د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

د نړۍ میلیونونه شیعه وګړي د عاشورا مراسم نمانځي


په پاکستان کې د عاشورا د نمانځنې له مراسمو یو انځور
په پاکستان کې د عاشورا د نمانځنې له مراسمو یو انځور

د نړۍ میلیونونه شیعه وګړي نن جمعه د عاشورا مراسم نمانځي.

شیعه ګان چې د نړۍ د شاوخوا ۱،۸ میلیارد مسلمانانو په سلو کې لس برخه جوړوي نن په کربلا کې د اسلام د پیغمبر د لمسي امام حسین له شهادت څخه ۱۳۴۰ کاله وروسته د هغه په یاد د ویر مراسم جوړوي.

په افغانستان، ایران، پاکستان، عراق، لبنان او نورو هېوادونو کې چې شیعه مسلمانان پکې اوسي، د دې ورځې مراسم له څو ورځو راهیسې پیل شوي دي. په دې مراسمو کې ویرجن کسان تورې جامې اغوندي، تور او سره بیرغونه ګرځوي او د ویر په دود خپلې سینې په لاسونو او ځنځیرونو وهي.

په افغانستان کې د محرم نمانځنې لپاره چمتووالی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:11 0:00

عاشورا د عراق او لبنان په څېر په ځینو اسلامي هېوادونو کې سبا شنبې نمانځل کېږي.

تمه ده چې د لبنان د پلازمېنې بیروت بازارونه به سبا بند وي او ویرجن زیارت کوونکي به د عراق په کربلا ښار کې چې امام حسین یې د طلایي ګنبدې لرونکي زیات کې ښخ دی، راټول شي.

په ایران کې چې ځان د ټولې نړۍ د شیعه مذهب مشر بولي، داسې مهال چې دا هېواد له لوېدیځ سره د خپل اټومي پروګرام پرسر دښمني کوي، د امام حسین د شهادت تاریخ سیاسي بڼه غوره کړې.

د ایران دولتي تلوېزیون د ټول هېواد په کچه د محرم مراسمو وښودل.

په دې مراسمو کې په تورو جامو کې کسان ښکاري چې په ځانګړي ضرب سره خپلې سینې وهي، پر سرونو یې سرې پټۍ تړلې او پر بنرونو یې په تور او سره لیک د حسین نوم لیکلی.

په دې مراسمو کې ویناوالو لوېدیځ، اسراییل او متحدایالات په ۲۰۲۰ کال کې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د سپاه پاسداران د قدس ځواک د مشر قاسم سلیماني په وژنه وغندل.

په پاکستان کې بیا چارواکو امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې خبرداری ورکړی چې په لویو ښارونو کې ښايي تروریستان د عاشورا پر مراسمو برید وکړي.

پاکستان کې امنیتي ځواکونو د عاشورا مراسمو د نمانځنې لپاره تدابیر نیولي دي.
پاکستان کې امنیتي ځواکونو د عاشورا مراسمو د نمانځنې لپاره تدابیر نیولي دي.

په پاکستان کې د عاشورا تر ټولو پراخ مراسم د پنجاب ایالت په لوی ښار لاهور کې جوړېږي.

په دې ښار کې لاله مخکې د پولیسو زرګونه اضافي ځواکونه ځای پرځای شوي دي.

په کراچۍ او نورو ښارونو کې هم د عاشورا په مناسبت ځانګړي مراسم جوړ شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG