د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

د خطاطۍ او انځورګرۍ د کورسونو مسوولان: ورځ تر بلې مو د زده‌کوونکو شمېر کمېږي


ارشیف: په کندهار کې د انځورګرۍ او خطاطۍ له یوه کورس څخه انځور
ارشیف: په کندهار کې د انځورګرۍ او خطاطۍ له یوه کورس څخه انځور

په افغانستان کې د انځورګرۍ او خطاطۍ د کورسونو یو شمېر مسوولان وايي، د هرې ورځې په تېرېدو یې د زده‌کوونکو شمېر کمېږي.

فاطمه احمدی اته کېږي چې انځورګري کوي.

دا چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې په یو کورس کې نورو ته انځورګري ور زده‌ کوي وايي، انځورګري په زړه پوری هنر دی خو ورځ تر بلې یې زده‌کوونکې کمېږي.

د نوموړې په خبره، د کورس په لومړیو کې یې زده‌کوونکي ډېر وو.

هغه وايي: "په لومړیو کې تر ۵۰ زده‌کوونکو زده‌کړې کولې، خو اوس یې شمېر ۳۰ ته راښکته شوی دی او ورځ تر بلې دا شمېر کمېږي. د انځورګرۍ مینه‌وال ډېر دي، خو د موجوده شرايطو له امله ډېر زده‌کونکي نه راځي او نور کورسونه هم تړل شوي دي."

فاطمه زیاتوي پر نجونو د زده‌کړو د بندیزونو له امله یې د زده‌کوونکو شمېر کم شوی او د خلکو اقتصادي وضعیت هم ښه نه‌دی، چې وکولای شي په خپلو اولادونو هنري زده‌کړې وکړي.

په همدې حال کې یو بل انځورګر چې نه‌غواړي په دې راپور کې یې نوم خپور شي او له تېرو لسو کلونو راهیسې په هرات ولایت کې د انځورګرۍ د زده‌کړې کورس لري وايي، انځورونه او انځورګري اوس چندان بازار نه‌لري.

ياد انځورګر وايي: "زده‌کوونکي له درېیو میاشتو زیات دوام نه‌کوي، ځکه باید پیسې ورکړي. په تېرو کلونو کې نندارتونونه او بهرني بنسټونه وو چې انځورونه په‌کې پلورل کېدل خو اوس هېڅ نه‌شته."

د کابل ښار یوه اوسېدونکې فرشته وايي، د انځورګرۍ او میناتورۍ له هنر سره ډېره مینه لري، ځکه چې غواړي له دې لارې خپل احساسات بیان کړي، خو نوموړې ازادي راډيو ته وویل، اقتصادي ستونزې یې لامل شوي چې خپل د خوښې وړ هنر سم ونه پالي.

فرشته وايي: "زه د نقاشي او انځوګرۍ سره ډېره مینه لرم، مخکې د انځورګرۍ د زده‌کړې لپاره کورس ته تللم، خو طالبانو کورسونو ته زموږ د تګ مخه ونیوله، د دې وسه او توان هم نه‌لرو چې کورنی ښوونکی ونیسو، ځکه چې مخکې مې خور او پلار کار کاوه اوس بې‌کاره پر کور ناست دي."

ارشیف: په کابل کې د خطاطۍ له فیسټیوال څخه یو انځور
ارشیف: په کابل کې د خطاطۍ له فیسټیوال څخه یو انځور

خو افغانه انځورګره مژګان درانۍ چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې یې په خپل کور کې زده‌کوونکو لپاره د انځورګرۍ، نقاشۍ او خطاطۍ زده‌کړې پیل کړي وايي، اوسمهال ۲۵ شاګردان لري.

نوموړې وايي، د انځورګرۍ د زده‌کړې لپاره ورته زیات خلک مراجعه کوي.

اغلې مژګان وايي: "موږ چې کله په نندارتون کې برخه اخلو او خلک زموږ هنري اثار ګوري له هغې وروسته د انځورګرۍ د زده‌کړې لپاره مراجعه کوي."

دا چې د طالبانو حکومت د هنرونو د پیاوړتیا او دغه شان د هنرمندانو د ستونزو د هواري په برخه کې څه پروګرامونه لري په دې اړه د ازادي راډیو خبریال د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نظر هم وغوښت، خو ویاند یې عبدالمتین قانع د دې راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم یو شمېر انځورګرانو او خطاطانو ازادي راډيو ته ویلي وو، چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو مخکې یې کارونه ښه روان وو او ګالرۍ یې درلودې، خو اوس د هنري اثارو د پلور د کمښت له امله وزګاره او پر کور ناست دي.

XS
SM
MD
LG