د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

اصف درانی: د سپټمر د ۱۱مې په څېر ورته بريد دا ځل له افغانستانه پېښېدای شي


د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني خبرداری ورکړی چې، دا وار له افغانستانه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې ورته برید پېښېدای شي.

د طالبانو د واکمنۍ د درې کلنو په پوره کېدو سره، افغانستان یو ځل بیا په بحثونو کې یادیږي او ورسره د دغه هېواد پر بشري او امنیتي وضعې اندېښنې راپورته شوي.

د افغانستان نږدې ګاونډی پاکستان یو له هغو هېوادونو دی چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې یې پر امنیتي وضعیت جدي اندېښنې ښوولي.

تازه هم د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني چې افغانستان کې د کار اوږده مخینه لري ویلي چې، د افغانستان وضعیت دومره کړکېچن دی چې ممکن د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې ورته برید دا وار د افغانستان له خاورې پېښ شي.

درانی چې په اسلام‌اباد کې د سفیرانو په یوه غونډه کې غږېده او خبرې یې ګڼو پاکستاني رسنیو له هغې ډلې ایکسپرس تریبیون راپور کړي ویلي چې، نړۍ افغانستان له یاده ایستلی دی.

د دراني په خبره: "افغانستان له یاده ایستل شوی، دې کې هېڅ شک نه‌شته او دا د دوحې درېیمه ناسته کې چې جون کې وشوه یاده هم شوه، بشري مرستې کافي نه‌دي، تېر کال یوازې یو پر دریمه برخه ژمنې عملي شوې."

دراني زیاته کړه چې دم‌ګړۍ د نړۍ پام د اوکراین او غزې جګړو ته اوښتی او نړیوال لومړیتوبونه بدل شوي.

د هغه په خبره دا مسئله افغانستان نور هم شاته پاتې کوي او د سپټمبر ۱۱مې تر برید مخکېنیو شرایطو ته یې بیايي چې هغه وضعیت بیا برید ته زمینه برابره کړه.

دا یوازې درانی نه‌دی چې د افغانستان اړوند شرایط کړکېچن بولي او وايي چې ان د سپټمبر ۱۱مې ورته برید دا وار له افغانستان پېښېدلی شي، تر دې مخکې هم ګڼو پاکستاني چارواکو د افغانستان شرایط د سیمې او نړۍ لپاره خطرناکه بللي او ویلي یې دي چې باید جدي پام ورته وشي.

خو پاکستان پخپله هم تورن دی چې له ترهګرۍ سره یې مبارزه کې رښتینې همکارې نه‌ده کړې.

له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امریکا په جګړه کې پاکستان د همکارۍ په پار میلیاردونه ډالره ترلاسه کړل، خو امریکا پای کې ترې ناخوښه وه او ویل یې چې رښتینې همکاري یې نه‌ده ورسره کړې.

که څه هم طالب چارواکو د اصف دراني دغو څرګندونو ته څه ځواب نه‌دی ورکړی، خو تېره ورځ د افغانستان د خپلواکۍ د بیا ګټلو د ۱۰۵ کلیزې په مناسبت کابل کې جوړو شویو مراسمو ته د طالبانو دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد هم وینا وکړه.

"ټولو ګاونډیو هېوادونو ته ښه پیغام لرو، د ورورګلوۍ پیغام لرو چې هيڅکله کوښښ مه کوئ چې یا پر سرحداتو د ډیورنډ پر فرضي کرښه یا نورو سیمو کې موږ ته مشکلات جوړ کړئ
د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزير

هغه وویل، په هر قېمت چمتو دي چې د افغانستان امنیت وساتي او هيڅکله اجازه نه ورکوي چې د داعش یا نورې وسله‌والې ډلې د دغه هېواد امنیت ګډوډ کړي.

مجاهد ګاونډيو هېوادونو ته په خطاب کې وویل: "ټولو ګاونډیو هېوادونو ته ښه پیغام لرو، د ورورګلوۍ پیغام لرو چې هيڅکله کوښښ مه کوئ چې یا پر سرحداتو د ډیورنډ پر فرضي کرښه یا نورو سیمو کې موږ ته مشکلات جوړ کړئ، یا زموږ په وړاندې خنډونه ایجاد کړئ. موږ که پر سرحداتو باندې حلقوي سړک تېروو، موږ که پر سرحداتو پوستې یا بیزونه جوړوو، موږ که په سرحداتو کې قوتونه ځای پر ځای کوو، دا ستاسو دپاره خطر نه‌دی، بلکې موږ دا د خپل هېواد د ساتنې لپاره کوو، د خپل حریم او د خپل عزت د ساتنې لپاره یې کوو، تر دې موږ هيڅکله نه‌شو تېرېدلی، په هر قېمت به موږ د دې هېواد ساتنه کوو."

د طالبانو دفاع وزارت سرپرست داسې وخت د امنیت د ساتلو او ګاونډیانو سره د ښه چلند خبرې وکړې چې، د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني خبرداری ورکړی چې، د داعش او نورو ترهګرو ډلو حضور افغانستان کې زیات شوی او دې چارې د پاکستان پر امنیت بد اغېز کړی.

هغه اندېښنه ښوولې چې د افغانستان د وضعیت د لا کړکېچنېدو اغېزې بر تر نورو زیات په پاکستان ولویږي ځکه ګڼ افغانان به بیا یو وار بیا دغه هېواد ته کډه شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG