د کابل ښار اوسېدونکې ګلدسته چې د درېیو ماشومانو مور ده، وایي چې په خپل وخت کې د پلار او مور د مخالفت له امله یې ښوونځی ونه لوست او د سواد له نعمته پاتې شوه.
دې ازادي راډیو ته وویل دا چې نالوستې ده، له ستونزو ډک ژوند تېروي.
ګلدسته وايي: ډاکتر ته چې ځم ځورېږم، که کوم څوک د کوم ځای ادرس راکړي زه یې نه شم موندلی، زه ړنده یم، ځکه بې سوداه یم او دا ډېرې ستونزې لري.
هغې وویل: "پلار او مور مې موږ ته اجازه نه راکوله چې ښوونځي ته ولاړې شو، ویل به یې چې ښوونځی څه ګټه لري؟ چې ما درس ونه وایه اوس مې ماشومانو سره مرسته نه شم کولای، لوحه نه شم لوستلی، ډاکتر ته چې ځم ځورېږم، که کوم څوک د کوم ځای ادرس راکړي زه یې نه شم موندلی، زه ړنده یم، ځکه بې سوداه یم او دا ډېرې ستونزې لري."
خو ځینې لوستې ښځې وایي، له خپله ژوند خوشحاله دي او د زدهکړو له برکته په ټولنه کې موثره رول لوبولی شي.
د بلخ ولایت اوسېدونکې محبوبه همنوا وایي، د سواد لرلو له برکته یې وکړای شول چې یو سوداګریز شرکت جوړ او له نورو ښځو سره هم مرسته وکړي.
مېرمن همنوا وویل: "په همدې سواد او فکر چې مې درلود ومې کړای شول د ژوند لوړو ته ورسېږم او نن په ځان بسیا اوسم، له ځان، خلکو او ټولنې ته همکاري وکړم، هم زه له بدمرغۍ او غریبۍ ووتم او هم مې څو نورې ښځې له ځان سره کار کې نیولي چې دا ټول مې د زدهکړو له برکته وه چې ځان ته یو شرکت پرانېزم."
نن د سپټمبر اته د سواد زدهکړې نړیواله ورځ ده.
دا ورځ داسې مهال رارسېدلې چې په افغانستان کې له تېرو درېیو کلونو راهیسې د طالبانو لهخوا له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې بندې او دوی له پوهنتونونو هم راګرځول شوي دي.
د کابل ښار اوسېدونکې او د یوولسم ټولګي زدهکوونکې کبرا حیدري ازادي راډیو ته وویل، د ښوونځي دروازې دې د دوی پر مخ پرانیستل شي تر څو په خبره یې خپلو هیلو ته ورسېږي.
هغې وویل: "هر انسان حق لري چې زدهکړې وکړي، له بده مرغه زه نه شم کولای خپلو زدهکړو ته دوام ورکړم، ځکه چې د ښوونځیو دروازې تړل شوي او هغه څه مو چې ارمان او هیلې دي نهشو ورته رسېدلی، زه له اوسني حکومته غواړم چې د ښوونځیو دروازې د زموږ پر مخ پرانېزي چې موږ مو هیلو ته ورسېږو."
د ننګرهار ولایت یوه اوسېدونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، وایي چې د انجنینري پوهنځي د درېیم کال محصله وه چې د پوهنتونونو د تړل کېدو له امله یې زدهکړې په نیمایي کې پاتې شوې.
هغه وايي: "زما زدهکړې د طالبانو په راتګ د انجنیري پوهنځي په شپږم سمستر کې نیمګړې پاتې شوې، په ژوند کې له زیاتو ستونزو سره مخ یم، کله چې مې زدهکړې نیمایي کې پاتې شوې ډېره خفه شوم، که یوه ښځه زدهکړې ولري کولای شي ټوله کورنې باسواده کړي او راتلونکی نسل او اولادونه به یې تعلیم یافته وي."
د ملګرو ملتونو، فرهنګي، علمي او ښوونیز سازمان یونسکو درې اوونۍ مخکې ویلي وو چې طالبانوله زدهکړو د ۱.۴ میلیونو نجونو په محرومولو د افغانستان د زدهکړو او پوهنې برخې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې له منځه وړي او د یو نسل راتلونکی یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
د یادونې ده چې له دې وړاندې هم ګڼ شمېر افغانان هم ښځې او نارینه د دوامداره جګړو، اقتصادي ستونزو، کورني بېځایه کېدو او کډوالیو له امله له زدهکړو پاتې شوي دي.
د تېر جمهوري نظام پر مهال په ۲۰۱۹م کال کې د پوهنې وزارت د وړاندې شویو شمېرو له مخې، د افغانستان لس میلیونه وګړي چې له ۱۵ کلونو لوړ عمرونه لري نارینه او ښځینه د لیک لوست سواد نه لري او هغه مهال ویل شوي وو چې د بېلابېلو ستونزو له امله هر کال دغه شمېر زیاتېږي.
یونسکو د سپټمبر اته د سواد زدهکړې نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکسپاڼه لیکلی چې سواد کولای شي متقابل درک، ټولنیز پیوستون او سولې ته وده ورکړي.
دغه سازمان له نړیوالو غوښتي څو د سواد زدهکړې ځواک په کارولو سره د یوې پراخې نړۍ لپاره د ټولو لپاره او هر ځای سواد زدهکړې ته د لاسرسي لپاره د د دوی له ماموریت سره یوځای شي.
د سواد زدهکړې ورځ د یونسکو لهخوا مشحصه شوې او له ۱۹۶۷م کال راهیسې په ټوله نړۍ کې له زدهکړو او ښووونې روزنې نه د ملاتړ په هدف نمانځل کېږي.