د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

د محرم لسمه یا د عاشورا ورځ؛ خلک: طالبانو د دې مراسمو په نمانځلو محدوديتونه لګولي


ارشیف: په کابل کې د محرم د نمانځلو یو مخکینی انځور
ارشیف: په کابل کې د محرم د نمانځلو یو مخکینی انځور

دا ورځ په افغانستان او یو شمېر اسلامي هېوادونو کې په خاصو مراسمو او ختمونو سره نمانځل کېږي.

د طالبانو حکومت د دې ورځې په درشل کې په کابل او ولایتونو کې ځانګړي امنیتي تدابیر اعلان کړي دي.

په ورته وخت کې یو شمېر خلکو شکایت کړی چې د مراسمو په ترسره کولو کې محدودیتونه لګول شوي دي.

په کابل کې د محرم او عاشورا د مراسمو د ولسي کمېټې مشر انجینیر لطیف له ازادي راډیو سره په خبرو کې له امنیتي تدابیرو خوښي وښوده، خو ویې غوښتل چې امنیتي ځواکونه له خلکو سره ښه چلند وکړي.

هغه وويل: "ځینې محدودیتونه چې دوی لګولي دي، موږ ترې په ډېر صمیمیت غواړو چې سم چلند وکړي، ځینې کدورتونه رامنځته کېږي او د خلکو تر منځ واټن راولي چې ښه خبره نه ده. موږ له دغو وروڼو (طالب ځواکونو) غواړو چې له خلکو سره ښه چلند وکړي."

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د محرم او عاشورا لپاره یې ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي.

ارشیف: طالبان وايي چې د عاشورا د مراسمو لپاره یې امنیتي تدابیر نیولي دي.
ارشیف: طالبان وايي چې د عاشورا د مراسمو لپاره یې امنیتي تدابیر نیولي دي.

دغه وزارت په‌دې رابطه خپل بیان کې ویلي چې د عامه ساتنې پولیسو له نورو ادارو سره په همغږۍ د عاشورا د نمانځلو لپاره امنیتي تدابیر نیولي او له خلکو غواړي چې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

په افغانستان کې یو شمېر شیعه‌ګانو سږ کال په محرم میاشت کې د طالبانو د رژیم پر محدودیتونو انتقاد کړی دی.

د کابل یوه اوسېدونکي جواد ازادي راډیو ته وویل: "زموږ په سیمه کې څو محدودیتونه دي چې له ډلې یې باید زموږ اذان په لوړ غږ نه وي، په لوډسپیکر باندې هم نه وي. زموږ په جوماتونو کې د عاشورا او محرم مذهبي مراسم منع شوي دي. موږ مراسم ډېر په سختۍ ترسره کوو."

د عاشورا مراسم په وروستیو کلونو کې په ځانګړې توګه د کابل په لوېدیځ کې د شیعه‌ګانو په سیمه کې د خونړیو بریدونو شاهد وو.

د اسلامي دولت ډلې داعش خراسان څانګې د ۲۰۲۲م کال د عاشورا پر مهال د کابل په لوېدیځ کې د یو لړ چاودنو مسوولیت منلی و چې د راپورونو له‌مخې لږترلږه اته کسان ووژل شول او ۱۸ نور په‌‌کې ټپیان شول چې ورسره ملګرو ملتونو له طالبانو د بشپړو څېړنو غوښتنه هم وکړه.

سږ کال د عاشورا د مراسمو په درشل کې طالبانو پورې تړلو رسنیو په کابل کې د اسلامي دولت ډلې، داعش خراسان څانګې د یوه مشر د نیولو خبر ورکړی.

په دې تړاو د طالبانو د حکومت په خبرپاڼه کې راغلي چې د داعش دا یو مشر یې د کابل ښار په پنځمه حوزه کې د عملياتو پر مهال له یوه اندازه وسلو سره نیولی دی.

د راپورونو له‌مخې دغه کس او ورسره تړلې ډلې یې د محرم په مراسمو د بریدونو پلان درلود.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG