د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

نديم: د نجونو د زده‌کړو په اړه څېړنې روانې دي؛ نجونې: طالبان به هيڅکله د زده‌کړو اجازه رانه‌کړي


طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د افغان نجونو پر پوهنتوني ز‌ده‌کړو بندیز ولګاوه.
طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د افغان نجونو پر پوهنتوني ز‌ده‌کړو بندیز ولګاوه.

په افغانستان کې د ښوونځیو او پوهنتونونو یو شمېر پخواني زده‌کوونکي او د زده‌کړو د برخې ځينې فعالان وايي، د نجونو د زده‌کړو په اړه د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو د سرپرست د وزیر له څرګندونو ښکاري چې طالبان به هیڅکله نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورنه‌کړي.

د نجونو او ښځو د زده‌کړو په اړه د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو د سرپرست وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د ښوونځیو او پوهنتونو یو شمېر زده‌کوونکې وايي، دا ډول څرګندونې ناهیلې کوونکې دي.

د کابل ښار د پکتیا کوټ لېسې د لسم ټولګې یوه زده‌کوونکې پلوشه د لوړو زده‌کړو د سرپرست وزیر څرګندونو ته په اشارې وايي، د زده‌کړو د بیا پیل په اړه ناهیلې شوې ده.

هغه وايي: "زه په لسم ټولګي کې وم چې طالبان راغلل، تراوسه مې هم یو څه تمه وه چې کېدای ښوونځي بېرته خلاص شي، خو د لوړو زده‌کړو د وزیر له پرونیو خبرو معلومېږي چې دا کار نه کېږي، زموږ هیلې له خاورو سره خاورې شوې."

د ننګرهار پوهنتون یوه محصلې چې نه یې غوښتل په دې راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډيو ته وویل: "زه د خپل پوهنتون عمومي اول‌نمره ومه کار مې کاوه او ډېرې هیلې مې لرلې، خو اوس ورځ تر بلې له ناهیلۍ سره مخ کېږم ځکه وایم چې نه خلاصېږي نو."

ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر زده‌کوونکې
ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر زده‌کوونکې

دا په‌داسې حال کې ده چې پرون یک‌شنبه د "اګسټ۲۵مه" په افغانستان کې د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم د طالبانو حکومت د دولتي ادارو د لاسته‌راوړنو د تشريح پروګرام په لړ کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې، د نجونو لوړې زده‌کړې حساسه مسئله ده، ډېر اړخونه لري او په اړه یې پرېکړه په څو اوونیو یا میاشتو کې نه‌شي کېدای.

هغه ویلي: "دا هم په ډاډ نه‌شي ویلی چې هرومرو به د زده‌کړو اجازه ورکول کېږي او که نه، د علماوو څېړنې رواني دي، که په څېړونو کې دا ثابته شوه چې په‌دې ډول د ښځو زده‌کړې جایزې دي، دا باور دی چې بیا به هغه جواز پيدا کوي. خو که تحقیقات دا وو چې دا دې معطل وي او نه‌دې وي، نو همداسې به معطل پاتې وي."

دغه طالب چارواکي همداراز په دغه خبري ناسته کې په غیر مستقیم ډول ان وویل چې د نجونو د زده‌کړو په اړه پوښتنې هم تر امر ثاني پورې معطل دي.

د ښځو او نجونو د زده‌کړو په اړه وخت ناوخت بېلابېلو طالب چارواکو څرګندونې کړي، خو په دې اړه د پوښتو کولو په تړاو د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو د سرپرست څرګندونې په خپل ډول کې لومړنۍ دي.

که څه هم دغه طالب چارواکي ویلی چې که څوک د حنفي فقې په رڼا کې د ښځو د لوړو زده‌کړو اړتیا ورته ثابتولی شي او پر څېړنو ولاړ دلایل ولري نو شونې ده چې ښځو او نجونو ته د لوړو زده‌کړو اجازه ورکړل شي، خو دیني عالم عبدالصبور عباسي وايي، په اسلامي شریعت کې د ښځو پر زده‌کړو بندیز نه‌شته.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "د ښځو یا نجونو په تعلیم او زده‌کړو باندې په شریعت کې پابندي نه‌ده لګول شوې، د حضرت محمد (ص) په زمانه کې چې کوم مروج تعلیم وه هغه ښځو زده کاوه، پخپله حضرت محمد (ص) یوې ښځې ته سپارښتنه وکړه چې مېرمن ته یې یعنې حفصې بي بي ته د خط او کتابت پوهه ور زده کړي."

د زده‌کړو د برخې فعالان هم نیوکه کوي چې، د طالبانو حکومت په بېلابېلو بې‌ځایه پلمو د ښځو او نجونو د زده‌کړو مخه نیسي.

کابل کې د نجونو یو ښوونځی چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته تړل شوی
کابل کې د نجونو یو ښوونځی چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته تړل شوی

د زده‌کړو د برخې فعال عبدالهادي وزین ازادي راډيو ته وویل، داسې ښکاري چې طالبان به هیڅکله د نجونو زده‌کړو ته اجازه ورنه‌کړي.

نوموړی وايي: "هر شی حلال دی ترهغې چې د هغې د ممانعت لپاره دلیل نه وي راوړل شوی، اوس د دې پرځای چې د لوړو زده‌‌کړو وزیر د حنفي فقهې له‌مخې له عالمانو دلیل غواړي، لومړی دې دوی چې د زده‌کړو مخه یې نیولې د منع او عدم جواز دلیل وړاندې کړي، هر هغه څوک چې د اسلامي فقهې په الف‌بې‌تې هم بلد وي په‌دې مسله پوهېږي او سر یې خلاص وي."

که څه هم طالب چارواکو په کراتو د ښځو او نجونو د زده‌کړې په اړه بېلابېلې څرګندونې کړي، خو د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو د سرپرست وزیر دا څرګندونې چې که څوک د حنفي فقهې په رڼا کې د ښځو د لوړو زده‌کړو اړتیا ورته ثابتولی شي، نو ممکن د لوړو زده‌کړو اجازه ورکړل شي ښايي په خپل ډول کې لومړنی وي.

تر دې وړاندې په کور دننه او بهر ځینو دیني عالمانو، د اسلامي همکاریو سازمان او یو شمېر اسلامي هېوادونو له طالبانو په پرله‌پسې ډول غوښتي چې د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې پرانیزي، خو طالبانو تر اوسه دې غوښتنې مثبت ځواب نه‌دی ویلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG