د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

د ماینونو له ګواښ سره د ۳،۴ میلیونه افغانانو پر مخامخېدو اندېښنه وښودل شوه


ارشیف: د پروان په غوربند کې دغه ماشوم د ناچاوده توکو د چاودنې له کبله خپله پښه له لاسه ورکړې ده.
ارشیف: د پروان په غوربند کې دغه ماشوم د ناچاوده توکو د چاودنې له کبله خپله پښه له لاسه ورکړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په افغانستان کې نږدې درې نیم میلیونه وګړي د ماینونو او د جګړې د پاتې شویو ناچاودنه مهماتو له امله د زیانمنېدو له دوامداره ګواښ سره مخامخ دي.

اوچا په روان ۲۰۲۴م کال کې په افغانستان کې د ماینونو او جګړو د پاتې شویو ناچاوده مهماتو د چاودنو له قربانیانو او د نورو ماینونو د خنثی کولو لپاره د مرستو د بودیجې کمښت خبره کړې او د ماینونو له ګواښ سره د ۳،۴ میلیونه افغانانو پر مخامخېدو یې اندېښنه ښودلې ده.

اوچا د یکشنبې په ورځ د جولای ۲۱مه ناوخته په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د ۲۰۲۴م کال له جنورۍ تر جون میاشتې په ټول افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو له امله یې د ۲۹۲ ملکیانو مرګ‌ژوبله ثبت کړې چې ۸۸ سلنه یې ماشومان دي.

دې ادارې ویلي، په قربانیانو کې د هرو لسو کسانو له ډلې یې نهه ماشومان دي.

دغه اداره زیاتوي ۵۵ سلنه مرګ‌ژوبله د ماشومانو د لوبو او ۱۵ سلنه یې د اوسپنو د راټولو پر مهال پېښېږي.

دې ادارې د ماینونو او ناچاودو توکو له امله تر ټولو ډېر زیان ګالي ولایتونه کابل، هرات، ننکرهار، غزني او کندهار بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له ماینونو او ناچاودو توکو د قرباني شویو ماشومانو ځینې کورنۍ وایي، دوی او په سیمو کې یې ګڼ نور خلک د ماینونو د شتون له امله له خطر سره مخ او په وېره ژوند کوي.

د پروان ولایت د کوه صافي ولسوالۍ اوسېدونکی تاج محمد وایي، ۱۲ کلن زوی یې د ماین چاودنه قرباني شوی دی.

ارشیف: په بامیان کې یو ماین پاک د ناچاوده توکو د پاکولو پر مهال
ارشیف: په بامیان کې یو ماین پاک د ناچاوده توکو د پاکولو پر مهال

هغه وویل: "په ماین چاودنه کې زما زوی شهید شو، د همدې روژې ۲۱مه ورځ وه چې زموږ مې د کلي یو بل ماشوم سره غره مال بیولی وه، هلته ماینونه ډېردي، دوی له ناپوهۍ نه دا ماین راخیستی و، لکه چې په ډبره یې موښلی وه چې پرې الوتی وه، هغه بل ماشوم به ترې کوم ۵ متره لرې وه چې هغه ټپي شو."

د دې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی عبدالصبور هم وایي چې کلی یې ځکه په ماینونو ډک دی چې په تېرو شلو کلونو کې د جګړو مرکز و.

د پروان اوسېدونکی عبدالصبور وايي: زموږ د سیمې یا کلي د هر کور یو یا دوه کسان د همدې ناچاودنه توکو او یا ماینونو له امله قربانیان شوي دي.

ده ازادي راډیو ته وویل: "زما د خاله زوی د ماین په چاودنه کې داسې ټوټه ټوټه شو چې چا ونه هم لیده، زموږ د سیمې یا کلي د هر کور یو یا دوه کسان د همدې ناچاودنه توکو او یا ماینونو له امله قربانیان شوي دي، دوی به کله رمې څرولې او یا به یې د غربت له امله هڅه کوله چې اوسپنې راټولې کړي چې ماین پرې چاودنه کړې ده."

د کابل د چهاراسیاب ولسوالۍ اوسېدونکی مصطفی بیا وایي، له وړاندې خښ شویو ماینونو یې د اکا څلورو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

هغه وویل: "زما د تره یو کوچنی زوی او یوه لور یې د ماین په چاودنه کې شهیدان شول او دوه نور اولادونه یې ټپیان شول، شهید شوي ماشومان یو یې اتله کاله او بله لور یې د ۱۷ کالونو وه."

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا د شمېرو له مخې، د ۱۹۸۹م میلادي کال راهیسې ۴۵زره افغانان له وړاندې د خښ شویو ماینونو او د جګړو پاتې شویو ناچاودو توکو د چاودنو له امله قرباني شوي چې د دوی په خبره په هره میاشت ۱۱۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دغې ادارې له دې وړاندې د روان کال د اپرېل په درېیمه په یو راپور کې ویلي وو چې د ۲۰۲۳م کال د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو له امله د اوښتې مرګ‌ژوبلې ۸۹ سلنه قربانیان ماشومان وو.

دوی په دې راپور کې دا هم ویلي وو چې د افغانستان ۱،۲ میلیونه متر مربع ځمکه د تېرو جګړو په پاتې شونو ناچاودو توکو او ماینونو ککړه ده.

XS
SM
MD
LG