د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

پر افغان نجونو د طالبانو محدوديتونه؛ د انځور په ژبه د افغان انځورګرو نجونو غبرګون


د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته چې پر نجونو د زده‌کړو محدوديتونه لګېدلی، ډېری نجونو د رسامۍ هنر ته مخه کړې.
د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته چې پر نجونو د زده‌کړو محدوديتونه لګېدلی، ډېری نجونو د رسامۍ هنر ته مخه کړې.

په افغانستان کې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو د حکومت له‌خوا لګول شویو محدودیتونو ته، د افغان انځورګرو نجونو له‌خوا د هنر په ژبه غبرګون.

خپلو محدودیتونو ته، د بیان لپاره د هنر ژبه لټول.

د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي چې خپل او په افغانستان کې دننه یې د استوګنې د سیمې نوم په راپور کې واخیستل شي، د کابل پوهنتون د هنرونو پوهنځي د دوهم کال محصله وه، چې د طالبانو حکومت پر نجونو لوړې زده کړې بندې کړې.

هغې ازادي راډيو ته وويل: "په لومړیو کې مې رسامي په اماتور ډول له ځان سره کوله، خو ورسته مې چې دې ته پام شو، چې زه څومره هنر سره راحته یم، څومره هنر راباندې ګران دی نو کانکور ازموینه کې مې ګډون وکړ او د هنرونو پوهنځي ګرافیک ډیزان برخه مې انتخاب کړه، چې له نېکه‌مرغه ورته کامیابه شوم، خو متاسفانه پوهنتونونه د نجونو پر مخ وتړل شول."

" کوم محدودیتونه چې نظام رامنځته کړي، هنرمندان یې محدود کړي او ان دوی نه‌شي کولای هغه څه چې غواړي انځور یې کړي،

خو هنر چې پخوانی ملګری یې و، یوازیتوب ته نه‌ده پرېښې او د کور په څلور دېوالونو کې یې هم ورسره پالي.

دا افغان انځورګره پېغله وايي، هنرمندان غواړي چې خپل د ذهن زېږنده موضوعات او هغه چې په ټولنه کې رامنځته کېږي د خپل هنر له لارې خپلو خلکو ته وړاندې کړي، خو په خبره یې، ځيني محدویتونه شته چې له امله یې نه‌شي کولی دا چاره ترسره کړي.

دا وايي: " کوم محدودیتونه چې نظام رامنځته کړي، هنرمندان یې محدود کړي او ان دوی نه‌شي کولای هغه څه چې غواړي انځور یې کړي، په فکر کې یې ګرځي، انتقاد پرې وکړي، نه‌یې شي کولای په هنري قالب کې، د اثر په توګه رامنځته کړي."

خو له‌دې محدودیتونو سره سره هم زیاتوي، چې د خپل هنر پر مټ، پر افغان نجونو او ښځو لګېدلو محدودیتونو ته یې وخت په وخت د بیان ژبه لټولې ده.

دا افغان انځورګره پېغله وايي، هنرمندان غواړي چې خپل د ذهن زېږنده موضوعات او هغه چې په ټولنه کې رامنځته کېږي د خپل هنر له لارې خپلو خلکو ته وړاندې کړي
دا افغان انځورګره پېغله وايي، هنرمندان غواړي چې خپل د ذهن زېږنده موضوعات او هغه چې په ټولنه کې رامنځته کېږي د خپل هنر له لارې خپلو خلکو ته وړاندې کړي

نسترن بېکزاده چې بله افغانه انځور ګره ده، د دې کیسه بیا بېله ده، هغه چې په جلا وطنۍ کې زېږدلې او لویه شوی ده، استاد ته ناسته ده او هنرمنده شوې ده.

خو تنکۍ پېغله نسترن چې یوازې اتلس کاله عمر لري وايي، کله هم د خپل وطن او وطنوالو لرې نه‌ وه، هیله یې وه چې یوه ورځ خپل هېواد ته ولاړه شي، خو په خبره یې په افغانستان اوس د طالبانو د حکومت له‌خوا پر نجونو او ښځو لګېدلو محدودیتونو ته په پام، دا هیله یې ورته ځوانیمرګه ښکاري.

افغانستان اوس د نجونو لپاره د یو بې‌رحمه زندان حکم لري."
انځورګره نسترن

نسترن د افغانستان په ګاونډي هېواد ایران کې اوسېږي.

نوموړې ازادي راډيو ته وويل: "زه تر اوسه افغانستان ته نه یم تللې خو دا مې لوی خوب دی، چې هلته ولاړه شم ژوند وکړم او درس ووایم، د افغانستان سره مې بې‌حده ډېره مینه ده، خو له بده‌مرغه د اوس لپاره دا نا ممکنه ده ځکه افغانستان اوس د نجونو لپاره د یو بې‌رحمه زندان حکم لري."

نسترن د تور قلم (سیاه قلم) سبک انځورګري کوي، وايي پر افغانستان د طالبانو حکومت په بیا واکمنېدو سره یې هڅه وکړه، چې پر افغان نجونو او ښځو د دوی له‌خوا لګولو شوي محدودیتونه د هنر په ژبه بیان کړي، خو په خبره یې له نتیجې یې ناهیلې ده.

هغه وايي: "د طالبانو په راتګ سره افغانستان ته د تګ تمه ټوله وشلېده، بیا مې هڅه وکړه چې د خپل هنر له لارې د نجونو لپاره یو پیغام دنیا ته ورسوم خو فکر کوم نتیحه یې نه درلوده."

د نسترن د کښل شوي انځور بېلګه
د نسترن د کښل شوي انځور بېلګه

په افغانستان کې دننه یو بله انځورګره، هغه چې د ګرافیک ډیزاین په برخه کې یې خپل زده‌کړې د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو په پوهنځي کې د طالبان تر بیاځلي واکمنېدو مخکې بشپړې کړي او هنري کارونه یې ډېر په ښوونیزو برخو کې دي.

انځورګرې نجونې وايي، غواړي د خپلو او نورو نجونو هيلې د انځور په ژبه رسامي کړي.
انځورګرې نجونې وايي، غواړي د خپلو او نورو نجونو هيلې د انځور په ژبه رسامي کړي.

دې هم د نوم نه خپرولو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل، وخت په وخت په افغانستان کې د طالبانو حکومت له‌خوا پر نجونو او ښځو محدودیتونو ته انځوریزه ژبه ورکړې ده.

دا انځورګره پیغله زیاتوي: "په افغانستان کې د هر دلیل پر بنسټ زده‌کړې او تعلیم ته پاملرنه ورځ په ورځ پیکه کېږي، په ځانګړي ډول نجونو ته، دا واقعاً خواشینې کوونکې ده، هیله مې ده چې ټول په افغانستان د زده‌کړې او د تعلیم له حق څخه برخمنې شي."

د طالبانو حکومت په افغانستان تر بیاځلي واکمنېدو وروسته چې نږدې درې کاله ورنه تېرېږي، نجونې منځنیو ښوونځیو ته له تګ منع کړې او د ۲۰۲۲ زېږدیز کال په دسمبر میاشت کې یې له لوړو زده‌کړو هم راوګرځولې.

دوی دغه شان په ډېری نورو برخو کې هم د ښځو فعالیتونه محدود کړي، چې د هنرونو په برخه کې زده‌‌کړې هم په‌کې شاملې دي، خو ازادي راډیو سره په خبرو کې یو شمېر انځورګرو نجونو ویلي، چې اوس په انلاین ډول د لا زده‌کړو او هنر ترلاسه کولو هڅه کوي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG