افغانستان
د طالبانو حکومت له افغانستانه د پېښ امنيتي ګواښ په اړه د اصف دراني څرګندونې رد کړې
د طالبانو حکومت د افغانستان لپاره د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي اصف دراني هغه څرګندونې رد کړي دي چې وايي، ترهګرې ډلې ښايي د افغانستان له خاورې یوبل لوی برید وکړي.
ښاغلي دراني څو ورځې مخکې په یو بحث کې ویلي و، د افغانستان وضعیت هومره کړکېچن دی چې ښايي لهدې هېواده پر متحدهایالتونو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې حملې ته ورته حمله وشي.
خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ویلي چې، د افغانستان د امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه د دراني څرګندونې منحرفوونکې دي او د افغانستان له وضعیت سره سمون نهلري.
ښاغلی ضیا احمد وايي، د طالبانو حکومت په افغانستان کې داعش ډله ځپلې ده، خو دی زیاتوي چې که له ډیورنډ کرښې هاخوا د داعش پټنځایونه لهمنځه ولاړ شي، نو د دې ډلې لهخوا پېښ ګواښونه به هم په بشپړ ډول لهمنځه ولاړ شي.
ضیا احمد وايي، هغه اندېښنې چې دراني د افغانستان په اړه څرګندې کړي تر ډېره په پاکستان پورې اړه لري.
د طالبانو د حکومت او اسلاماباد ترمنځ اړیکې اوس په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټيټيپي د فعالیتونو له کبله ترینګلي شوي دي.
ښاغلی ضیا احمد وايي، چې ټيټيپي د پاکستان کورنۍ مسئله ده او اسلاماباد باید د خپلو امنیتي ناکامیو پړه د نورو غاړې ته وانه چوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ای او ایم: زموږ په نوم جعلي پاڼې د کډوالۍ د کیسونو لپاره له خلکو پیسې غواړي
د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM خبرداری ورکړی چې د دوی په نوم جعلي ټولنیزې پاڼې جوړې شوي او د کډوالۍ د کیسونو په بدل کې له خلکو پیسې غواړي.
آی او ام نن په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې د کډوالۍ د دوسیو په تړاو هېڅ مسوولیت نه لري.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي دا جعلي پاڼې ادعا کوي چې د P-1 او P-2 مرکې د پیسو په بدل کې ترسره کوي.
P1 او P2 قضیې د امریکا د کډوالۍ لپاره دي چې له لارې یې د امریکا د قراردادي شرکتونو افغان کارکوونکي کولای شي د امریکا د بشردوستانه ویزو غوښتنې وکړي.
د طالبانو په بیا واکمنېدو سره امریکا د افغان ژباړونکو او مستقیمو کارکوونکو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو ویزو SIV سربېره د امریکا د قراردادي شرکتونو افغان کارکوونکو ته د P1 او P2 ویزې هم پیل کړې.
ګڼ افغانان له دې لارې امریکا ته تللي خو لا هم زیات شمېر افغانان په افغانستان یا نورو ګاونډیو هېوادونو کې د خپلو دوسیو د پروسس په تمه ناست دي.
د یوناما په دفتر کې په ډزو یو کس وژل شوی او بل ټپي دی
نوي معلومات:
په کابل کې د ملګرو ملتونو په یوه دفتر کې په ډزو سره یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د یوناما مطبوعاتي دفتر دا خبره ازادي راډیو ته تایید کړه او ویلي یې دي چې پېښه یکشنبه له غرمې وروسته شوې ده.
د یوناما په خبره وژل شوی د طالبانو غړی دی او د ملګرو ملتونو یو نړیوال قراردادي ساتونکي برسېرن ټپي شوی دی.
مخکیني معلومات:
په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما په دفتر کې په ډزو سره یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.
رویټرز راپور ورکړی چې پېښه نن غرمه مهال شوې ده.
د راپور په اساس ډزې د طالبانو اړوند ساتلونکو کړي دي او په اړه یې څېړنې روانې دي.
د دې پېښې ډېر جزییات او د وژل شویو کسانو په اړه معلومات لا نه دي رسنیز شوي.
په کابل کې د طالبانو امنیتي چارواکو هم د دې خبر تر لیکلو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکتورونو د ۴.۵ ملیون ډالري تړونونو لاسلیک
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکتور ترمنځ د ۴.۵ ملیون ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک شول.
وزارت د قراردادونو د لاسلیک اعلان پرون ناوخته په ایکس پاڼه کې په یوه بیان کې خپور کړی پرته له دې چې جزئیات ورکړي.
د ازبکستان د پانګونې د مشر عزیز بیک صلاح الدینوف په مشرۍ یو ازبکستانی پلاوی د شنبې په ورځ کابل ته ورسید.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر احمدالله زاهد د یکشنبې په ورځ له پلاوي سره وکتل ترڅو د کابل او تاشکند ترمنځ د ګډې پانګونې په اړه بحث وکړي.
که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه د کوم هیواد لخوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی؛ خو ازبکستان یو له هغو هېوادونو دی چې له طالبانو سره یې اړیکې ټینګې کړي او د دې ډلې ډیپلوماټ یې منلی دی.
د بشري حقونو مدافعان: د طالبانو منتقد دیني عالمان دې خوشي شي
د بشري حقونو د مدافعینو ټولنې د هغو دیني عالمانو د خوشې کولو غوښتنه کړې چې د طالبانو منتقدین دي.
دغې ټولنې د یکشنبې په ورځ ناوخته په یوه بیان کې وویل، دیني عالمانو د نجونو د زده کړو، د یو بل منلو، په ټولو باندې د قانون یو شان حاکمیت، د اتباعو ترمنځ د تبعیض له منځه وړلو او په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت د جوړولو په ملاتړ خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دیني عالمانو له خوا دا غوښتنې د ټولو افغانانو غوښتنې دي او هیڅوک حق نلري چې د خلکو ارادې او غوښتنو ته سپکاوی وکړي.
د راپورونو له مخې، د طالبانو استخباراتو تېره سه شنبه د طالبانو دری منتقد دیني عالمان عبدالقادر قانت، محمود حسن او عبدالعزیز شجاع په کابل کې نیولي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د محمود حسن ورور د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی حسن شکنجه شوی او په نازک حالت کې دی.
هغه د بشري حقونو پر سازمانونو غږ وکړ چې د هغه د ورور د خوشې کولو لپاره سمدستي اقدام وکړي.
تېره میاشت څه باندې ۴ لکه ټنه مواد د افغانستان له رېل لارو انتقال شوي
د طالبانو د فواید عامې وزارت وايي چې په جدي/مرغومي میاشت کې څه باندې ۴۰۰ زره متریک ټنه توکي د افغانستان د اورګاډي له لارې لیږدول شوي دي.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي چې دا توکي د حیرتان، آقینه، تورغونډۍ او هرات-خاف د اورګاډي پټلۍ له لارې انتقال شوي.
د هغه په خبره نفتي او غیر نفتي مواد او نور محصولات صادر او وارد شوي.
د فواید عامې وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې، شاوخوا ۳.۲ میلیونه میټریک ټنه مواد د هیواد د اورګاډي پټلۍ له لارې انتقال شوي.
ډبلیو اف پي وايي ګڼ کلي د وچکالیو له کبله په کنډوالو بدل شوي
د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د څانګې مشرې حسیاوو وي لي Hsiao-Wei Lee ویلي چې د وچکالیو په خاطر ګڼ کلي له خلکو خالي او په کنډوالو بدل شوي.
هغې پرون د ډبلیو اف پي افغانستان څانګې په ایکس پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې د وچکالیو د اثراتو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
مېرمن لي ویلي چې ګڼو افغانانو خپل کلي د اوبو د نشتوالي او وچکالی په سبب پرېښي یا په هېواد دننه نورو سیمو ته کډه شوي یا له هېواده وتلي دي.
هغې ویلي تر ټولو زیانګالي خلک لا هم په دې سیمو کې پاتې دي چې نورو سیمو ته د تلو وس نه لري.
د ډبلیو اف پي دې مشرې ویلي چې ملګري ملتونه او همکارې موسسې یې دغو زیانګالو خلکو ته د پاکو اوبو او خوړو د برابرولو هڅه کوي.
افغانستان د نړۍ له لسو هغو هېوادونو دی چې د اقلیمي بدلونو له کبله اغېزمن شوی دی.
شهبازشریف ویلي له افغانستان سره په ګډه د پولیو د له منځه وړلو هڅې کوي
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي له افغانستان سره په همغږۍ د پولیو د له منځه وړلو هڅه کوي. شریف دا خبره د یکشنبې په ورځ د پولیو د واکسیناسیون د پیل په مناسبت کړې ده.
د شریف په خبره چې یواځې د ګډو هڅو له لارې د دې ویروسي ناروغۍ شنډول ممکن دي.
