د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۶

سنټکام: داعش په عراق او سوریه کې د بیا منسجم کېدو لپاره هڅې پیل کړي


ارشیف: په عراق کې د داعش یو وسله‌وال غړی
ارشیف: په عراق کې د داعش یو وسله‌وال غړی

د امریکا د متحده‌ایالتونو د پوځ مرکزي قومندانۍ سنټکام وایي، د اسلامي دولت ډلې یاداعش هڅې پیل کړي چې په عراق او سوریه کې بیا ځان منسجم کړي.

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سینټکام وایي، د اسلامي دولت ډله یا داعش هڅې کوي چې سږ کال په عراق او سوریه کې خپل بریدونه دوه چنده زیات کړي.

سنټکام پرون چهارشنبې په یوه اعلامیه کې وویل، د داعش له‌خوا زیاتې شوې حملې ښیي چې دا ډله هڅه کوي چې په سیمه کې د څو کلونو له کمزورتیا وروسته خپل ځواک بېرته پیاوړی کړي.

د اعلامیې له‌مخې داعش د روان ۲۰۲۴م کال له جنوري نه د جون میاشتې تر دېرشمې پورې په عراق او سوریه کې د ۱۵۳ بریدونو مسوولیت اخیستی دی.

یوه امریکایي چارواکي د موضوع د حساسیت له کبله د خپل نوم نه اخیستو په شرط اسوشېټېډ پرېس اژانس ته ویلي، داعش په تېر۲۰۲۳م کال کې په سیمه کې ټولټال ۱۲۱ بریدونه ترسره کړي و.

د امریکا مرکزي قومندانۍ همدارنګه ویلي، د داعش د وړتیاوو د زیاتوالي د مخنیوي په هدف یې له خپلو شریکانو سره د دې ډلې پر ضد ډېرعملیات سرته رسولي دي.

د سنټکام په وینا، په دغو عمیاتو کې چې امریکایي ځواکونو د عراق د امنیتي ځواکونو او د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو د ایتلاف په ملتیا د داعش په وړاندې ترسره کړي په نتیجه کې یې د دې ډلې ۴۴ وسله‌وال وژل شوي او ۱۶۶ نور نیول شوي دي.

د راپورونو له‌مخې د متحده‌ایالتونو له ملاتړه برخمن د کردانو په مشرۍ د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو له ایتلاف سره د داعش له لس زره زیات غړي بندیان دي.

د راپور پر بنسټ د دوی شاوخوا دوه زره یې د بهرنیو هېوادونو اتباع دي.

د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو ایتلاف په سوریه کې د داعش وروستۍ اډه د ۲۰۱۹م کال په مارچ کې ونیوله.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش چې لس کاله مخکې په ۲۰۱۴م کې یې په سیمه کې خپل موجودیت اعلان کړ، د ځواکمن کېدو په اوج کې یې د عراق موصل او د سوریې رقعه لاندې کړي و.

وروسته د امریکا په مشرۍ د نړۍ له څه باندې اتیا هېوادونو جوړ یوه ایتلاف یې په وړاندې مبارزه پیل کړه چې په نتیجه کې یې دې ډلې د ۲۰۱۷م کال په ډسمبر کې د موصل او رقعه په ګډون د لاندې کړیو سیمو شاوخوا ۹۵ سلنه یې له لاسه ورکړه.

ویل کېږي چې د داعش پټې ډلې تر اوسه په عراق او سوریه کې فعالې دي چې د یو شمېر هېوادونو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG