې سیمې لپاره خطرناک او د اندېښنې وړ بولي.

راسخ وايي: کاش د سیمې هېوادونه ټول سره یو لاس شي او د دې پر ځای یوبل سره د سوداګرۍ د پراختیا او یو بل ته د اقتصادي ګټو د رسولو لوبه پیل کړي او دا ناامنۍ دا لوبه ورانه کړي.

له ډلې یې اختر راسخ ازادي راډيو ته وویل: "دغه خطرناکې وسله‌والې ډلې د سیمې د ناامنۍ او د ولسونو د بربادۍ لپاره ورځ تر بلې پیاوړي کېږي. دغه لوبه ډېر خطرناکه لوبه ده، کاش د سیمې هېوادونه ټول سره یو لاس شي او د دې پر ځای یوبل سره د سوداګرۍ د پراختیا او یو بل ته د اقتصادي ګټو د رسولو لوبه پیل کړي او دا ناامنۍ دا لوبه ورانه کړي."

دا په داسې حال کې ده چې په نړیواله کچه هم په افغانستان کې د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه اندېښنې موجودي دي.

تازه د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې په یو راپور کې ویلي، افغانستان د ناامنۍ سرچینه ده چې داعش او القاعده ترهګرې ډلې په کې د خپلو فعالیتونو لپاره خوندې ځایونه موندلي شي.

په راپور کې راغلي وو چې افغانستان لا هم د ترهګرو ډلو له‌خوا د خوندي پټنځای په توګه پېژندل کېږي.

له دې وړاندې د روان میلادي کال د مۍ په میاشت کې د امریکا د دفاع وزارت په یو راپور کې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې موجوده د داعش خراسان څانګه په سیمه کې د لویو بریدونو د کولو وړتیا لري.

په دې راپور کې په ایران او روسیه کې د داعش وروستیو حملو ته چې له امله یې له سلو ډېر کسان وژل شوي وو، هم اشاره شوې وه.

د منځنۍ اسیا هېوادونه هم ګانډي پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه اندېښنه ښودلې، خو طالبانو په وار وار ویلي چې د داعش وسله‌وال یې ځپلي او ډاډ یې ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG