د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

د محرم یا عاشورا لسمه؛ په افغانستان کې د عاشورا مراسم څه ډول نمانځل کېږي؟


ارشیف: په بلخ کې د محرم د نمانځنې له مراسمو یو انځور
ارشیف: په بلخ کې د محرم د نمانځنې له مراسمو یو انځور

عاشورا، چې د ګڼو نورو مسلمانانو تر څنګ اکثریت شیعه مذهبي افغانان یې په ځانګړو مراسمو نمانځي، یو شمېر دوی وایي، سږ کال پرې د طالبانو حکومت له‌خوا محدودیتونو لګېدلي دي.

که څه هم د محرم لسمه د نړۍ په ګوټ کوټ کې د مسلمانانو له لوري په بېلابېلو مراسمو او عباداتو سره نمانځل کېږي، خو شیعه مذهبي مسلمانان یې د حضرت محمد(صلی الله علیه وسلم) د لمسي حسین بن علي (رضی الله عنه) د شهادت د ورځې په توګه په ویر نمانځي.

په افغانستان کې بیا یو شمېر شیعه مذهبي افغانان ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت له لوري پر دوی د لګول شویو محدودیتونو له امله دوی دا ورځ د تېر په شان نه‌ده نمانځلې.

اسدالله وايي: هر کال به موږ مزار شریف کې له ټولو تکیه‌خانو ټولېدو او روضې ته به تلو، خو دا ۳ کلونه کېږي چې اجازه نه‌لرو همدا یو محدودیت دی.

د مزارشریف ښار یو اوسېدونکي اسدالله ازادي راډیو ته وویل: "هر کال به موږ مزار شریف کې له ټولو تکیه‌خانو ټولېدو او روضې ته به تلو، خو دا ۳ کلونه کېږي چې اجازه نه‌لرو همدا یو محدودیت دی، بل سږ کال هر څوک په خپلو تکیه‌خانو او ځایونو کې دي څوک اجازه نه‌لري، عَلم بیرون ښار او روضې ته راوباسي."

د کابل ښار د دشت برچي سیمې یوې اوسېدونکې هُما هم د طالبانو د حکومت له‌خوا پر مراسمو د محدودیتونو خبره کوي.

هُما وايي: "زه خپله چې نن ۷ جوماتونو باندې ګرځېدلې یم په هېڅ ځای کې مې سقاخانې ونه لیدې یعنې دوی خلک نه‌دي پرېښي چې خپل نذرونه وویشي."

د غزني ولایت یوه اوسېدونکې فاطمه هم د دې محدودیتونو او بندیزونو خبره تاییدوي او له طالبانو غواړي چې د ټولو افغانانو عقایدو او دیني، مذهبي ارزښتونو ته دې درناوی وکړي.

هغې ازادي راډیو ته وویل: "عاشورا یوازې د شیعه مذهبو خلکو نه‌ده، بلکې د نورو مذهبونو خلک یې هم نمانځي، طالبانو سږ کال ډېر محدودویتونه لګولي، زه فکر کوم چې د یوې ډلې خلکو اعتقاداتو ته بې‌احترامي ده، زه د یوې مسلمانې په توګه له امارت ( طالبانو) غواړم چې د ټولو خلکو عقایدو ته دې درناوی وکړي."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه څو د دغو خلکو د نیوکو، ادعاوو او غوښتنو په اړه د طالبانو د حکومت ځواب ولري، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد له ازادي راډیو سره له خبرو کولو ډډه وکړه.

خو د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې د محرم او عاشورا په ورځو کې د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړی او ویلي یې چې ګڼ شمېر امنیتي کسان یې په دندو ګمارلي.

ارشیف: د طالبانو له واکمنۍ مخکې په بلخ کې به د عاشورا مراسم په براخه کچه نمانځل کېدل.
ارشیف: د طالبانو له واکمنۍ مخکې په بلخ کې به د عاشورا مراسم په براخه کچه نمانځل کېدل.

دوی د خلکو پر همکارۍ ټینګار کړی او له ښاریانو یې غوښتي چې د محرم او عاشورا په ورځو کې د امنیت په ټینګښت کې د هر ډول مشکوکو کړنو په اړه مسوولانو ته خبر ورکړي.

تراوسه د هېواد له کوم ولایت یا سیمې د کومې امنیتي پېښې راپور نه‌دی ورکړل شوی او شیعه ویر کوونکو هم ازادي راډیو سره په خبرو کې خوښي څرګنده کړې، چې د دوی د مراسمو د ځایونو امنیت نیول شوی دی.

د یادونې ده چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال به د محرم میاشتې له لومړۍ تر دیارلسمې نېټې په ځانګړي ډول د محرم لسمه د عاشورا ورځ د افغانستان په ګڼو جوماتونو، تکیه‌خانو او سقا خانو کې په ځانګړو مراسمو سره لمانځل کېده.
خو په وروستیو کلونو کې پر شیعه مذهبو افغانانو بریدونو ویرې چې د ډېریو مسوولیت یې داعش خراسان څانګې منلی، دا مراسم کم‌رنګه او اغېزمن کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG