د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

افغانستان کې نن د عاشورا مراسم له یو لړ محدودیتونو سره ترسره کیږي


یو شمېر طالبان د عاشورا مراسمو د امنیت ساتلو پر مهال - ارشیف
یو شمېر طالبان د عاشورا مراسمو د امنیت ساتلو پر مهال - ارشیف

نن د عاشورا مراسم په داسې حال کې ترسره کېږي چې طالبانو له شیعه ګانو غوښتي چې د محرم مراسم محدود کړي.

سږني مراسم په داسې حال کې اجرا کېږي، چې طالبانو د شیعه ګانو د مراسمو لپاره ځینې محدودیتونه اعلان کړي دي.

په هغو ویډیوګانو کې چې د چهارشنبې په ورځ په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې، د طالبانو د حکومت امنیتي ځواکونه لیدل کېږي چې یو شمېر شیعه ګان تیت پرک کوي.

د طالبانو د حکومت د کابل د امنیه قوماندانۍ ویندوی خالد ځدراڼ پرون (پنجشنبې) په څو ټویټونو کې ولیکل، چې ځینو کسانو د مذهبي مراسمو په پلمه په واټونو کې بې نظمي جوړوله خو امنیتي ځواکونو د هغوی د خوندیتوب لپاره د بې نظمۍ مخه ونیوله.

په همدې حال کې د شیعه ګانو یوه مذهبي مشر محسن حجت په کابل کې د محرم په مراسمو کې له شیعه ګانو وغوښتل چې د طالبانو له لوري د لګول شویو محدودیتونو پروا ونه کړي.

طالبانو ویلي چې د محرم د مراسمو مخه نه نیسي، مګر د دې لپاره چې امنیت یې خوندي کړای شي، له هغوی څخه یې غوښتي چې په ځانګړو ځایونو کې مراسم جوړ کړي.

خو محسن حجت وايي چې باید د دوی مراسم په ځانګړو ځایونو پورې رالنډ نه شي او شیعه ګان دې د مراسمو لپاره راووځي.

په کابل کې د عاشورا مراسمو یوه څنډه - ارشیف
په کابل کې د عاشورا مراسمو یوه څنډه - ارشیف

په همدې حال کې د افغانستان د شیعه عالمانو شورا د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د محرم له ماتم کوونکو وغوښتل چې نن د محرم په لسمه دې د ویر لپاره په ډله واټونو ته نه راوځي.

په دغه اعلامیه کې د محرم له ماتم کوونکو غوښتل شوي چې په کابل کې دې په انفرادي ډول ابوالفضل او سخي زیارتونو ته ولاړ شي.

په اعلامیه کې راغلي، چې دوی دا پرېکړه د امنیتي دلایلو پر بنسټ کړې ده.

دې شورا په پیل کې له هرراز محدودیت پرته د مراسمو د جوړېدو غوښتنه کړې وه.

د افغانستان د شیعه عالمانو شورا د دارلانشا رييس سید حسین عالمي بلخي د هغو محدودیتونو په اړه چې د عاشورا په سږنیو مراسمو کې د طالبانو له لوري لګول شوي، ازادی رادیو ته وویل: "البته ډیر (بندیزونه) نه دي چې شمېر یې کړم، دوی وايي په لویو ښارونو لکه: کابل، مزارشریف اوهرات کې چې کوم مراسم جوړېږي، هغه دې محدود شي یعني د مراسمو د مرکزونو شمېر دې کم شي چې امنیت یې وساتلی شي، دوی وايي کې مرکزونه زیات او تیت پرک وي بیا یې امنیت نه شي ساتلی."

په تېرو کلونو کې په کابل کې د محرم پر مراسمو خونړۍ حملې شوي او عموماً یې داعش ډلې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

تېر کال سره له دې چې طالبانو د محرم د مراسمو لپاره کلک تدابیر غوره کړي وو، دوې چاودنې وشوې خو د ورتېرو کلونو په شان یې مرګ ژوبلې نه لرلې.

XS
SM
MD
LG