د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

یو شمېر شیعه افغانان د محرم په مراسمو کې پر محدودیتونو نیوکه کوي


هرات ولایت
هرات ولایت

په افغانستان کې یو شمېر شعیه مذهبه ادعا کوي چې د طالبانو حکومت په ځانګړې توګه په محرم میاشت کې مذهبي ازادۍ ترې اخیستي دي.

له دې ډلې جواد او علیزاده د خپلې سیمې د نوم د نه ښوولو په شرط ازادي راډیو ته وویل:

“زموږ په سیمه کې چې څو رقمه محمدودیتونه لګول شوي، دا دي چې زموږ اذان باید په لوړ غږ نه وي، په سپیکر کې باید نه وي، بل زموږ مذهبي مراسم لکه عاشورا، د محرم لس ورځې یې زموږ په جوماتونو کې بندې کړي ، موږ په ډېرو سختو شرایطو کې دا مراسم نمانځلو.”

“له بده مرغه سقا خانې یې، چې د امام حسین د نظرونو او ژوند د طریقو د نشرولو د مرکزونو لپاره کارول کېدې، بندې کړې دي، له بده مرغه د جوماتونو د لوډسپیکرونو غږونه یې بند کړي او نه یې پرېږدي چې دا نوحې او مراسم په لوړ غږ واورو، موږ خبر شوو چې حسیني بیرغونه یې هم راټیټ کړي دي.”

دوی دا شکایتونه په داسي حال کې کوي چې له تېرې ورځې راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د محرم او عاشورا د مراسمو د ځانګړو بیرغونو او بلبورډونو د راښکته کېدو تصویرونه ښيي.

ازادي راډیو د دغو ویډیوګانو کره والي نه شي تاییدولی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د دوی د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دغو ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

خو د عاشورا او محرم مراسمو د نمانځنې د ولسي کمیټې ویاند عبدالله افضلي د بیرغونو د راټولو موضوع تایید کړه.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

“ له ښاروالۍ نه ځینو کسانو ځینې اقدامات وکړل، په قلعه شاده او برچي سیمو کې یې څو بیرغونه راښکته کړل او په هغه لیدنه کې چې پرون مو مشرانو د رئیس الوزرا له مرستیال او د استخباراتو له مرستیال سره درلوده، په کې یې ټینګار کړی چې موږ دوی ته لارښوونه کوو چې نور دا کار ونه کړي.”

د هغه په خبره، د طالبانو حکومت یوازې په کابل ښار کې د محرم او عاشورا مراسمو د امنیت ساتلو لپاره ۲۰ زره ځواکونه ګمارلي دي.

ښاغلي افضلي زیاته کړه چې د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت هم اعلان کړی چې ۵۰ زره جوماتونه، حسینیې او تکیه خانې به په ټول افغانستان او ۵۰۰ جوماتونه او تکیه خانې به یوازې په کابل ښار کۍ د محرم او عاشورا مراسم ترسره کړي.

هرات هم یو له هغو ښارونو او ولایتونو دی چې تېره ورځ په کې د محرم مذهبي بیرغونه په کې راښکته کړل شوي دي.

خو په هرات ولایت کې د طالبانو د حکومت والي حیات الله مهاجر وایي چې په دې ولایت کې د عاشورا مراسمو د نمانځلو لپاره یوه ګډه کمیټه جوړه شوې ده.

نوموړي په هغه تصویري کلیپ کې چې په هرات ولایت کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور رئیس پر خپله ایکسپاڼه خپور کړی، ویلي:

“د دې لپاره چې زموږ هېوادوال د عاشورا مراسم په امن کې ونمانځي، له وړاندې ورته یو ګډ کمېسیون جوړ شوی، دوی پرله پسې مجلسونه کړي دي، موږ هیله من یو چې دا مراسم له کومې امنیتي ستونزې پرته ترسره شي.”

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت پر خپله ایکسپاڼه د محرم او عاشورا په ورځو کې د ځانګړو امنیتي تدابیرو د غوره کولو خبره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د عاشورا ورځې رخصتي د افغانستان له رسمي جنترۍ لرې کړې او تېر کال یې د دوی په خبره د امنیتي ګواښونو له امله د محروم او عاشورا مذهبي مراسمو پر څرنګوالي محدودیتونه لګولي وو.

XS
SM
MD
LG