هغه نه دي ویلي چې افغانستان سره په کومه بڼه د پولیو په له منځه وړلو کې همکاري یا همغږي کوي.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یواځیني دوه هېوادونه دي چې پولیو لا پکې نه ده ختمه شوې.
پاکستان کې تېر کال د پولیو ۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
په افغانستان کې هم تېره اوونۍ د پولیو د له منځه وړلو په هدف د واکسیناسیون یوه دوره پیل شوه څو شپږ میلیونه ماشومان واکسین شي.
د امریکا د مرستو په ځنډېدو د پولیو د واکسین د تطبیق هڅې هم له خطر سره مخ شوي خو د پاکستان صدراعظم ډاډ ښوولی چې د سعودي عربستان او د بېل او میلنډا ګېټس بنسټ په مرسته به د پولیو ضد هڅې جاري وساتل شي.
ایراني پوځیانو یو افغان کډوال وژلی او یو یې ټپي کړی
د ایران د سیستان او بلوچستان په سراوان ښار کې د افغان کډوالو په یوه موټر باندې په ډزو سره یو کډوال وژل شوی او یو بل ټپي دی.
دا خبره د ایران د بشري حقونو د څار یوه سازمان حال وش د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې کړې ده.
د حال وش د راپور په اساس موټر له سراوان څخه خاش سیمې ته روان وو چې ایراني پوځيانو پرې ډزې وکړې.
د سرچینو په خبره موټرچلوونکی له سیمې تښتېدلی او روغتون ته د ټپیانو د انتقال لپاره هېڅ ګام نه وو پورته شوی.
په ایران کې مخکې هم په ځینو موټرو چې افغان کډوال پکې سپاره وو ایراني پوځیانو ډزې کړي.
د ۲۰۲۰ کال په جون میاشت کې د ایران په یزد ښار کې په یوه موټر د ایراني پوځیانو په ډزو سره موټر اور اخیستی وو چې لږ تر لږه درې افغان پکې مړه او څلور نور ټپیان شول.
هغې پېښې په پراخه کچه عکس العملونه درلودل او له افغان کډوالو او پناه غوښتونکو سره یې د ایراني پوځيانو چلند ظالمانه او غیرانساني بللی وو.
پاکستان ۱۴۱ افغان کډوال له زندانه خوشي او افغانستان ته واستول
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن (یکشنبې) اعلان وکړ چې ۱۴۱ افغان کډوال، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، تازه له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، یاد کډوال د اسلامآباد په یوه محبس کې له دوو تر پنځو ورځو پورې بنديان وو.
تر دې وړاندې پرون پاکستاني رسنیو د خپل هیواد د چارواکو په قول ویلي و چې لسګونه افغان بندیان یې له خپلو زندانونو له خوشي کولو وروسته افغانستان ته لېږلي دي.
د طالبانو د کډوالو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د ننګرهار د تورخم سرحدي مدیریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان په اسلامآباد ښار کې نیول شوي وو او د حاجي کمپ په زندان کې له دوو تر۵ ورځو بند له تېرولو وروسته افغانستان ته انتقال شوي دي.
پرون د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د افغان کډوالو د ایستلو بل پړاو پیلوي.
متقاعدینو یو وار بیا د خپلو حقونو لپاره اعتراض وکړ
متقاعدینو یو وار بیا د شنبې په ورځ په کابل ښار کې اعتراضي غونډه وکړه. د دې غونډې ګډونوالو د طالبانو له حکومت وغوښتل چې د دوی د تقاعد حقونه ورکړي.
په تېرو کلونو کې متقاعدینو په کراتو د کابل ښار په واټونو او د مالیې وزارت مخته لاریونونه کړي خو لا یې څه نتیجه نه ده ورکړې.
د طالبانو مشر هیبت الله اخندزاده په یوه فرمان سره د متقاعدینو حقوق لغوه کړي او امر یې کړی چې د حکومتي کارکوونکو له معاشونو دې د تقاعد پيسې جلا نه شي.
د افغانستان د متقاعدینو د ټولنې په وینا دغه هېواد څه باندې ۱۷۰ زره ملکي او پوځي متقاعدین لري.
متقاعدینو داسې وخت د خپلو معاشونو او حقونو غوښتنه کړې چې د راپورونو له مخې د طالبانو حکومت له شاوخوا دوو میاشتو د دولتي کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړي.
په همدې حال کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ژمنه کړې چې د دلوې/سلواغې میاشتې معاشونه به ژر اجرا شي.