افغانستان
سواد نړیواله ورځ؛ یونسکو یې د ټولو لپاره یو بنسټیز بشري حق بولي
نن د سپټمبر اتمه د سواد نړیواله ورځ ده.
دا ورځ له ۱۹۶۷م کال راهیسې په نړۍ کې هر کال نمانځل کېږي او سږ کال د "څو ژبو زدهکړو ته وده ورکول، د دوه اړخیز تفاهم او سولې لپاره سواد" د دې ورځې شعار بلل شوی دی.
سږ کال یوځل بیا دا ورځ داسې مهال راځي چې په افغانستان کې د طالبانو تر حکومت لاندی د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي.
یونسکو نن پر خپله ایکسپاڼه یا پخوانې ټویټر سواد د ټولو لپاره یو بنسټیز بشري حق بللی دی او زیاته کړې یې ده چې سواد "د نورو بشري حقونو، لویو آزادیو، او نړیوال تابعیت څخه د ګټې اخیستنې دروازې پرانېزي."
یونسکو په دې بیان کې زیاته کړې چې "سواد د خلکو لپاره د پراخې پوهې، مهارتونو، ارزښتونو، او چلندونو د ترلاسه کولو لپاره یو بنسټ دی چې د برابرۍ، غیرې تبعیض، د قانون حاکمیت، پیوستون، عدالت، تنوع او زغم پر بنسټ د تلپاتې سولې کلتور ته وده ورکوي."
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان په تودو سیمو کې نوی ښوونیز کال پرته له دې چې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د زدهکړو اجازه ورکړل شي پیل شو چې یوازې هلکانو ته اجازه ورکړل شوه چې تر شپږم ټولګي پورته ښونځیو ته ستانه شي.
په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهسیې میلیونونه نجونې له منځنیو او لوړو زدهکړو "تر راتلونکي امره" محرومې شوې دي.
ځینې نړیوالې احصايي اټکل کوي چې دا مهال شاوخوا اتیا سلنه افغانان د لیک لوست له زدهکړې لرې پاتې چې لویه برخه یې ښځې او نجونې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د روسیې د صدراعظم مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ نن (چهارشنبې) کابل ته ولاړ
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په ایکسياڼه کې کابل ته د الکسي اوورچوک د رسېدو خبر خپور کړی او ویلي یې دي د هغه د سفر هدف له افغانستان سره د روسیې د تحارتي او اقتصادي اړیکو پراختیا او د طالبانو له چارواکو سره خبرې دي. هغه زیاته کړې، چې د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ارګ کې د روسیې د صدراعظم د مرستیال هرکلی وکړ.
روسیه یوازینی هیواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.
روسیې د ۲۰۲۵ کال په جولای کې طالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده او له هغه راهیسې یې ورسره سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي.
یونسکو: پر زدهکړو بندیز افغانستان د مسلکي کادرونو له یوه نسله بېبرخې کوي
د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې (یونسکو) خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زدهکړو بندیز دوام وکړي، دغه هېواد به د ښوونکو، روغتیايي کارکوونکو او نورو مسلکي کسانو له یوه بشپړ نسله بېبرخې شي.
د یونسکو د بېړنیو حالاتو د ښوونې او روزنې د پروګرام همغږې کوونکې هودا جابریان امریکا غږ ته ویلي چې افغانستان د زدهکړو د یوه بل نسل د له لاسه ورکولو توان نهلري او لازمه ده چې نجونې او ښځې بېرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه ومومي.
د ملګرو ملتونو د نومبر میاشتې د راپور له مخې، اوسمهال شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغان نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې دي او په ۲۰۲۶ کال کې هېڅ نجلۍ پوهنتونونو ته نهده شامله شوې.
جابریان ټینګار کړی چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستل باید لومړیتوب وي، ځکه د زدهکړو بدیلې لارې د رسمي ښوونځیو ځای نهشي نیولی.
د افغانستان تر ۱۹ کلونو کشره لوبډله د اسیا جام نیمه پایلوبې ته ورسېده
د بنګلهدېش او پاکستان او د افغانستان او هند تر ۱۹ کلونو کشرې لوبډلې د اسیايي جام د ۱۹ کلونو جام په نیمه پایلوبه کې مخامخ کېږي.
ټاکل شوې ده چې د بنګلهدېش او پاکستان لوبډلې سبا لومړۍ نیمه پایلوبه وکړي.
دوهمه نیمه پایلوبه به د افغانستان او هند ترمنځ د شنبې په ورځ (د نومبر په ۱۴مه) وي.
افغانستان د «بي» ګروپ د جدول د لومړي ټیم په توګه او پاکستان د «اې» ګروپ د لومړي ټیم په توګه نیمه پایلوبې ته وتلي دي.
افغانستان په دې سیالیو کې د خپل ګروپ درې واړو لوبډلو ته په لوی توپیر ماتې ورکړې ده.
له بلې خوا په پام کې ده چې د افغانستان او زېمبابوې دوهمه ټېسټ لوبه د جمعې په ورځ په شارجه کې پیل شي.
د دوی لومړۍ ټېسټ لوبه د دوشنبې په ورځ بېنتیجې پای ته ورسېده.
له لیبیا څخه ۲۲ افغان بندیان خوشې او خپل هېواد ته ستانه شوي
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس پرون (چهارشنبه) وویل، په لیبیا کې لږ تر لږه ۲۲ افغان بندیان د قاهرې په ښار کې د طالبانو د سفارت په همکارۍ خوشې او افغانستان ته لېږدول شوي دي.
د راپور له مخې، هڅې روانې دي چې په لیبیا کې نور نیول شوي افغانان هم خوشې شي، خو د طالبانو چارواکو د خوشې شویو کسانو هویت او په دغه هېواد کې د پاتې افغان بندیانو شمېر نهدی څرګند کړی.
دا په داسې حال کې ده چې د لیبیا ختیځې ادارې د اکټوبر په ۲۸مه د افغانانو او ایرانیانو پر ورتګ بندیز ولګاوه او د هغو کسانو د ایستلو اعلانیې وکړ چې د استوګنې قانوني اسناد نهلري.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، په لیبیا کې کډوال له خپلسرو نیونو، شکنجې، انساني قاچاق او نورو جدي سرغړونو سره مخ دي.
رحمت شاه د ټېسټ کرکټ د توپوهونکو د نړۍ ۱۰ غوره لوبغاړو ته ورسېد
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تجربهکار توپوهونکی رحمت شاه د کرکټ نړیوالې شورا (ایسيسي) د ټېسټ سیالیو د توپوهونکو په تازه درجهبندۍ کې په لومړي ځل د نړۍ ۱۰ غوره لوبغاړو ته داخل شوی دی.
رحمت شاه د زېمبابوې پر وړاندې د افغانستان د دوو ټېسټ سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې ۱۷۳ منډې کړې وې.
نوموړي په دې لوبه کې خپله پنځمه ټېسټ سلیزه ووهله.
دغه لوبه د دواړو لوبډلو د لوړو منډو له امله مساوي پای ته رسېدلې وه.
د کرکټ نړیوالې شورا د نومبر د ۱۱مې د تازه درجهبندۍ له مخې، رحمت شاه ۷۳۵ نمرې لري.
ټاکل شوې د روسیې د صدراعظم مرستیال نن کابل ته لاړ شي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د روسیې صدراعظم اقتصادي مرستیال الکسي اوورچوک د یو جګپوړي اقتصادي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کوي.
د دې سفر هدف د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او تجارتي همکاریو پراختیا، د پانګونې د فرصتونو ارزونه او د ګډو اقتصادي پروژو په اړه خبرې اترې بلل شوې دي.
روسیه یوازنی هېواد دی چې د طالبانو حکومتیې په رسمیت پېژندلی او ورسره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې پالي.
مسکو د تېر ۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشت کې طالبان د ممنوع ډلو له لېست څخه لیرې کړل.
د خوړو او کرنې سازمان FAO: افغانستان کې سلګونه زره بزګرې کورنۍ د خوړو او عاید د تامین لپاره بیړنیو مرستو ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان FAO وايي په افغانستان کې څه دپاسه ۱ میلیون او ۷۲۵ زره بزګرې کورنۍ د خوړو او عاید د تامین لپاره بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
دغې ادارې د چهارشنبې په ورځ ( د لړم په ۲۰مه) په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې افغانستان کې بزګران په ځانګړې توګه د کیمیاوي سرې د بیو له لوړ والي زیانمن شوي دي.
دغې ادارې مخکې ویلي وو چې افغانستان کې یې د اقلیمي بدلونونو په وړاندې د کرنې د پیاوړتیا لپاره د ۶ ملیونو ډالرو په ارزښت اروپايي اتحادیې سره یوه ګډه پروژه پیل کړې.
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلونو نه کم عمره لوبډله د اسیا جام په نیمه پایلوبه کې هند سره لوبه کوي
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلونو نه کم عمره لوبډله د پنجشنبې په ورځ د اسیا جام په نیمه پایلوبه کې د هند له ټیم سره لوبه کوي.
د دې سیالیو چې د عمان پلازمېنه مسقط یې کوربه دی، په بله نیمه پای لوبه کې پاکستان او بنګلهدیش سره مخ کېږي.
ټاکل شوې چې د سیالیو پایلوبه د راتلونکې شنبې په ورځ ه ترسره کېږي.
افغانستان کې رسني رپوټ ورکوي چې د روسیې مرستیال صدراعظم د پنجشنبې په ورځ د کابل لیدنه کوي
افغانستان کې رسنیو نن چهارشنبې د بهرنیو چارو وزارت دمرستیال ویاند ضیاء احمد تکل له قوله رپوټ ورکړ چې د روسیې د صدراعظم اقتصادي مرستیال الکسي اوورچوک دیو لوړ رتبه اقتصادي پلاوي په مشری د پنجشنبې په ورځ د کابل لیدنه کوي.
ښاغلی تکل زیاتوي چې د دغه سفر موخه د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا، د پانګونې د فرصتونو ارزونه او د ګډو اقتصادي پروژو په اړه خبرې اترې دي.
روسي رسنیو د دغه خبر تر خپرویدو په دې هکله څه نه و ویلي.
روسیه یوازنی هیواد دی چې افغانستان کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلی او ورسره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې پالي.
مسکو د تیر ۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشت کې طالبان د ممنوع سازمانونو له لیست څخه لیرې کړل.
د ایران ولسمشر له چین سره د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د نښلولو غوښتنه کړې
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د افغانستان له لارې د اوسپنې پټلۍ د ترانزیټي دهلېز پر جوړولو او د چین د رېل پټلۍ له شبکې سره د هغه پر نښلولو ټینګار کړی دی.
د ایران د ولسمشرۍ د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، پزشکیان د سې شنبې په ورځ «د لړم په ۱۹مه» په تهران کې د اوسپنې پټلۍ د ترانسپورټ نړیوال کنفرانس ته په استولي پیغام کې د هرات-مزار شریف د اوسپنې پټلۍ د جوړولو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د ایران او افغانستان ترمنځ د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ پروژه شاوخوا ۲۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې د جوړېدو کار یې تر ډېره بشپړ شوی، خو تر هرات ښارهیې د غځولو کار لا پاتې دی.
ټاکل شوې د هرات-مزار شریف ترمنځ د شاوخوا ۶۵۷ کیلومتره اوږدې پټلۍ په جوړېدو سره افغانستان د ایران او چین ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په یوه مهمه ترانزیټي لار بدل شي.