د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

د روسیې او چین ولسمشرانو د شانګهای سازمان غونډه پرانیسته؛ د غونډې هدف او پيغام څه کېدای شي؟


د عکس ښي لور ته د چین ولسمشر شي جین پینګ او چپ لور ته د هغی روسی سیال ولادمیر پوتین
د عکس ښي لور ته د چین ولسمشر شي جین پینګ او چپ لور ته د هغی روسی سیال ولادمیر پوتین

د روسیې او چین ولسمشرانو ولادمیر پوتین او شي جین پینګ نن په قزاقستان کې د شانګهای سازمان دوه ورځنۍ غونډه پرانیسته.

د شانګهای سازمان په سږنۍ غونډه کې د اجنډا د سر موضوع له ترهګرۍ سره مبارزه ده.

دغه موضوع وروسته تر هغه د دغه سازمان د بحثونو سر ته راغلې چې تېره مارچ میاشت کې په مسکو کې د موسیقۍ پر یوه تالار د داعش خونړي برید کې لسګونه کسان ووژل شول.

د افغانستان امنیتي وضعیت، د قزاقستان له خوا د پانګونې د یوه صندوق د جوړېدو وړاندیز او په شانګهای سازمان کې بلاروس ته غړیتوب ورکول، د بحث نورې مهمې مسلې یادې شوي دي.

د شانګهای د دوه ورځنۍ سږنۍ غونډې ګډونوال د چین او روسیې پر ولسمشرانو سربیره د کوربه قزاقستان او قزغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، اذربایجان، قطر، منګولیا، هند، متحده عربي اماراتو او ترکیې مشران او استازي دي.

شانګهای چې تر ډېره ایرواسیایي سازمان دی ۲۰۰۱م کال کې د غړو هېوادونو د امنیتي او اقتصادي همکاریو په هدف رامنځته شو.

که څه هم چین هڅه کړې چې دغه سازمان د لوېدیځ له تقابله لرې او په یوه ډول بې پرې وساتي، خو د ازادي راډيو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، له شانګهای سره د ایران یوځای کېدل دغه دریځ تر پوښتنې لاندې راوستلی دی.

د ازادي راډيو د خبر مرکزي څانګې د کارپوهانو په حواله خپل تحلیل کې لیکلي چې شانګهای سازمان په تېرو ۲۳ کلونو کې د روسیې او چین د اړیکو د غوړېدو یوه ښه زمینه برابره کړې ده.

د تحلیل له مخې روسیه به یوځل بیا هڅه وکړي چې له دغه سازمانه د خپل قدرت ننداره وړاندې کړي او دا وښيي چې د اوکراین له جګړې او د لوېدیځ له بندیزونو سره سره منزوي شوې نه ده.

ټاکل شوې د شانګهای سازمان د غونډې په څنډه کې د چین او روسیې ولسمشران د جولای په څلورمه مخامخ هم سره وګوري، دا په روان کال کې دویم ځل دی چې پوتین او شي جین پینګ دوه په دوه لیده کاته کوي.

XS
SM
MD
LG