د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

د کانکور د ازموینو پایلې اعلان شوې؛ د لومړي مقام ګټونکی: طالبان دې د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازې پرانېزي


رحیم‌زوی چې له حبیبیې لېسې څخه فارغ دی، د ۳۵۹،۶۱ نمرو په ګټلو سره د کابل طبي پوهنتون ته بریالی شوی دی.
رحیم‌زوی چې له حبیبیې لېسې څخه فارغ دی، د ۳۵۹،۶۱ نمرو په ګټلو سره د کابل طبي پوهنتون ته بریالی شوی دی.

د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د عمومي کانکور د ازموینو پایلې نن د چنګاښ په ۳۱مه اعلان شوې.

د کابل ښار اوسېدونکی اتل خان رحیم‌زوی د دغه ازموینو عمومي اول نمره اعلان شو.

رحیم‌زوی د کابل له حبیبې لېسې فارغ او د ۳۵۹،۶۱ نمرو په اخیستلو د کابل طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.

هغه ازادي راډيو ته وویل د خپلې دغه بریا له امله خوښ دی، خو د طالبانو له حکومته غواړي چې د نجونو پر وړاندې هم د زده‌کړو دروازې پرانېزي.

رحیم‌زوی زیاته کړه: "کله چې تلوېزیون ته ناست وو درېیم نمره او دوهم نمره اعلان شول چې کله اول نمره اعلانېده زړه کې مې وګرځېده چې اول نمره زه یم، بیا چې کله اعلان شو ډېر هیجاني او خوشحاله وم."

د ۱۴۰۳ لمریز کال د کانکور ازموینې دوهم نمره سید حامد هاشمي د بلخ ولایت اوسېدونکی دی چې ۳۵۷.۷۱ نمرې یې ترلاسه کړي او درېیم نمره شفیع الله نظامي د فراه ولایت اوسېدونکی دی چې ۳۵۷.۲۵ نمرې یې ترلاسه کړي دي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم د کانکور ازموینو د پایلو اعلان په مراسمو کې وویل د تېر کال په پرتله سږ کال د بریالیو ځوانانو شمېر لوړ دی.

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم
د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم

د طالبانو حکومت د ازموینو ملي ادارې د معلوماتو له مخې سږ کال شاوخوا ۱۰۰زره زده‌کوونکو په دې ازموینو کې برخه اخیستې وه، خو دا لا معلومه نه ده چې څومره کسانو یې د لوړو زده‌کړو موسسو ته لاره پیدا کړې ده.

د ازموینو د ملي ادارې د اعلان شویو شمېر له مخې په ۱۴۰۱ لمریز کال د کانکور په عمومي ازموینو کې ۱۴۰زره ، په ۱۴۰۰ کال کې ۱۸۰زره او په ۱۳۹۹ لمریز کال کې ۲۰۰زره کسانو د کانکور په عمومي ازموینو کې برخه اخیسته وه.

د سږ کال کانکور د ازموینو پایلې په داسې حال کې اعلان شوې دا دوهم کال دی چې ښځینه زده‌کوونکو ته په دې ازموینه کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي.

طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو په هر ډول زده‌کړو بندیز لګولی دی.

په فراه کې د نجون یو ښوونځی. دا مهال په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو د زده‌کړو پرمخ تړل شوي دي.
په فراه کې د نجون یو ښوونځی. دا مهال په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو د زده‌کړو پرمخ تړل شوي دي.

له زده‌کړو بې برخې یو شمېر نجونې وايي، دا چې د کانکور په ازموینه کې نجونو ګډون نه درلود، دوی ته د بې عدالتۍ او خواشینۍ احساس ورکوي.

بهار او زلفا چې له کلونو راهیسې یې د کانکور ازموینو ته چمتووالی نیولی، خو له درېیو کلونو راهیسې په کورونو ناستې دي.

هغوی له ازادي راډيو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

بهار وايي: له تحصیلي زده‌کړو څخه د نجونو محرومیت یوه ستره بې‌عدالتي ده.

بهار وايي: "نن ښايي هلکانو لپاره ډېره اړینه ورځ وي چې خپلې پایلې لاسته راوړي، خو نن داسې یوه ورځ ده چې زموږ په ټولنه کې د جنسیتي نابرابرۍ یو تریخ حقیقت ښيي، له تحصیلي زده‌کړو څخه د نجونو محرومیت یوه ستره بې‌عدالتي ده."

زلفا وویل: "نن که ښوونځي او پوهنتونونه خلاص ول موږ به هم خپلو پایلو ته په تمه وو چې چېرته بریالۍ شوې یوو، زموږ راتلونکی څنګه کېږي، نن به ټولو نجونو ته یوه داسې ورځ وه چې برخلیک یې وټاکل شوي او خپلو هیلو ته ورسېږي، خو ویې نه شو کولای چې د تېرو دوو کلونو په څېر زده کړې وکړي یا د کانکور ازموینه ورکړي."

د نجونو له حضور پرته د کانکور ازموینو ترسره کېدل او د پایلو اعلان داسې مهال دي چې د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو مخکې نجونو په دې ازموینو کې ښې لاسته راوړنې درلودې او څو څو ځله د دې ازموینې د لومړي مقام ګټونکې شوې دي.

خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نجونو پر زده‌کړو له بندیز وروسته دوی د افغان مېرمنو په هر ډول ټولنیز، سیاسي او فرهنګي فعالیتونو هم بندیزونه ولګول او ان دوی یې په ډېری دولتي او نادولتي ادارو کې له کار کولو منع کړې.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG