د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۹

طالبان: هره ورځ ۱۲۰۰۰ پاسپورټونه ویشل کېږي؛ پاسپورټ غوښتونکي: پاسپورټ اخيستل ستونزمن دي او ډېر وخت نيسي


ارشیف: په کابل کې د پاسورټ ریاست مخکې ته د پاسپورټ غوښتونکو ګڼه ګوڼه
ارشیف: په کابل کې د پاسورټ ریاست مخکې ته د پاسپورټ غوښتونکو ګڼه ګوڼه

که څه هم، چې د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست چارواکي وايي، دوی هره ورځ ۱۲۰۰۰ پاسپورټونه وېشي، خو په کابل کې د پاسپورټ غوښتونکي وايي چې د پاسپورت اخيستل ورته ستونزمن او ډېر وخت نيونکي دي.

د طالبانو د حکومت د پاسپورت د عمومي ریاست له‌دې ادعا سره سره چې د پاسپورت د وېش ادارې ظرفیت لوړ شوی، د پاسپورټ یو شمېر غوښتونکي شکایت کوي چې له څو میاشتو انتظار وروسته هم پر دې نه‌توانېږي چې پاسپورتونه تر لاسه کړي.

د کابل اوسېدونکې مهناز وايي، پرېکړه يې کړې چې د خپلو زده‌کړو د دوام لپاره بهر ته ولاړه شي، خو د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره يې د تېر يو نيم کال هڅې بې پايلې وې.

د افغانستان پاسپورټ چې اوسمهال اخیستل یې ډېری افغانانو لپاره ستونزمن دی.
د افغانستان پاسپورټ چې اوسمهال اخیستل یې ډېری افغانانو لپاره ستونزمن دی.

هغه وايي: "د طالبانو له راتګ سره په افغانستان کې وضعیت ورځ په ورځ د ښځو او نجونو لپاره سختېږي، زه غواړم له خپلې کورنۍ سره پاسپورټ واخلم او د خپلو زده‌کړو د دوام لپاره یو ګاونډي هېواد ته ولاړه شم، یو نیم کال وووت، خو تر اوسه مو پاسپورتونه نه‌دي ترلاسه کړی."

د کابل یو اوسېدونکی چې نه‌یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ورته شکایت لري: "دوه کاله مخکې موږ په کور کې د انلاین پاسپورټ فورمه ډکه کړې، زه پاسپورټ ته ډېره اړتیا لرم، خو تر اوسه چا ځواب نه‌دی راکړی چې زه خپل پاسپورټ واخلم."

خو د طالبانو حکومت د پاسپورټ رياست مشر مولوي عبدالکریم حسیب د سه‌شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، دوی د پاسپورټونو د وېش ظرفیت یې لوړ کړی او په ورځ کې تر ۱۲۰۰۰زرو پاسپورټونه په پلازمېنه او ولایتونو کې پر غوښتونکو وېشي.

هغه زياته کړې چې د لا ډېرو اسانتياو د رامنځته کولو په موخه به د چنګاښ په ٢٧مه د کابل په بېلابېلو سيمو کې د پاسپورټ د وېش درې نور نوي مرکزونه هم جوړ شي.

نوموړي ويلي: "د پاسپورټ د وېش بهير د ظرفیت د لوړولو لپاره درې نوې څانګې د کابل په بېلابېلو سيمو کې فعالې شوي او سبا چهارشنبه(چنګاښ ۲۷مه) به په رسمي توګه پرانیستل شي. اوله څانګه د کابل په دارالامان کې، دويمه په قلعه زمان خان کې او دريېمه د تره‌خېل په تنګي کې ده، چې هره څانګه به د ورځې تر دوه زرو د پاسپورت غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي او د دې څانګو انلاین سایټونه په اوونۍ کې یوځل خلاصېږي."

د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست په تېرو درېیو کلونو کې څو ځلې د تخنیکي ستونزو په ګډون د بېلابېلو لاملونو له امله د پاسپورټونو وېش درولى او دغه شان په‌دې پروسه کې د فساد د شتون ادعاوې هم موجودې دي چې د طالبانو د پاسپورت ریاست تل دا ادعاوې رد کړې دي.

په هرات کې د پاسورټ ریاست مخې ته د خلکو ګڼه ګوڼه
په هرات کې د پاسورټ ریاست مخې ته د خلکو ګڼه ګوڼه

دا په‌داسې حال کې ده چې په افغانستان د طالبانو له بيا ځلي واکمنېدو وروسته د پاسپورټونو غوښتونکي ډېر شوي، خو دوی تل د پاسپورټونو د ورکړې له پڅ بهیر شکایت کړی او د طالبانو له حکومته یې غوښتي چې د پاسپورت د وېش پروسه چټکه کړي.

د پاسپورت یو شمېر غوښتونکو په وار وار ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي، د کاري فرصتونو د نشتوالي، امنیتي ګواښونو او د نجونو د زده‌‌کړو په ګډون د بېلابېلو لاملونو له کبله غواړي له پاسپورټونه تر لاسه او له هېواده ووځي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG