د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

نن د ډيموکراسۍ نړيواله ورځ ده؛ خو افغانان له تېرو درې کلونو له ډيموکراسۍ برخمن نظام نه‌لري


کابل کې طالب عسکر، ارشيف
کابل کې طالب عسکر، ارشيف

نن د سپتمبر ۱۵مه د ډيموکراسۍ نړیواله ورځ ده، خو د یوشمېر افغان نجونو او د سیاسي چارو پوهانو په خبره، د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې له‌منځه تللې ده.

د ډيموکراسۍ نړیواله ورځ داسې مهال په نړۍ کې نمانځل کېږي، چې افغانان په خپل هېواد کې درې کال کېږي چې د ډيموکراسۍ پر اصولو ولاړ نظام نه‌لري.

د ملګروملتونو عمومي اسمبلې دا ورځ د دې لپاره په‌دې نوم نومولې چې، د دې سازمان غړي هېوادونه ډيموکراسي ترویج کړي او پر اصولو یې عمل وکړي.

ډيموکراسي څه ته وايي؟

"د ډيموکراسي معنا د هر بشر، نارینه او ښځينه‌و نظریاتو راټولول او هغوی ته د ازادۍ ورکول دي، چې هغوی خپلې غوښتنې په زړوړتیا سره مطرح کړي."

د ډيموکراسۍ ساده معنا ولسواکي یا د خلکو واکمني ده.

دا د یوه عام افغان وګړي له نظره چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي د ډيموکراسۍ تعریف دی.

خو د ډيموکراسۍ ساده معنا ولسواکي یا د خلکو واکمني ده.

په افغانستان کې د ۲۰۰۱ کال په پای کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف له پوځي یرغل سره هم‌مهاله، په‌دې اړه د شعارونو زیاتېدلو په خلکو کې داسې یو ناسم تصور پیدا کړ، چې ډيموکراسي له اندازې وتلې ازادۍ ته وايي.

خو دا چې په اصل کې ډیموکراسي څه ته وايي، په برلین کې د ډیپلوماسۍ په برخه کې استاد او د سیاسي چارو پوه، اسحاق اتمر يې په اړه ازادي راډيو ته وویل: "ډيموکراسي له دوو کلمو څخه ترکیب شوې، چې یوناني لغات دي، (ډيموس) د خلکو په معنا او (کراتوس) د حکومت په معنا، یعنې د خلکو حکومت، هغه حکومت چې خلک په‌کې مشارکت ولري، خلک د ټاکنو حق ولري، د بیان د ازادۍ حق ولري، یعنې دوی وشي کولای د نظام په هره پرېکړه باندې کنترول او نظارت ولري."

د سیاسي او حقوقي چارو پوه او د برلین په پوهنتون کې استاد اسحاق اتمر
د سیاسي او حقوقي چارو پوه او د برلین په پوهنتون کې استاد اسحاق اتمر

د ډيموکراسي اساس او بنسټ د بیان ازادي ده او د ډيموکراسۍ پر بنسټ ولاړ دولتونه د قدرت د توازن لپاره د مقننه، قضایه او اجرايه په درې ستنو ولاړ وي او رسنۍ یې ازادې وي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه په افغانستان کې د ډيموکراسۍ په اصولو ولاړ شل کلن نظام نسکور او طالبان بیا واک ته ورسېدل، چې په دغه هېواد کې د ډيموکراسۍ په رڼا کې ټولې لاسته‌راوړنې یې ختمې کړې.

"په خواشینۍ سره څنګه چې ټولې نړۍ ته معلومه ده، په افغانستان کې ډیموکراسي اصلا نه‌شته
د کابل يوه اوسېدونکې

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد که څه هم تازه په‌دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو تېر کال نوموړي په همدې ورځ یوشمېر رسنیو ته ویلي وو، د دوی حکومت پر شرعي اصولو ولاړ اسلامي حکومت دی، نه د ډيموکراسۍ حکومت.

خو یوشمېر افغان نجونې وايي، د طالبانو حکومت نه یوازې ډيموکراسي، بلکې بنسټيز بشري حقونو هم تر پښو لاندې کړي.

د میدان وردګو ولایت يوه اوسېدونکې چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل: "د طالبانو له راتګ سره ډيموکراسي له‌منځه تللې، خلک حق نه‌لري چې د دولت په چارو نظر ورکړي او یا هم نیوکه وکړي، د خلکو غږ یعنې ډيموکراسي بیخي له‌‌منځه تللې، یوازې ډیکتاتوري سیستم دی چې پر مخ ځي."

د کابل ښار اوسېدونکې یوه بله پېغله چې دا هم نه‌غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، د غږ د بدلون په شرط یې ازادي راډیو ته وویل: "په خواشینۍ سره څنګه چې ټولې نړۍ ته معلومه ده، په افغانستان کې ډیموکراسي اصلا نه‌شته، د بیان ازادي د ښځو حقونه دا ټول په ډیموکراسۍ کې وي چې افغانستان کې دا ټول نقض دي، ښځې ښوونځي، پوهنتون او دندو ته د تګ اجازه نه‌لري او خبریالان د خبرونو د سمو یا په رښتيني ډول د رسولو اجازه نه‌لري."

د افغانستان د مقتدرو ښځو غورځنګ غړې
د افغانستان د مقتدرو ښځو غورځنګ غړې

اسلام او ډيموکراسي

د سیاسي چارو شنونکی عنایت‌الله اسحاق‌زی وايي، د طالبانو حکومت ډيموکراسۍ ته د غربي نړۍ د یوه کلتور په توګه ګوري، په‌داسې حال کې چې ډيموکراسي له اسلام سره په ټکر کې نه‌ده.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "له بده‌مرغه طالبانو انساني حقوق او ټولنیز عدالت یې تر پښو لاندې کړی، د ښځو پر وړاندې یې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي او نیم نفوس په کورونو کې بندیانې ناستې دي، نو ویلی شو چې د طالبانو په وخت کې نه د ډيموکراسۍ نوم اخیستلای شو او نه هم اخیستل کېږي."

د افغانستان تېر جمهوري نظام چې د ۲۰۰۱ کال په پای کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ وروسته رامنځته شو، د ډيموکراسۍ په اصولو ولاړ و.

خو په تېر جمهوري نظام کې چې دوه لسيزې يې دوام وکړ، د ډيموکراسۍ برخه کې څه ستونزې وې؟

شهرزاد اکبر
شهرزاد اکبر

د تېر حکومت په وروستیو کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر چې د ډيموکراسۍ او بشري حقونو لپاره د مبارزې له امله یې د فردریش ایبرت په نوم د یوه بنسټ د بشري حقونو جایزه هم ګټلې ازادي راډيو ته یې وویل: "په افغانستان کې د یوه ډيموکراتیک نظام د جوړېدو هڅې روانې وې، ځينې بنسټيز جوړښتونه رامنځته شوي وو، د افغانستان اساسي قانون مو درلود، چې په یو ډيموکراتیک جوړښت يې ټينګار کاوه، د دې تر څنګ موږ ټاکنیز بنسټونه درلودل، ولایتي شوراګانې مو درلودې چې تر یوه حده یې د ولایتونو خلکو ته د قدرت په جوړښت کې د ګډون حق ورکاوه، خو سره له‌‌دې هم یوه اوږده لاره مخکې وه، ځکه چې ځواک انحصاري و او د ټاکنو په بهیر کې به فساد و."

که څه هم د امير امان‌الله خان دوره يوه سلطنتي دوره وه، خو د وخت له غوښتنو سره سم يې په افغانستان کې د ډيموکراسۍ بنسټ کېښود.

د امان‌الله خان د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د ډيموکراسۍ د ټینګښت لپاره اړین ګامونه پورته شول.

د ډيموکراسۍ د لسیزې اساسي قانون د ۱۳۴۳ کال د تلې په نهمه نافذ شو.

خو د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو سره، د افغانستان اساسي قانون وځنډول شو او دوی تر اوسه د یوه اساسي قانون په جوړولو کې پاتې راغلي، چې د دوی د حکومت اوسنې ټولې پرېکړې یې د مشر د فرمانونو پر بنسټ دي، چې ډېری یې سخت‌دريځه دي.

ملي شورا یا مقننه قوه یې له‌منځه وړې، پر رسنیو او د بیان پر ازادۍ هم سخت محدودیتونه لګېدلي.

د طالبانو حکومت په ډېری مواردو کې د اعتراضونو د ازادۍ، د سفر او ګرځېدو راګرځېدو د ازادۍ او د بشري حقونو پر نقض هم تورن دی.

خو د دوی د حکومت چارواکي بیا تل ادعا کوي چې، دوی د بیان ازادۍ ته د شریعت په چوکاټ کې ژمن دي، اعتراضونه باید له مخکې له دوی سره شریک شي، سفر او ګرځېدل راګرځېدل ښځو ته له شرعي محرم سره مشکل نه‌لري او د ښځو د حقونو په شمول د بشري حقونو د تامین ادعا هم کوي.

هغه څه چې په کور دننه او هم نړیوالو ته د منلو نه‌دي.

د ملګروملتونو سازمان په ۲۰۰۷ کال کې غړو هېوادونو او نړیوالو مؤسسو ته بلنه ورکړه، چې د سپټمبر ۱۵مه د دې ورځې په توګه ونمانځي، څو په نتیجه کې یې د ډيموکراسۍ په اړه د خلکو عامه پوهاوی لوړ شي.

سږکال د ډيموکراسۍ نړیوالې ورځ شعار "مصنوعي ځیرکتیا، د ښې حکومتولۍ د یوې وسیلې په توګه" دی.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG