د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

طالبان د بهرنیو وسله‌والو په خوندي ځای د افغانستان د بدلېدو اندېښنې بې‌ځایه بولي


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې هغه اندېښنې بې ځایه بولي چې ګواکې افغانستان د بهرنیو وسله‌والو ډلو په خوندي ځای بدل شوی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، د بهرنیو وسله‌والو ډلو په تړاو د امنیت شورا پر بندیزونو د څار کمېټې وروستی راپور د ناسمو معلوماتو پر بنسټ جوړ شوی دی.

مجاهد د شنبې په ورځ د افغانستان یوه خصوصي تلوېزیون طلوع نیوز ته ویلي، داعش ډله دوی ځپلې او په خبره یې نورې ډلې لکه القاعده او ټي‌ټي‌پي چې ملګرو ملتونو یې یادونه کړې، افغانستان کې حضور نه لري.

مجاهد دغه څرګندونې وروسته تر دې کوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر بندیزونو د څار کمېټې ویلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د القاعده او داعش په څېرو ډلو لپاره په خوندي ځای بدل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د عمومي غونډې یو انځور
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د عمومي غونډې یو انځور

د ملګرو ملتونو په راپور کې په مشخص ډول په افغانستان کې د القاعده، داعش او د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي د حضور یادونه شوې ده.

د راپور له مخې د تېر کال په اوږدو کې القاعده خپلې تنظیمي چارې پیل کړي او د کابل او ننګرهار په ګډون یې پنځو ولایتونو کې د روزنې کمپونه جوړ کړي دي.

د چارو کتونکی او د امریکا د ویسکانسن پوهنتون استاد نجیب ازاد وایي، د القاعده او ټي‌ټي‌پي په تړاو د ملګرو ملتونو اندېښنې پر ځای دي.

د چارو کتونکی او د امریکا د ویسکانسن پوهنتون استاد نجیب ازاد
د چارو کتونکی او د امریکا د ویسکانسن پوهنتون استاد نجیب ازاد

ازاد وویل: "که په څېړنیز ډول دې مسلې ته وکتل شي، نو بې له شکه چې دا کره والی لري، لومړی دا چې د طالبانو او القاعدې د درې لسیزو اوږدمهاله اړیکې، بل دا چې نړۍ په ښکاره ولیدل چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري په کابل کې، په هغه میلمستون کې چې ادعا وشوه د سراج الدین حقاني و، هدف ګرځي. دا هغه څه دي چې ډېر ښکاره دي چې د دوی ترمنځ اړیکې شته. د ټي ټي پي او طالبانو هم خورا ډېر اوږدې اړیکې دي، نه یوازې دا چې یوه ایډیولوژي ده، بلکه د دې ترڅنګ یې د یوه او بل کوربه توب هم کړی دی."

د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې په خپل وروستي راپور کې چې د تېرې چهارشنبې په ورځ یې خپور کړی، دغه راز ویلي، د القاعده مشر سیف العدل چې ویل کېږي ایران کې دی، کونړ او نورستان ولایتونو ته ځینې عربان استولي چې د روزنې چارې پرمخ یوسي او د دې ډلې له مشرتابه سره اړیکې ټينګې کړي دي.

د راپور د معلوماتو له مخې د افغانستان ځینو ولایتونو کې د طالبانو چارواکي د میشتو ترهګرو ډلو په وړاندې نرم دریځ لري او په وینا یې همدې چارې دې ته زمینه برابره کړې چې د ترهګرۍ لمن ګاونډیو هېوادونو ته پراخه شي.

ارشیف: د ټي‌ټي‌پي وسله‌وال غړي. پاکستان په ځلونو ویلي چې په افغانستان کې طالبانو د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي غړیو ته خوندي ځایونه ورکړي دي.
ارشیف: د ټي‌ټي‌پي وسله‌وال غړي. پاکستان په ځلونو ویلي چې په افغانستان کې طالبانو د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي غړیو ته خوندي ځایونه ورکړي دي.

پر ملګرو ملتونو سربېره تر دې وړاندې پاکستان او د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونو هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه اندېښنه ښودلې او د ځان په وړاندې يې ګواښ بللی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG