په کابل کې پرون یوځل بیا د شیعه ګانو پر یوه جومات برید درنه مرګ ژوبله اړولې او دا په داسې حال کې چې په افغانستان کې د عاشورا ورځې د نمانځلو لپاره تیارۍ روانې دي.
د طالبانو د حکومت امنیتي چارواکي وايي، په دې برید کې اته ولسي وګړي وژل شوي او ۱۸ تنه نور ټپیان دي.
په دې اړه احمدتکل د امنیتي چارو له کارپوه اجمل عمر شینواري سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي دي چې د عاشورا د مراسمو پر مهال څومره د نورو حملو وېره شته؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: