د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

طالبانو د دوی د حکومت پر قوانينو نيوکه د نه منلو وړ بللې؛ ايا د طالبانو تګ‌لارې اسلامي دي؟


ارشيف
ارشيف

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت ویلي، د دوی د حکومت پر قوانینو او تقنیني اسنادو باندي نیوکه، پر اسلامي شریعت نیوکه ده.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت وايي، د دوی د حکومت ټول قوانین او تقنیني اسناد د اسلامي شریعت له‌مخې جوړیږي او پرې نیوکه پر اسلام نیوکه ده، چې په هیڅ صورت کې د منلو وړ نه‌ده.

"طالبان چې ادعا کوي قوانین یې له اسلامي شریعته اخیستل شوي دي، ودې وايي چې د اسلام، قران کریم یا احادیثو په کوم ځای کې راغلي چې ښځې د زده‌کړو او کار حق نه‌لري؟
يوه زده‌کوونکې

دغه وزارت پرون پنج‌شنبه د سپټمبر ۱۲مه د توشيح شویو تقنیني سندونو په اړه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، که څوک په رسنيو او يا په نورو مجالسو کې دې سندونو سره مخالفت کوي او یا هم پرې نیوکه کوي، نو له شرعي چلند سره به مخ او محکمو ته به معرفي شي.

خو یوشمېر افغانان بیا د طالبانو د دې څرګندونو په غبرګون کې وايي، دا د بیان د ازادۍ نقض دی تر څو خلک ونه‌شي کولای خپل نظرونه په ازاده توګه بیان کړي.

د پلازمېنې کابل یو اوسېدونکي د نوم د نه ښودلو او غږ بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل: "دلته چې دوی د شریعت په نوم کوم قوانین پلي کوي، هغه کې د بیان ازادي نقض کېږي او خلک خپلو حقونو ته نه‌شي رسېدلی، خلک دلته ستونزه لري، هغه قوانین چې دلته د شریعت په نوم پلي کېږي هغه په شریعت کې نه‌شته."

یوه افغانه نجلۍ چې د طالبانو د بندیزونو له امله له لوړو زده‌کړو بې‌برخې شوې او دا هم نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د طالبانو د عدلیې وزارت د تازه اعلامیې په غبرګون کې وايي: "طالبان چې ادعا کوي قوانین یې له اسلامي شریعته اخیستل شوي دي، ودې وايي چې د اسلام، قران کریم یا احادیثو په کوم ځای کې راغلي چې ښځې د زده‌کړو او کار حق نه‌لري؟ په ټوله کې هیڅوک د اعتراض او خبرې کولو حق نه‌لري، د انتخاب حق نه‌لري او د بیان ازادۍ په ټوله کې له‌منځه تللې."

د طالبانو حکومت پر قوانینو او تقنیني اسنادو د نیوکې او مخالفت په هکله د عدلیې وزارت دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر قانون چې تازه اعلان شوی، له ګڼو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شوی دی.
د طالبانو حکومت پر قوانینو او تقنیني اسنادو د نیوکې او مخالفت په هکله د عدلیې وزارت دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر قانون چې تازه اعلان شوی، له ګڼو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شوی دی.

په ورته وخت کې د حقوقي چارو پوه اختر راسخ وايي، د یوه هېواد قانون د ټولنې د نظم او هوساینې لپاره، د هغه هېواد د خلکو په وړاندیزونو تصویب او تطبیقیږي، نه په زور او جبر.

هغه زیاته کړه: "دا هغه دیکتاتوریزم دی چې دوی خپلې غوښتنې او نظریات پر افغان ولس د ټوپک او د زور له لارې تطبیقوي او که چېرې د دوی د فرمانونو او نظریاتو په هکله څوک منفي نظر ورکړي هغه به زنداني او وژل کېږي، دا خپله په‌دې معنا چې دوی انساني حقوقو ته درناوی نه‌لري."

د طالبانو حکومت پر قوانینو او تقنیني اسنادو د نیوکې او مخالفت په هکله د عدلیې وزارت دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر قانون چې تازه اعلان شوی، له ګڼو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شوی دی.

په دغه قانون کې راغلي: "د ښځې د ټول بدن پټول لازمي دي او له فتنې څخه د مخنیوي لپاره د ښځې د مخ پټول ضروري دي."

همدا راز په دغه قانون کې د ښځو غږ، که تلاوت او نعت خواني هم وي، په عمومي ډول منع شوي او د ښځو لوړ غږ عورت بلل شوی دی.

دا په‌داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په‌دې هېواد تر بیا ځلي واکمنۍ وروسته د تېر جمهوري حکومت پر مهال جوړ شوی اساسي قانون ځنډولی او دوی د فرمانونو له‌مخې قوانین پلي کوي.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي د روان کال په لومړیو کې په افغانستان کې د اساسي قانون د نه‌شتون او د یوې قانوني تشې د موجودیت په اړه انتقادونه بې‌بنسټه بللي و او ویلي یې وو، چې د دوی د حکومت د قوانینو بنسټ قرآن‌کریم او احادیث دي.

د اساسي قانون نشتوالی هغه څه دي چې، حقوق‌پوهان او افغان وګړي یې په‌دې هېواد کې د بې‌ثباتۍ د زیاتوالي د یوه لامل په توګه بیانوي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG