د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

درې کلنۍ ته د طالبانو بياځلي واکمنۍ نژدې کېدل؛ يو شمېر نجونې: د خپلو زده‌کړو په اړه اندېښمنې يو


د نجونو يو ښوونځی، ارشيف
د نجونو يو ښوونځی، ارشيف

د طالبانو واکمنۍ درې کلنۍ ته په نږدې کېدو؛ له زده‌کړو محرومې یو شمېر نجونې د خپل راتلونکي په اړه اندېښنې مطرح کوي.

په افغانستان کې له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د بندوالي په دوام، له زده‌کړو یو شمېر محرومې نجونې وایي د خپلو زده‌کړو د راتلونکي په اړه ناهیلي شوې دي.

له زده‌کړو بې‌برخې مریم ازادي راډیو ته وویل، طالبانو پر افغانستان د بیا واکمنېدو په لومړیو کې اعلان کړی و، چې ښوونځي به بل امر پورې بند وي خو دوی لا هم په‌دې اړه بل امر نه‌دی صادر کړی.

"کله چې طالبان راغلل زه په لسم ټولګي کې وم، چهارنیماه ازموینې مو وې او له هغه وروسته مو ونه‌شوای کړای چې ښوونځي ته ولاړې شو
مريم

هغه وايي: "کله چې طالبان راغلل زه په لسم ټولګي کې وم، چهارنیماه ازموینې مو وې او له هغه وروسته مو ونه‌شوای کړای چې ښوونځي ته ولاړې شو، لومړی کال پوهنتونونه هم خلاص وو او موږ هیله‌مندې وو، چې کېدای شي ښوونځي هم پرانیستل شي، خو بندیزونه او محدودیتونه ورځ په ورځ زیات شول، روزنیز کورسونه او مرکزونه ټول تړل شوي دي."

دا په‌داسې حال کې ده چې د روان ښوونیز کال له پیله د ملګروملتونو علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان "یونسکو" ویلي وو چې، یو میلیون او ۴۰۰ زره له شپږم ټولګیو لوړې نجونې په افغانستان کې ښوونځیو ته له تګ محرومې دي.

یو شمېر نجونې چې اوس په شپږمو ټولګیو کې دي وایي، تر راتلونکو څلورو نورو میاشتو به له شپږم ټولګیو پورته د زده‌کړو د دوام فرصت له لاسه ورکړي.

د شپږم ټولګي زده‌کوونکې ۱۱ کلنه زحل وایي، دا به تر راتلونکو څو میاشتو دا ټولګی پای ته ورسوي او اندېښمنه ده چې له‌دې وروسته په کور کېږي.

هغې ازادي راډيو ته وويل: "سږ کال زموږ وروستی کال په ښوونځي کې دی او چهارنیماه ازموینې هم ښې تېرې شوې، د شپږم ټولګي مو یوازې درې یا څلور میاشتې پاتې دي، زه ډېره اندېښمنه يم چې بیا به مو ملګرې او استادان ونه‌شم لیدلی، هیله لرم چې لوړې زده‌کړې وکړای شم او له شپږم پورته تر دولسم ټولګي درس ووایم."

یو شمېر نجونې چې اوس په شپږمو ټولګیو کې دي وایي، تر راتلونکو څلورو نورو میاشتو به له شپږم ټولګیو پورته د زده‌کړو د دوام فرصت له لاسه ورکړي.
یو شمېر نجونې چې اوس په شپږمو ټولګیو کې دي وایي، تر راتلونکو څلورو نورو میاشتو به له شپږم ټولګیو پورته د زده‌کړو د دوام فرصت له لاسه ورکړي.

بل‌خوا په جینوا کې د ملګروملتونو سازمان د شنبې په ورځ په خپله ایکس‌‌پاڼه د افغان نجونو د زده‌کړو د کمپاین په شریکولو سره لیکلي، چې هره نجلۍ له استثنا پرته د امنیت، زده‌کړو او برابرو فرصتونو درلودلو وړ ده.

له‌دې سره د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هم په خپله ایکس‌پاڼه ویلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د نجونو او ښځو ژوند د یو ډارونکي خوب په شان و.

دغه سازمان زیاته کړې چې ټاکل شوې، د روانې اګسټ میاشتې پر ۱۵مه د افغان ښځو او نجونو د حقونو په اړه پر ایکس یا پخواني ټویټر سپېس غونډه جوړه کړي.

د زده‌کړو د برخې فعالان وایي، د دغه بهیر دوام کولای شي پر افغان ټولنه منفي اغېزې پرېباسي ځکه په خبره یې د نجونو یو نسل له زده‌کړو محرومې پاتې کېږي.

د زده‌‌کړو د حقونو فعال فضل‌هادي وزین ازادي راډیو ته وویل: "د ښوونځي او پوهنتون تړلي پاتې کېدل یوه ملي او نه جبرانېدونکې فاجعه ده، زه فکر کوم تر هغه چې د طالبانو په رهبرۍ کې د نجونو د درس او تعلیم مخالفین موجود وي، د نجونو د تعلیم د دروازه پرانيستل ډېره سخت برېښي."

نجونې په ۲۰۲۲ کال د سمبر مياشت کې پوهنتونونو ته له تګ هم راوګرځول شوې.
نجونې په ۲۰۲۲ کال د سمبر مياشت کې پوهنتونونو ته له تګ هم راوګرځول شوې.

دا په‌داسې حال کې ده چې د ملګروملتونو په ګډون، د بشري حقونو او ګڼو نورو سازمانونو او د هېوادونو استازو له طالبانو غوښتي چې له شپږم ټولګیو پورته د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې دې د نجونو پر مخ پرانیزي.

خو طالبانو څو ځلې ټینګار کړی چې د نجونو تعلیم د دوی کورنۍ مسئله ده.

د طالبانو حکومت د تېر ۲۰۲۱ کال د سپټمبر پر ۱۸مه نېټه د یو فرمان په صادرولو له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر مخ ښوونځي بند کړل.

ورپسې په تېر ۲۰۲۲ کال او د ۱۴۰۲ ښوونیز کال په پیل سره هم مهاله له شپږم ټولګیو پورته نجونې چې ښوونځیو ته ورغلې، خو د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې له شپږم ټولګیو پورته نجونې ښوونځیو د تګ اجازې لپاره بل امر ته په تمه شي، هغه امر چې لا یې څرک نه لګېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG