د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

سوريه کې د داعش ډلې مشر 'ابوالحسن الهاشمي القريشي' وژل شوی دی


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

اسلامي دولت ډلې (داعش) ومنله چې مشر یې په وروستیو کې په جګړه کې وژل شوی دی.

د دې سخت دریځې ډلې ویاند په یوه غږیز پيغام کې چې پرون یې خپور کړ، یوازې د ابو الحسن الهاشمي القریشي مړینه تایید کړه، خو په دې اړه یې نور جزییات ورنه کړل.

دا د داعش دوهم مشر دی چې سږ کال په داسې وخت کې وژل کېږي چې دا ډله هڅه کوي په عراق او سوریه کې له خپلو پټو ځالو بیا خونړۍ حملې وکړې.

د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له‌مخې القریشي څه باندې یوه میاشت مخکې د سوریې په جنوبي ښار درعا کې د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی، خو دا څرګنده نه‌ده چې پرون یې څرنګه اعلان وشو.

د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي پرون په واشنګتن کې وویل چې، د داعش د مشر د مړینې د خبر هرکلی کوي خو د دې پېښې د عملیاتو په اړه تفصیلي معلومات ورسره نه‌شته چې له رسنیو سره یې اوس شریک کړي.

جان کربي
جان کربي

د امریکا د پوځ د مرکزي قومانداني په وینا داعش لاهم په سیمه کې یو ګواښ دی.

په برېتانیا کې دېره د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې په اکتوبر میاشت کې ویلي و چې د سوریې هغو یاغیانو چې مخکې یې له حکومت سره روغه جوړه کړې وه، د درعا ولایت په جاسیم کلي کې د داعش یو شمېر وسله‌وال وژلي دي.

دې ډلې په راپور کې څرګنده کړې وه چې په وژل شویو کې د دې ډلې یو عراقی مشر هم شامل دی چې د نښتې پر مهال یې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي موادو ته چاودنه ورکړې وه.

تر دې مخکې د دې ډلې پخوانی مشر ابو ابراهیم الهاشمي چې هغه هم القریشي تخلص کاوه په فبروري کې د سوریې په شمال لوېدیځ کې د امریکایي ځواکونو د یوه برید پر مهال وژل شوی و.

د داعش ویاند ابو عمر المهاجر وویل چې ابو الحسن القریشي د داعش نوی مشر ټاکل شوی دی، دی د پخواني مشر زوی دی.

د داعش د مشر وژنه د دې ډلې لپاره چې په دوه زره اوولسم کال کې په عراق کې او دوه کاله وروسته په سوریې کې ځپل شوې وه، سخته ضربه ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG