د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

افغانستان کې د کانکور ازموینو پای؛ ځینې ځوانان د نه ګډون لامل اقتصادي ستونزې او د انګیزې نشتوالی بولي


د کانکور ازموینې یو مخکېنی انځور
د کانکور ازموینې یو مخکېنی انځور

د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو موسساتو ته د کانکور ازموینې بهیر پای ته ورسېد.

د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو موسساتو ته د کانکور ازموینې بهیر پای او د ګډون کوونکو په شمېر کې د پام وړ کموالي په اړه اندېښنې.

د سږني کال د کانکور ازموینې د پنځو پړاوونو څلورم پړاو سیالۍ د روان کال د پنجشنبې په ورځ په خوست، لغمان، ننګرهار، نیمروز، کندهار، فراه او هلمند ولایتونو کې د درېیو ورځو لپاره واخیستل شوې.

د طالبانو د حکومت د ازموینو ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، پنځم پړاو چې متفرقه او له پولې بهر ازموینې په کې شاملې دي، ټاکل شوې چې د چنګاښ میاشتې په ۲۴مه نېټه ترسره شي.

د سږني سیالیو د ګډون کوونکو ټوله شمېره تر اوسه نه ده اعلان شوې، خو د ځینو ولایتونو د شمېرو له مخې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ کموالی په کې راغلی دی.

هرات ولایت چې له کابل وروسته د افغانستان یو له ګڼ مېشتو ولایتونو څخه دی او د سږ کال د کانکور په لومړي پړاو کې شامل و، د دغه ولایت د سیمه‌ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې درې زره کسانو په کې ګډون کړی و، په داسې حال کې چې د طالبانو تر واکمنۍ ورسته په لومړۍ کانکور ازموینه کې نېږدې اووه زره داوطلبانو په کې ګډون کړی و او تر هغې په مخکې کلونو کې یې ان شمېر له ١۵زرو ډېر بلل کېده.

بلخ چې د افغانستان یو بل ګڼ مېشتی ولایت دی، سږ کال یې په کانکور ازموینه کې له ۴۶۰۰ څخه زیاتو د دولسمو ټولګیو فارغانو ګډون کړی وو، په داسې حال کې چې تېر کال له ۶۰۰۰ څخه زیات و او د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې د نجونو په ګډون شاوخوا ۱۵زره کسانو په کې برخه اخیستې وه.

طالبانو له دوو کلونو راهیسې پر نجونو په کانکور ازموینو کې پر ګډون بندیز لګولی دی.

په نورو ولایتونو کې هم د کانکور ګډونوال کم شوي دي.

د طالبانو د حکومت د ازموینو د ملي ادارې ویاند مدیرجان کوټوال د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې د سږ کال د کانکور په ازموینو کې له ۱۶ ولایتونو شاوخوا ۳۱زره کسانو ګډون کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ازموینو د ملي ادارې له‌خوا د اعلان شویو شمېرو له مخې، په ۱۴۰۲ کال کې د کانکور په ازموینه کې د ګډون کوونکو شمېر له ۸۴زرو څخه ډېر و، په ۱۴۰۱ کې څه باندې ۱۴۰زره، په ۱۴۰۰ کې شاوخوا ۱۸۰زره او په ۲۰۱۹م کال کې څه باندې ۲۰۰زره تنه وو چې نجونې هم په کې شاملې وې.

ارشیف: په ۲۰۲۰م کال د خوست او پکتیا د دولسمو ټولګیو فارغو نجونو په کانکور ازموینه کې برخه اخیستې وه. طالبانو اوسمهال په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
ارشیف: په ۲۰۲۰م کال د خوست او پکتیا د دولسمو ټولګیو فارغو نجونو په کانکور ازموینه کې برخه اخیستې وه. طالبانو اوسمهال په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

د طالبانو د حکومت د ازموینو ملي ادارې ویلي، په پام کې لري چې سږ کال په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې لږ تر لږه ۷۵زره نارینه محصلین جذب کړي.

خو ولې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د کانکور ازموینو ته د کاندیدانو شمېر د پام وړ کم شوی دی؟

یو شمېر ځوانان وايي چې د اقتصادي ستونزو او د انګېزې د نشتوالي له امله یې په دې ازموینه کې ګډون نه دی کړی.

یو ځوان چې د کابل ښار اوسېدونکی دی، تېر کال له لېسې فارغ شوی او نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې د خپلو زده‌کړو د دوام لپاره هېڅ انګزه نه لري.

هغه وویل: "زه شخصاً نه غواړم خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړم. زما ټولګیوال چې له یو ۴۵ کسیز ټولګي څخه فارغ شوي یوو، یوازې دوه یا درې کسانو یې چې کورنیو یې ډېر ټینګار کاوه، په ازموینه کې برخه واخیسته، نور انګېزه، فکر او ارامه ذهن نه لري چې زده‌کړو ته دوام ورکړي."

د هلمند ولايت اوسېدونکى نويداحمد وايي، د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولى چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "د کانکور په ازموينه کې مې دوه ځلې برخه واخيسته، خو نتیجه يې معلومه نه شوه او له همدې امله مې سږ کال د کانکور په ازموينه کې ګډون ونه کړ، په کور کې هم ستونزې وې، نورې ستونزې هم ورسره وې، د دې دلیلونو له امله، مې ونه غوښتل چې ګډون وکړم."

دا وضعیت د افغانستان لپاره څه پایلې لرلی شي؟

د ټولنيزو چارو يوه فعال سنګر اميرزاده وايي، د هیواد بې برخلیکه حالت، بهر ته تګ لپاره د ځوانانو هڅې او منځنیو او لوړو زده‌کړو څخه د نجونو بې برخې کول د افغانستان خلک ناهیلي کړي دي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "لږ تر لږه سبا چې په عامه اصطلاح څوک له خوبه راویښېږي په دې به پوه شي چې زه کوم خوا روان یم، موږ تر اوسه په دې برخه کې نه یو بریالي شوي. تر څو چې د سبا لپاره د هېواد د لارې نقشه روښانه نه شي، ممکن موږ له دې حالت نه هم د بد په لور ولاړ شو."

بل خوا د زده‌کړو د برخې یو فعال خوشال روهي وايي، که دا لړۍ همداسې دوام وکړي، افغانستان به په نږدې راتلونکي کې د مسلکي کادرونو له کمښت سره مخ شي چې د دغه هېواد پر راتلونکي به ناوړه اغېزه ولري.

هغه ازادي راډيو ته وویل: د مسلکي کادرونو کمښت به یقیناً د خلکو د ژوند په ټولو برخو په ځانګړي ډول پر اقتصاد او د خدمتونو پر وړاندې کولو منفي اغېز وکړي، زه اندېښمن یم چې موږ به یوځل بیا دې ته اړ شو چې له ګاونډیو او لرې هېوادونو متخصصین راوغواړو."

د کانکور په ازموينه کې د ګډون کوونکو د شمېر د کمېدو په اړه دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د طالبانو له بيا واکمنۍ وروسته د پوهنتونونو لسګونه استادانو خپلې دندې پرېښې او بهر ته تللي، د نجونو پر زده‌کړو هم بنديز لګېدلی او طالبانو هم په مسلکي بنستونو خپل کسان ګمارلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG