د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

ريچارډ بېنيټ: طالبان به د خپلو کړنو حساب ورکوي


ريچارډ بېنيټ
ريچارډ بېنيټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بېنیټ وایي، د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۷ غونډه کې غړیو هېوادونو او د بشري حقونو مدافعانو په افغانستان کې له بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو د طالبانو سرغړونې په کلکه وغندلې او هغوی ته یې واضح پیغام ورکړ، چې د خپلو کړنو حساب به ورکوي.

ریچارډ بینیټ وایي، په خواشینۍ سره چې له نسلونو پر افغانستان د معافیت فرهنګ حاکم دی.

نوموړي پرون سه‌شنبې په افغانستان کې د بشري حقونو د روان وضعیت په اړه په خپله ایکس‌پاڼه کې ولیکل، د دوشنبې په ورځ یې د ملګروملتونو د بشري حقونو له شورا وغوښتل چې یوه جامع، دومداره او متمرکزه تګ‌لاره، داسې تګ‌لاره چې د جنسیت یا جندر د شدت او پراخوالي وضعیت ته په متناسب ډول ځواب ووايي، رامنځته کړي.

ریچارډ بېنیټ د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې په ژنیو کې د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا دغه ۵۷مه غونډه د طالبانو په وړاندې چې له بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو څخه په جدي سرغړونو تورن دي، څه کولای شي او ایا داسې وسیلې لري چې له هغوی سره حساب وکړي وویل، د دې شورا غونډه تر ډېره پر حساب ورکولو متمرکزه ده.

نوموړي زیاته کړه چې د بشري حقونو د شورا غړیو هېوادونو او د بشري حقونو مدافعانو طالبانو ته واضح پیغام ورکړ، چې دوی د هغه څه په وړاندې چې نوموړي له بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو څخه پراخه سرغړونې وبللې، مسوول دي.

يوشمېر معترضې مېرمنې - ارشيف
يوشمېر معترضې مېرمنې - ارشيف

نوموړي وويل: "زما په فکر د ښځو او نجونو او هم د افغانانو د نورو ډلو په وړاندې د بشري حقونو د جدي سرغړونو لپاره د حساب ورکولو په اړه د بشري حقونو د شورا د غړیو هېوادونو غبرګونونه پرون او نن سهار چې غونډه بیا پیل شوه، ډېر متاثره کوونکي وو. دوی د طالبانو د امربالمعروف د وروستي تصویب شوي قانون په ګډون ډېری فرمانونه او احکام په کلکه وغندل."

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو دې ځانګړی راپور ورکونکي چې طالبانو افغانستان ته له سفر کولو منع کړی، له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، دی به له بهر څخه خپل ماموریت ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه چې دې برخه کې ډېر زیان پخپله طالبانو ته چې له نړیوالو سره د زیاتې ښکېلتیا هڅې کوي، رسیږي.

"د بشری حقونو د شورا په ۵۷مه غونډه کې د بشري حقونو د څار سازمان له‌دې شورا غوښتنه کړې چې د افغانستان لپاره یو ځواب ورکونکی میکانېزم رامنځته کړي.
فرشته عباسي

ښاغلي بېنیت له‌دې سره-سره له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د ښکېلتیا پر دوام ټینګار وکړ، خو ویې ویل چې د دغې ښکېلتیا په محور کې باید د بشري حقونو او د ښځو او نجونو د حقونو معیارونه ځای ولري.

خو د ریچارډ بېنیټ په خبره دې ته اړتیا ده چې، د بشري حقونو د روانو سرغړونو او تېرو هغو په وړاندې د حساب ورکولو یو پیاوړی میکانېزم چې د بشري حقونو د شورا روانه غونډه پرې متمرکزه ده، رامنځته شي.

د دغسې یوه میکانېزم د رامنځته کولو غوښتنه د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان، هیومان رایټس واچ په ګډون د بشري حقونو یوشمېر نورو مدافعانو هم کړې ده.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د افغانستان د چارو څېړونکي فرشته عباسي بېګا ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې له بشري حقونو پراخو سرغړونو ته په پام اړتیا ده چې دغسې یو میکانېزم هر څومره ژر چې کېدای شي رامنځته شي.

نوموړې وويل: "د بشری حقونو د شورا په ۵۷مه غونډه کې د بشري حقونو د څار سازمان له‌دې شورا غوښتنه کړې چې د افغانستان لپاره یو ځواب ورکونکی میکانېزم رامنځته کړي. دغه میکانېزم باید د بشري حقونو ټولې هغه سرغړونې چې په تېرو څلورو لسیزو کې په افغانستان کې ترسره شوي، وڅېړي، مجرمین په نښه او له عاملانو سره یې حساب کتاب وکړي."

فرشته عباسي
فرشته عباسي

د مېرمن عباسي په خبره، اوس د دې وخت رارسېدلی چې په افغانستان کې د معافیت فرهنګ ته د پای ټکی کېښودل شي او دا ځکه چې طالبانو په تېرو درې کلونو کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه په داسې یوه وضعیت کې سرغړونو ته دوام ورکړی چې هیچا هغوی مسوول نه‌دي ګرځولي او ورسره حساب یې نه‌دی کړی.

د طالبانو حکومت د دې راپور تر چمتو کېدو پورې د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا د ۵۷مې غونډې د ګډونوالو د غوښتنو په اړه رسمي څرګندونې نه‌دي کړي، خو له‌دې مخکې یې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو مسئله د افغانستان کورنۍ مسئله یاده کړې ده.

طالبانو چې د خپلې واکمنۍ په څه باندې درې کلونو کې له شپږم ټولګي پورته ټولې نجونې له متوسطه، ثانوي او پوهنتوني زده‌کړو راګرځولې، په نادولتي مؤسسو او ډېرو دولتي ادارو کې پر ښځو د کار د بندیز ترڅنګ یې هغوی د عامه ژوند په ډېرو برخو کې له فعال ګډون څخه هم منع کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG