د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

سیګار: طالبانو د امریکا د مرستو د ترلاسه کولو لپاره ګڼ تاکتیکونه کارولي


ارشیف: د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک ته رسېدلې د نړیوالې ټولنې د مرسته شویو پیسو یو انځور
ارشیف: د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک ته رسېدلې د نړیوالې ټولنې د مرسته شویو پیسو یو انځور

په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار ادارې یا سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي چې طالبان د افغانستان له خلکو سره له کېدونکو مرستو د ګټې د ترلاسه کېدو هڅه کوي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې میلیونه خلک پر نړیوالو مرستو پايي د امریکا پر مرستو د څار ادارې سیګار په خپل وروستي راپور کې ویلي داسې وېره شته چې له افغانانو سره د متحده ایالتونو مرستې دې سخت‌دریځو ته رسېدلي وي.

رویټرز خبري اژانس بېګا ناوخته د سیګار د نوي راپور په حواله ویلي چې طالبانو د امریکا د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د بشري ادارو د جوړولو په ګډون ګڼ تاکتیکونه کارولي دي.

د سیګار په راپور کې راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوه څانګې تراوسه نه دي توانېدلي چې افغانستان ته د ورکړل شوې ۲۹۳ میلیونه ډالره مرستې په تړاو له اصولو سره سمه ارزونه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

د سیګار د راپور له مخې که څه هم امریکا د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي، خو په ورته وخت کې یې د څار او ارزونې د داسې معیارونو پر پلي کولو ټینګار کړی چې له ترهګرۍ سره تړلو کسانو او بنسټونو ته د دغو پیسو د ورتګ د امکان مخه ونیسي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې له طبعي افتونو یو شمېر زیانمنې شوې کورنۍ هم ادعا کوي چې د دوی په نوم مرستې مستحقو کسانو ته نه رسېږي.

دوی د ملامتۍ پړه تر ډېره د بشري مرستو د وېش پر بنسټونو او ځايي چارواکو وراچوي.

د ننګرهار اوسېدونکي عبدالمتین جمالي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "همدا اوس داسې خلک شته چې هر څه یې له‌منځه تللي او په خېمو کې ژوند کوي، که سروې راشي بیا به یې هم غم ونه‌خوري ځکه دوی یې له مشرانو د حال پوښتنه کوي هغوی د مستحقو پرځای ټولې مرستې پر خپلو خلکو ویشي."

د بغلان اوسېدونکي پتنګ احمدي وايي: "ځینې موسسې د دې پر ځای چې خپله سروې وکړي راځي او له هغو کسانو لېستونه غواړي چې هغوی ګواګې د بغلان مشران دي، په داسې حال کې ډېری هغوی خپله په فساد کې ښکېل دي.

د بغلان اوسېدونکي پتنګ احمدي هم ورته ادعا لري او وايي: "ځینې موسسې د دې پر ځای چې خپله سروې وکړي راځي او له هغو کسانو لېستونه غواړي چې هغوی ګواګې د بغلان مشران دي، په داسې حال کې ډېری هغوی خپله په فساد کې ښکېل دي، دغه په نامه مشران په لېستونو کې د مستحقو کسانو پر ځای د خپلو کسانو نومونه ځای پرځای کوي چې له بده مرغه حق حقدار ته نه سپارل کېږي."

د طالبانو حکومت د سیګار د وروستي راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې یې د نړیوالو مرستو د ویشلو په بهیر کې د لاسوهنې ادعاوې رد کړي دي.

طالبانو په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار ادارې د تېر راپور له خپرېدو وروسته ویلي وو چې حکومت یې په افغانستان کې له نړیوالو بنسټونو سره د مرستو د وېشلو په برخه کې همکار دی.

د امریکا پر مرستو د څار اداره سیګار له هرو درېیو میاشتو وروسته د کېدونکو مرستو په اړه خپلې ارزونې د راپور په بڼه خپروي.

واک ته د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې، د امریکا متحدو ایالتونو له افغانو سره د بشري مرستو ستر تمویلونکی هېواد بلل کېږي چې د سیګار د معلوماتو له مخې دې موده کې امریکا یوازې د بشري مرستو په اډانه کې نږدې درې میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

له افغانانو سره د نړیوالو د مرستو په اړه دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په افغانستان کې د ورستیو ورښتونو او سېلابونو له کبله ګڼو کسانو درانه ځاني او مالی زیانونه رسېدلي، هغوی چې ډېری یې وار دمخه بې‌کارۍ او خپل هېواد ته جبرې ستنېدنې ځپلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG