د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

ځينې ښځینه ورزشکارانې او د کابل ښار اوسېدونکې: د محدودیتونو له کبله سپورټ نه شو کولی


ارشیف: په کابل کې د مېرمنو د سوکوهنې یو کلب. طالبانو اوسمهال په ټول افغانستان کې د ښځو پر سپورټ بندیز لګولی دی.
ارشیف: په کابل کې د مېرمنو د سوکوهنې یو کلب. طالبانو اوسمهال په ټول افغانستان کې د ښځو پر سپورټ بندیز لګولی دی.

د افغانستان یو شمېر ښځینه ورزشکارانې او د کابل ښار ځینې اوسېدونکې وايي، د طالبانو د محدودیتونو له کبله نه شي کولای ورزش وکړي او آن له کوره د باندې د وتلو لپاره هم باید محرم یې ملتیا وکړي.

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د المپیک کمېټې، بدني روزنې او سپورټ ریاست چارواکي، د ښځو لپاره په جلا پارکونو او د اسلامي حجاب په مراعتولو سره د ورزش کولو کومه ستونزه نه ګڼي، یو شمېر ښځینه ورزشکارانې او د کابل ښار اوسېدونکې وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې هم دوی له نارینه‌وو په جلا ورزشي ډګرونو او د حجاب په مراعتولو سره ورزش کاوه.

ښځینه ورزشکارې او د کابل ښار اوسېدونکې نګینه عظیمي ازادي راډیو ته وویل: "وړاندې چې هم موږ ورزش کاوه له نارینو سره یوځای نه وو، زموږ د ورزش ځایونه بېل وو، خو د شته حکومت په راتګ سره په ښځو هر اړخیزه بندیزونه لګېدلي، ورزش، کار او آن په اوس وخت کې له کوره دباندې له نارینه‌وو پرته وتل یې ستونزمن کړي."

د افغانستان د تکواندو د ملي ټیم یوه غړې چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم په راپور کې یاد شي، وايي، هیله یې لرله چې د افغانستان په استازولۍ به نړیوالو میدانو کې لوبېږي، خو د طالبانو محدیتونو دغه هیلې ترې وتروړلې.

هغې وویل: "لس کاله کېږي چې ورزش ته مې مخه کړې او اوه کاله کېږي چې د تکواندو د ملي ټیم غړې یم، خو له بده مرغه د طالبانو په راتګ سره نور نه‌شم کولای ورزش وکړم، ځکه دوی ښځو ته د هېڅ ډول فعالیت اجازه نه ورکوي، موږ دا اوس په خپلو کورونو او پټو ځایونو کې په وېرې سره تمرینونه کوو."

د کابل ښار یوه اوسېدونکې سحر بیا وايي: "که موږ مخکې هم ورزش یا نور فعالیتونه کول نو له سړیو څخه جدا و او وختونه یې بېل بېل وه نو دوی (طالبان) بیا ولې په هرڅه کې ښځې محکومې ګڼي؟"

دا په داسې حال کې ده چې تازه د طالبانو د حکومت د المپیک کمېټې، بدني روزنې او سپورټ ریاست چارواکو ویلي چې ورزش د دواړو نارینه او ښځو لپاره مهم دی او د کابل ښاروالۍ له لوري د ښځو لپاره پارکونو له بیا رغولو وروسته مېرمنې کولای شي د شرعي حجاب په مراعتولو سره ورزش وکړي.

د یادې ادارې رییس احمدالله وثیق پرون شنبه د سپټمبر۷مه په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې د کابل ښاروالي پر داسې پلان کار کوي چې له مخې به یې د کابل ښار په ځینو سیمو کې د مېرمنو لپاره ځانګړي پارکونه بیا ورغوي.

هغه ویلي چې د دغه چارې په بشپړېدو مېرمني کولای شي د شرعي حجاب په مراعتولو سره ورزش وکړي.

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت‌الله بارکزي بیا له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه ناخبري ښودلې ده.

په افغانستان کې د طالبانو بياځلي واکمنېدو وروسته ښځې او نجونې د ورزش او سياليو په ګډون له ډېرو نورو برخو راوګرځول شوې چې له کبله یې ورځ تربلې په کور دننه او بهر پر طالبانو فشارونه مخ پر زیاتېدو دي.

تر دې وړاندې د المپیک نړیوالې کمېټې په ګډون بېلابېلو بنسټونو له طالبانو غوښتي چې په سملاسي توګه د ښځو پر وړاندې شته محدودیتونه لغوه او دوی ته په خوندي ډول د سپورټ کولو اجازه ورکړي.

د بشري حقونو د څارسازمان د روان میلادي کال د اپرېل په میاشت کې د یوه راپور په خپرولو سره د المپيک له نړیوالې کمېټې غوښتي وو چې د افغان مېرمنو پر ورزش د طالبانو د بندیزونو له امله د افغانستان د المپیک کمېټه چې اوس د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې ده، تحریم کړي.

XS
SM
MD
LG