د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۹ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

افغانستان

د طالبانو له بنده د "جي‌‌آی‌زيډ" مؤسسې څلور غړي خوشې شوي

د GIZ موسسې د مرکزي دفتر لوحه
د GIZ موسسې د مرکزي دفتر لوحه

د جرمني د نړیوالې همکارۍ ادارې "GIZ" څلور کارکوونکي د طالبانو په بند کې له څه کم یو کال تېرولو وروسته خوشې شوي دي.

د جرمني ولټ ام زونټاګ ورځپاڼې نن شنبه د نړیوالو امنیتي سرچینو په حواله د دغو څلورو کسانو د خوشې کېدو راپور ورکړ.

طالبانو په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د تېر کال په نومبر میاشت کې جرمني اعلان وکړ چې د GIZ ادارې څلور محلي کارکوونکي په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا نیول شوي دي.

د جرمني د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت یوه ویاند ویلي وو، د دغو کسانو د نیول کېدو د علت په هکله په رسمي توگه معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

د جي‌ای‌زيډ په نوم دغې نادولتي مؤسسې په افغانستان کې د خپلو کارکوونکو له نيول کېدو وروسته خپل فعاليتونه وځنډول.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته جرمني په افغانستان کې خپل سفارت تړلی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د طالبانو له لوري د لسو کلونو په بند د دوه خبريالانو محکومېدو اندېښنې پارولي

ارشيف
ارشيف

د افغانستان د خبریالانو ملاتړ ادارې د طالبانو له‌خوا په لسو کلونو بند د دوو خبریالانو د محکومولو په پرېکړې اندېښنه ښوولې.

دغه سازمان پرون په خپله وېب‌پاڼه په یوه اعلامیه کې ویلي چې، محمد عارف هجران او احمد کامران په نوم دوه خبریالان د چنګاښ په ۲۶مه د کابل په خیرخانه سیمه کې تر نېول کېدو وروسته سم‌لاسي د طالبانو په پوځي محکمه کې محاکمه شول.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ مرکز ادعا کوي چې هجران او همکار یې لومړی د عاشورا د مراسمو د راپور ورکولو او عکسونو اخیستو او بیا په کابل او ګاونډیو ولایتونو کې د ټولنیزو او امنیتي وضعیت په اړه د راپور ورکولو په تور په اوږد بند محکوم شوي.

طالب چارواکو د دغو ادعاوو په اړه څه نه‌دي ویلي.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ مرکز د دغو دوو خبریالانو اوږدمهاله بند محکوم کړی او پر نړیوالو سازمانونو یې غږ وکړ، چې د هغوی د خوشې کولو لپاره پر طالبانو فشار راوړي.

هند کې دوه افغانان د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نيول شوي دي

هندي پوليس
هندي پوليس

هندي پولیسو دوه افغانان د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور په نوې ډیلي کې نیولي دي.

د ډیلي پولیسو په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې، له دغو دوو افغانانو څخه ۴۰۰ ګرامه هیروین او ۱۶۰ ګرامه کوکاین ترلاسه شوي دي.

د ډهلي پولیسو د دغو دوو افغانانو د هویت په اړه نور جزیات نه‌دي ورکړي، خو د NDTV په ګډون ځینو هندي رسنیو د هندي پولیسو له خولې ویلي چې، دا دوه نیول شوي کسان محمد وارث هاشمي او عبدالنایب نومیږي.

هندي رسنیو راپور ورکړی چې دغه دوه افغانان په ۲۰۲۰ کال کې هند ته تللي وو او هلته یې د کډوالو په توګه ژوند کاوه.

د ايران پوله‌ساتو د ورېښمو پله سره نژدې يو افغان په ډزو وژلی

د ايران يو پوله‌ساتونکی
د ايران يو پوله‌ساتونکی

د افغانستان یو اوسېدونکی ایراني پوله‌ساتو په ډزو سره وژل شوی دی.

پېښه په نیمروز کې د ورېښمو پله سره نژدې شوې.

د نیمروز د امنیه قومندانۍ ویاند ګل محمد قدرت د یک‌شنبې په شپه ازادي راډیو ته وویل، دغه افغان غوښتل په ناقانونه توګه ایران ته واوړي چې ایراني پوله‌ساتونکو ویشتی دی.

پرون ځینو کورنیو رسنیو راپور ورکړ چې، له‌دې پېښې وروسته د افغانستان-ایران لار په ورېښمو پله کې تړل شوې ده.

د نیمروز د ورېښمو سرحدي سیمه کې د طالبانو کمیسار مولوي حنظله ازادي راډیو ته وویل، پوله د څو محدودو ساعتونو لپاره د تخنیکي ستونزې په خاطر تړلې وه او وروسته بېرته د ترانزیت پر مخ خلاصه شوه.

ډبليو‌ايف‌پي: افغانستان کې د بې‌وزلۍ له امله هره درېيمه نجلۍ له لومړنيو زده‌کړو بې‌برخې ده

ارشيف
ارشيف

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د بې‌وزلۍ د زیاتېدو له کبله په هرو درو نجونو کې یوې لومړنۍ زده‌کړې نه‌دي بشپړې کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو‌ایف‌پي دا خبره نن (یک‌شنبې) پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلې ده.

د دغه پروګرام د معلوماتو پر اساس، له یوې خوا طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی او له بلې خوا د بې‌وزلۍ له کبله ډېرې نجونې لومړنۍ زده‌کړې نه بشپړوي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي، د دوی له لوري په ښوونځیو کې ماشومانو ته د ناشتې برابرول مرسته کوي چې زده‌کوونکې ښوونځیو ته لاړې شي.

دې پروګرام په عین حال کې د بوديجې له کموالي شکایت کړی او ویلي یې دي چې، له‌دې کبله ۱۱ میلیونو اړو کسانو ته بېړنۍ مرستې نه‌شي برابرولی.

تېره ورځ افغانستان ته ۱۹۵ کورنۍ له ايران او پاکستان بېرته ستنې شو

ارشیف: له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته رسېدلي دي.
ارشیف: له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته رسېدلي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د شنبې په ورځ له ایران او پاکستانه ۱۹۵ کورنۍ هېواد ته ورستنې شوې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس نن د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې پر اساس ویلي چې، ۲۴ کورنۍ د تورخم، ۱۷ کورنۍ د سپین بولدک، ۴۶ کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله او ۱۰۸ کورنۍ د اسلام کلا له لارو هېواد ته بېرته رارغلي دي.

ایران او پاکستان د هغو افغانانو ایستلو ته زور ورکړی چې، دوی یې غیرقانوني یا بې‌اسناده کډوال بولي.

د ترکيې پوليسو د لس افغان کډوالو د نيولو خبر ورکړی

له ارشيفه د ترکيې د پوليسو يو انځور
له ارشيفه د ترکيې د پوليسو يو انځور

د ترکیې پولیس وايي، د خپل هیواد په ساکریا ښار کې یې پرون شنبې په یوه لارۍ کې ۱۰ تنه غیرقانوني افغان کډوال نیولي دي.

د ترکیې رسنیو نن یک‌شنبې د پولیسو په قول وویل، دا کډوال په "غیرقانونه ډول" ترکیې ته داخل شوي او غوښتل یې چې له وان ښار څخه استانبول ته لاړ شي.

د ساکریا پولیسو اعلان وکړ چې دوی د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته د ښار په هندک سیمه کې عملیات وکړل او لږترلږه ۱۰ افغان کډوال یې پېژندلي، چې په غیرقانوني توګه په لارۍ کې ترکیې ته ورغلي وو.

د پولیسو د راپور له‌مخې، په‌دې عملیاتو کې درې کسان د انساني قاچاق په تور نیول شوي، چې یو یې خوشي شوی او دوه نور یې محکمې ته سپارل کېږي.

ګوتېرش: هغه څه چې افغانستان کې روان دي د بې‌ رحمه رژيمونو له اقداماتو سره پرتله کېدای شي

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش
د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش وايي، هغه څه چې په افغانستان کې روان دي، کېدای شي په وروستي تاریخ کې د ځینو خورا بې رحمو ځپونکو رژیمونو له اقداماتو سره پرتله شي.

ده د یک‌شنبې په ورځ، د میزان ۸مه په ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، له ټولو هغو هېوادونو او سازمانونو سره یوځای کېږي چې غواړي، د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو په وړاندې ټول تبعیضي محدودیتونه فوراً پای ته ورسوي.

په ورته وخت کې د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ د جمعې په ورځ وویل، د طالبانو حکومت د افغانستان د نیمایي نفوس په بندي کولو سره د هېواد ظرفیت سخت محدودوي.

هغې زیاته کړه؛ هر هغه هېواد چې غواړي بشپړه پرمختګ وکړي باید د خپلو ټولو خلکو بشپړ ګډون یقیني کړي.

په وروستیو کې د جرمني، اسټرالیا، کاناډا او هالنډ د بهرنیو چارو وزیرانو خبرداری ورکړی، چې که د افغان ښځو او نجونو وضعیت ښه نه‌شي، د طالبانو د اقداماتو خلاف به د عدالت نړیوالې محکمې ته شکایت وکړي.

څلور واړو هېوادونو ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو سرغړونه باید ودرول شي.

که څه هم طالبانو تر اوسه د ملګروملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرش د څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د پنج‌‌شنبې په ورځ د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي و چې، په افغانستان کې بشري حقونه رعایت کېږي او هیڅ تبعیضي چلند له چا سره نه کېږي.

د افغانستان يوشمېر ولايتونو کې زلزله شوې

د زلزلې يوه نقشه له ارشيفه
د زلزلې يوه نقشه له ارشيفه

یوه زلزله چې شدت یې د ریښتر په حساب ۴ اعشاریه ۵ درجې و، د افغانستان یوشمېر سیمې ولړزولې.

د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې د راپور له‌مخې، د دې زلزلې، چې د افغانستان د سهار په اته بجې او ۵۵ دقیقې وشوه، مرکز يې د جلال‌اباد له ښاره ۵۹ کیلومتره جنوب ختیځ خوا ته و.

تر اوسه پورې د دې زلزلې له کبله د احتمالي تاوانونو په اړه کوم راپور نه‌دی ورکړل شوی.

د افغانستان کرکټ بورډ له بنګله‌دېش سره د لوبو نېټې په ډاګه کړې

د افغانستان او بنګله دېش له مخکېنیو لوبو یو انځور
د افغانستان او بنګله دېش له مخکېنیو لوبو یو انځور

د افغانستان کرکټ بورډ د بنګله‌دېش پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ نېټې په ډاګه کړې.

د یکشنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۹مه نېټه د کرکټ بورډ په خبر پاڼه کې ویل شوي چې افغانستان او بنګله‌دېش به د نومبر میاشتې په ۶مه، ۹مه او ۱۱مه نېټه درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.

خبرپاڼه زیاتوي، د دې سیاليو کوربتوب هم د افغانستان په غاړه دی او لوبې به د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي.

دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د روان کال په ډسمبر میاشت کې به افغانستان له زېمبابوې سره د ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ هم ترسره کړي او بیا به د نوي عیسوي کال په پیل کې له وېسټ اینډیز سره هم د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ولوبوي.

د ویلو ده چې افغانستان په خپلۍ وروستۍ لوبلړۍ کې ۲ـ۱ سویلي افریقا ته ماتې ورکړه.

په ایران کې د دوو افغان وګړو په ګډون ۱۴ کسان اعدام شوي

په ایران کې د اعدام له بهیره یو انځور
په ایران کې د اعدام له بهیره یو انځور

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، په ایران کې د دوو افغان وګړو په ګډون ۱۴ کسان اعدام شوي دي.

دغه سازمان پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه ۱۴ کسان د وږي یا سنبلې له ۲۶مې نیولې تر تېرې چهارشنبې پورې د شېراز د عادل‌اباد په مرکزي زندان کې اعدام شوي دي.

په ناروې کې د ایران د بشري حقونو سازمان چې یو غیردولتي بنسټ دی، وايي چې له دې سره په تېرو دوو اوونیو کې په دغه زندان کې د اعدام شویو بندیانو شمېر ۱۹ ته ورسېد.

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، د شېراز په مرکزي زندان کې د ډله‌ییزو اعدامونو د اجرا بهیر څاري او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د مرګ د سزا د دا ډول استفادې په وړاندې غلې پاتې نه شي.

د ایران د بشري حقونو سازمان تېره پنجشنبه ازادي راډیو ته ویلي وو، د روان میلادي کال په نهو میاشتو کې لږ تر لږه ۳۳ افغانان په ایران کې اعدام شوي چې دا د تېرو څو کلونو پرتله څو برابره زیاتوالی ښيي.

دغه بنسټ ویلي، دوه کاله مخکې په ایران کې ۱۶ افغانان، خو تېر کال ۲۵ افغان وګړي اعدام شوي وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG