د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

افغانستان کې د عاشورا مراسم؛ موسی: د محدودیتونو له کبله مراسم په ښه توګه نه شو نمانځلی


ارشیف
ارشیف

نن د جمعې ورځ په کابل ښار او ځینو نورو ولایتونو کې شیعه‌ګانو د محرم د لسمې د عاشورا د ورځې مراسم ترسره کړل.

تر اوسه ياد مراسم په عادي ډول روان دي او کومه امنيتي پېښه نه ده رامنځته شوې.

ځينې ماتم کوونکي ازادی راډیو ته وايي چې سږ کال يې مراسم په امنه فضا کې ترسره کړل او د کومې امنیتي پېښې شاهدان نه وو.

په بغلان ولایت کې د عاشورا یو ماتم کوونکي محمد ازادي راډیو ته وویل چې سږ کال خلک کولای شي په امنه فضا کې خپل مراسم ترسره کړي.

هغه وايي: "د امنیت ټینګښت د تېرو کلونو په پرتله ډېر ښه دی، ځکه څو تکیه خانو ته ولاړو، امنیت ډېر ښه و، سږ کال خلک په ارامه زړه د امام حسين د ماتم مراسم ترسره کوي."

خو په کابل ښار کې، يو شمېر ماتم کوونکي وايي چې سږ کال يې دا مراسم د تېرو کلونو په څېر په پراخه ډول ترسره نه کړل.

په کابل کې د موسی په نوم یوه ماتم کوونکي ازادي راډيو ته وویل: "توپیر په دې کې دی، چې د محدودیتونو له امله یې ونه شو کولای د عاشورا ورځ ډېره ښه ونمانځي، یو ځای راغونډ شي او د دیني رسمونو د ژوندي پاتې کېدو لپاره، چې خدای هم د دیني رسمونو د ژوندي ساتلو امر کوي، دا رسم ونمانځي. د امام حسين 'رض' قیام د الهي دین یو لوی رسم دی، خو له بده مرغه مونږ ونه شو کولای چې په سم ډول يې ونمانځو د ټټر وهنې لوی لوی ګروپونه جوړ کړو، هیله من یم د نن ورځ مراسم پرته له کومې امنیتي پېښې پای ته ورسېږي."

د طالبانو حکومت تر دې وړاندي ویلي وو چې دا محدودیتونه د ماتم کوونکو د امنیت د تامین لپاره وضع شوي دي.

له دې سره هممهاله په کابل کې یو شمر ویر کوونکو ازادي راډیو ته ویلي چې له نن سهاره ډېری مخابراتي شبکې په پلازمېنه کې کار نه کوي، خو طالبانو تر اوسه د دغې ستونزې په اړه څه نه دي ویلي.

سره له دې چې طالبانو ویلي وو چې دوی به د عاشورا ورځې د مراسمو مخه ونه نیسي او د شیعه‌ګانو د امنیت د تامین په خاطر یې په ټاکل شویو ځایونو کې د دې مراسمو د ترسره کولو غوښتنه کړې ده.

ارشیف: طالبانو په کابل کې د عاشورا د مراسمو امنیت نیولی دی.
ارشیف: طالبانو په کابل کې د عاشورا د مراسمو امنیت نیولی دی.

خو د کابل ښار د شهید مزاري پر سړک یوې بلې ماتم کوونکې فهیمې ازادي راډیو ته وویل چې نن سهار د دوی مراسم د طالبانو له خوا له تاوتریخوالي سره مخ شول.

هغې زیاته کړه: "ښځې او نارینه ټول په سړکونو روان وو، خو بندیز ولګېد، اسلامي امارت هوایي ډزې وکړې، دوی ډېرې مرمۍ وتوغولې ان يو ماتم کوونکی يې ووهه، چې د نورو ماتم کوونکو په منځګړیتوب خوشې شو."

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په دې اړه د ازادي راډیو د خبریال پوښتنې ځواب نه کړې.

تر دې وړاندې هم د طالبانو له خوا د ماتم کوونکو د وهلو او ډبولو راپورونه او ویډیوګانې خپرې شوې وې، خو په کابل ښار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د پنجشنبې په ورځ وویل چې یو شمېر کسانو د مذهبي مراسمو په پلمه په سړکونو کې ګډوډي رامنځته کړې وه او د طالبانوامنیتي ځواکونو د دوی د مصئونیت په موخه د ګډوډیو مخه ونیوله.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا د چهارشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې له ماتم کوونکو وغوښتل چې د امنیتي اندېښنو له امله د محرم د میاشتې په لسمه نېټه یعنې د جمعې په ورځ په سړکونو کې له ماتم او ډله ییزو خوځښتونو څخه ډډه وکړي.

په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د محرم د لسمې یا عاشورا ماتم کوونکي د خونړیو بریدونو شاهدان وو چې د ډېرو پړه یې داعش ډلې پر غاړه اخیستې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG