د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

له زده‌کړو بې‌برخې شوې يوې نجلۍ په غزني کې نجونو ته د زده‌کړو وړيا ټولګی جوړ کړی


ربابه وايي، هغې د "له زده‌کړو ملاتړ" په نوم دا ښوونځى د خپل کلي د نورو نجونو د باسواده کېدلو په نيت جوړ کړى. 
ربابه وايي، هغې د "له زده‌کړو ملاتړ" په نوم دا ښوونځى د خپل کلي د نورو نجونو د باسواده کېدلو په نيت جوړ کړى. 

په غزني کې له زده‌کړو پاتې يوې نجلۍ نورو هغو نجونو ته چې له زده‌کړو بې‌برخې دي وړیا د زده‌کړو ټولګى جوړ کړى.

ربابه بياني د غزني ولایت په یو لیرې پروت کلي کې د نجونو لپاره د زده‌کړو وړیا ټولګي جوړ کړي دي.

ربابه په لسم ټولګي کې وه کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول او هغه ښوونځي ته له تللو راوګرځول شوه.

هغې ازادي راډيو ته وویل، هيڅ نه‌ده ناهيلې شوې او خپلو هڅو ته یې دوام ورکړی.

نوموړې وايي: "په لومړيو کې ټولو فکر کاوه چې زه يې نه‌شم کولی، مګر غوښتل لاسته راوړل دي، موږ کولی شو هغه څه وکړو او څه چې غواړو تر لاسه يې کړو، هیڅکله نه ناهيلې کېږو او هیڅکله ماته و نه‌منو. ښکلی باران تل له تورو وریځو څخه را ورېږي."

ربابه زياتوي، هغې د "له زده‌کړو ملاتړ" په نوم دا ښوونځى د خپل کلي د نورو نجونو د باسواده کېدلو په نيت جوړ کړى.

نوموړې چې هره ورځ له ۲۰ ډېرو نجونو ته د ونو لاندې خلاصه فضا کې زده‌کړه ورکوي ازادي راډيو ته يې وويل: "زموږ سيمه له بازار او درسي ځايونو څخه ډېره لرې ده له همدې امله او ستونزو له وجې د ژمي په وروستۍ مياشت کې مې دا پرېکړه وکړه چې خپله سيمه کې د زده‌کړو مرکز جوړ کړم."

ربابه وايي، د هغې په کلي کې ډېرو خلکو هڅه وکړه چې ټولګى يې ور بند کړي، خو هڅو يې ځاى و نه نيوه
ربابه وايي، د هغې په کلي کې ډېرو خلکو هڅه وکړه چې ټولګى يې ور بند کړي، خو هڅو يې ځاى و نه نيوه

ربابه وايي، د هغې په کلي کې ډېرو خلکو هڅه وکړه چې ټولګى يې ور بند کړي، خو هڅو يې ځاى و نه نيوه.

هغه وايي، د خپلو زده‌کوونکو لپاره چې له زده‌کړې سره ډېره لېوالتيا لري، د مناسب ځاى په موندلو کې مرستې ته اړتيا لري.

یو شمېر نجونې چې په‌دې ټولګي کې پر زده‌کړو بوختې دي ازادي راډيو ته يې وویل، که څه هم ټولګى د ښوونځي ځای نه‌شي نیولی، خو دوی خوښ دي چې په خپل کلي کې دا يو ټولګى هم ورپاتې دى.

وحیده، چې له ښوونځي بې‌برخې شوې او د دې ټولګي زده‌کوونکې ده، ازادي راډيو ته وویل: "له نېکه‌مرغه، زموږ لپاره د هيلو يوه کړکۍ خلاصه شوه او دې يوې نجلۍ له‌خوا موږ ته زده‌کړه ښودل کېږي، دا زموږ لپاره یو لويه هیله ده چې مخکې لاړې شو او موږ دلته په راتلو سره ډېر هڅول کېږو او روحيه اخلو."

د ټولګي یوې بلې زده‌کوونکې محدثې ازادي راډيو ته وویل: "موږ د افغانستان په یوه لرې پرته سیمه کې تر یوې ونې لاندې زده‌کړه کوو،

له هغې ورځې چې زموږ د ښوونځي دروازې تړل شوي، روحیه مو له لاسه ورکړه

او د زده‌کړې هیله مو له‌منځه ولاړه، خو د کورس د ښوونکي په مرسته مو بېرته هیله پیدا کړه. بیا مو درس ويل پيل کړل دا ټولګى زموږ لپاره روښنايي شوه چې تيارو کې له موږ سره مرسته وکړي او له کله نه چې دې کورس او ټولګي ته راغلي يو هيلې مو بيا راژوندۍ شوي دي."

طالبانو له شاوخوا دریو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او له شاوخوا دوو کلونو راهیسې یې پوهنتونونه ته هم نه پرېږدي.

د طالبانو له پرله‌پسې بندیزونو وروسته، یو شمیر افغان ځوانانو او فعالانو کورني او انلاين ښوونځي جوړ کړي چې د ربابې بیاني د "له زده‌کړو ملاتړ" ټولګى يو له هغو دى.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG