د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

کابل کې د هوا ګرمېدل او د برښنا د پرچاوۍ زیاتوالی؛ مژګان: هره ورځ شاوخوا دوه ساعته برښنا لرو


ارشیف: په کابل کې د برښنا نشتوالي له کبله یوې کورنۍ له نورو ذریعو څخه خپله برښنا تامینوي.
ارشیف: په کابل کې د برښنا نشتوالي له کبله یوې کورنۍ له نورو ذریعو څخه خپله برښنا تامینوي.

په کابل کې د هوا له ګرمېدو سره د دې ښار د بېلابېلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي د برښنا د پرچاوۍ له زیاتېدو شکایت کوي.

د کابل ښار د خيرخانې سيمې اوسېدونکې مژګان ادعا کوي چې دوی هره ورځ یوازې دوه ساعته برښنا لري.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "هوا ګرمه شوې او د برښنا پرچاوي زیاته شوې ده، موږ پکی نه شو کارولی، یخچال بند دی، خوراکي توکي مو خرابېږي، هره ورځ یوازې دوه ساعته برښنا لرو، برښنا منظمه نه ده، هر کال د اوړي او ژمي په راتګ سره برښنا دغه ډول کېږي."

د کابل ښار د اتمې ناحيې اوسېدونکى محمد طاهر اتل هم د اوړي په موسم کې د برښنا نشتوالی جدي ستونزه ګڼي.

هغه وایي: "له برښنا هم پیریان جوړ شوي دي، هڅ نه وي، سهار په پنځه بجو لاړه شي ماښام اووه بجې راځي، په کابل کې ګرمي هم بیخي ډېره شوې ده، ما په خپل تېر ۶۵ کلن ژوند کې داسې سخته ګرمي نه وه لیدلې، د لمریزې برښنا امکانات هم نه شته."

د کابل ښار د شپږمې ناحیې اوسېدونکې مرسل هم له ورته ستونزې سر ټکوي او وایي: "په اوسنيو حالاتو کې خلک برښنا ته ډېره اړتيا لري، زموږ برښنا د سهار په پنځو بجو بندېږي، د ورځې په ۱۲ بجو راځي تر دوه بجو وي بیا د شپې په اته بجې راځي، هوا ډېره ګرمه شوې ده خو د برښنا پرچاوي زیاته شوې ده."

دا خلک د طالبانو د حکومت تر واک لاندې له برښنا شرکت نه غواړي چې د دوی ستونزې ته پام وکړي او منظمه برښنا ورته برابر کړي.

خو د برښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

افغانستان داسې یو هېواد دی چې د خپل اړتیا وړ ډېره برښنا له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول ازبکستان، تاجکستان او ایران څخه واردوي.
افغانستان داسې یو هېواد دی چې د خپل اړتیا وړ ډېره برښنا له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول ازبکستان، تاجکستان او ایران څخه واردوي.

دا لومړی ځل نه دی چې کابل ښاریان په خپلو سیمو کې د برښنا له کموالي شکایت کوي، بلکې هر کال د ګرمۍ او یخنۍ له زیاتېدوسره ورته شکایتونه ډېریږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې یا "یواین‌ډي‌پي" په ۱۴۰۲ کال کې ویلي وو چې د افغانستان د برښنا سکتور له سترو ننګونو سره مخ دی چې په کې په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې برښنا ته محدود لاسرسی او پر وارداتي برښنا ډېره تکیه شامله ده.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې یا سیګار د ۱۴۰۲ کال په وري میاشت کې په یوه راپور کې ویلي وو، افغانستان د خپلې برښنا ۸۰ سلنه اړتیا له ګاونډیو هېوادونو پوره کوي او دغه هېواد په کلني ډول ۲۲۰ میلیونه ډالره د برښنا په پېرلو لګوي.

له همدې امله وخت نا وخت وخت د تخنيکي ستونزو او يا هم د برښنا په صادرونکو هېوادونو کې د برښنا د اړتیا د زياتوالي له امله په افغانستان کې برښنا کمېږي چې له خلک ستونزو سره مخ کوي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG