د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمشریزه؛ نن په کې له افغانستان سره په تړلیو مسایلو بحث کېږي


په قزاقستان کې د شانګهای سازمان د غړیو هېوادونو د سرمشریزې یوه څنډه
په قزاقستان کې د شانګهای سازمان د غړیو هېوادونو د سرمشریزې یوه څنډه

د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې نن تر ډېره هغه مسایل څېړل کېږي چې د دې سازمان د غړیو هېوادونو په وینا له افغانستان سره مستقیم ارتباط لري.

دا سرمشریزه پرون په قزاقستان کې د چین ولسمشر شي جین پینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرانیسته، نن یې دوهمه او وروستۍ ورځ ده.

د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې د سیمې امنیت او ثبات د اجنډا په سر کې دی.

همداراز به په دې غونډه کې چې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې یې نن دوهمه ده، له مخدر موادو سره د مبارزې پر مسئله خبرې وشي.

د شانګهای د سازمان اکثر غړي هېوادونه په افغانستان کې د داعش، القاعده او یو شمېر نورو ترورستي ډلو فعالیتونو ته اندېښمن دي او ځینې غړي هېوادونه یې تور پورې کوي چې له افغانستانه دوی ته تاریاک او هیرویین قاچاقېږي.

د شانګهای دا سرمشریزه نژدې دوې اوونۍ وروسته تر دې جوړه شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د دفتر مشرې روزا اوتنبایووا په خپل راپور کې وویل چې له افغانستان خپاره شوي تروریزم او افراطیت هېوادونه اندېښمن کړي چې په دې برخه کې او له مخدر موادو سره د مبارزې په برخه کې پراخو همکاریو ته اړتیا شته.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې یو انځور
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې یو انځور

د شانګهای سازمان اکثر غړي هېوادونه د داعش خراسان څانګې تروریستي فعالیتونو ته اندېښمن دي، دې ډلې نژدې درې میاشتې مخکې مسکو ته څېرمه پر یوه هال د برید پر مهال ۱۴۴ کسان ووژل او د دې سازمان په بل غړي هېواد، ایران کې یې د جنوري په درېیمه د چاودنو په ترڅ کې تر ۱۰۰ د ډېرو کسانو ژوند واخیست.

د شانګهای د همکارۍ سازمان د ۲۰۰۱م کال په جون میاشت کې د چین په شانګهای کې تاسیس شو، په پیل کې یې چین، قزاقستان، قرغزستان، روسیه، تاجکستان او ازبکستان غړي وو، اوس دا سازمان نهه غړي لري چې هند، ایران او پاکستان یې هم غړیتوب ترلاسه کړی او د دوی ترڅنګ افغانستان، بیلاروس او منګولیا یې څارونکي غړي دي.

د شانګهای سازمان د دغو غړیو ترڅنګ د قطر او سعودي عربستان او ترکیې په ګډون ۱۴ شریکان لري.

د شانګهای د مشرانو په نننۍ غونډه کې به د قزاقي سرچینو په وینا دا مسئله وڅېړل شي چې څرنګه د راتلونکو درېیو کلونو په مخه په سیمه کې د ترهګرۍ، افراطیت او بیلتونپالنې سره مبارزه کېدای شي او تر۲۰۲۹م کال پورې څرنګه د مخدر موادو پر ضد ستراتیژي جوړېدای شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG