د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

د دايکنډي-غور پر لاره د يو وسله‌وال بريد پر مهال ۱۴ هزاره ملکيان وژل شوي دي


د غور مرکز فيروز کوه يو انځور
د غور مرکز فيروز کوه يو انځور

د دایکنډي ولایت سیمه‌ییزو سرچینو ویلي، د دایکندي-غور پر لاره د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې لږ تر لږه ۱۴ هزاره ملکيان وژل شوي دي.

په دایکنډي کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي، ناپېژاندو وسله‌والو د دایکندي-غور پر سړک د دغه ولایت د اوسېدونکو موټر ودراوه او ډزې یې ورباندې وکړې.

د دایکندي ولایت د سنګ و تخت بندر ولسوالۍ د قریودال کلي یوه اوسېدونکي چې نه‌یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل، دغه کسان د غور ولایت مرکز فېروز کوه ښار ته پر لاره وو، چې د کربلا زیارت کوونکو ته هرکلی ووايي.

څلورو کسانو ورته کمین نیولی و، پر دوی یې ډزې وکړې، څوارلس تنه وژل شوي
د سيمې يو اوسېدونکی

هغه وويل: "د دوی خپلوان او قومونه کربلا ته تللي وو او له هغه ځایه فېروزکوه ته راستانه شوي وو، دا خلک د دوی لیدو ته روان وو، څلورو کسانو ورته کمین نیولی و، پر دوی یې ډزې وکړې، څوارلس تنه وژل شوي، چې ټول ځوان هلکان دي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي."

د ده په وینا ټول قربانيان د قريودال کلي اوسېدونکي دي.

په همدې حال کې د دایکنډي د ولایتي شورا پخواني غړي هادي رحیميزاده ازادي راډيو ته وویل چې دا ډېره زړه بوږنوونکې پېښه ده.

نوموړي وويل: "تر دې دمه موږ ته د ځایي خلکو د راکړل شویو باوري راپورونو له‌مخې، له بده‌مرغه ۱۴ تنه شهیدان شوي او څلور نور ټپیان دي، چې د دوو ټپیانو حالت نازک دی، له بده‌‌مرغه تر دې وړاندې هم دا ډول وحشتناکې پېښې شوې دي."

د پېښې قربانيان ټول ملکيان ښودل شوي دي.
د پېښې قربانيان ټول ملکيان ښودل شوي دي.

د ياد بريد مسووليت داعش وسله‌والې ډلې منلی، د ۱۵کسان د وژل کېدو او شپږو د ټپي کېدو ادعا يې کړې ده.

د دايکنډي سيمه‌ييزو طالبانو هم د دې راپور تر جوړېدو د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ويلي.

په غور کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي عبدالحی زعیم پېښه تاییدوي، خو هغه وويل چې دغه ډزې د غور ولایت په مربوطاتو کې نه‌دي شوي.

د اسلامي دولټ ډلې یا داعش د خراسان څانګې د غور او دایکنډي ترمنځ د پرونۍ حملې مسوولیت ومانه. دا ډله وايي چې په دې برید کې یې ۱۵ تنه وژلي او ۶ ټپیان کړي دي.

دې سختدریځې ډلې د حملې هدف شیعه وګړي بللي او منلې یې ده چې پر ملکي خلکو یې ډزې کړي دي. یوشمیرسرچینو ازادي راډیوته د ۱۴ او فرانسپرس خبري آژانس بیا د ۱۲ کسانو د وژل کیدو خبره کړې ده. د پېښې قربانیان له دایکنډي څخه غور ته د هغو کسانو هرکلي ته تللي وو چې د کربلا له زیارته خپلو کورونو ته بیرته راستانه شوي وو.

XS
SM
MD
LG