یو شمېر افغان کورنۍ په ډیجیټلي لوبو یا ګېمونو کې د خپلو ماشومانو او ځوانانو له حده زیاتې بوختیا له امله منفي اغېزو اندېښمنې کړي دي.
دوی وایي، اولادونه یې ډېری ساعتونه د شپې او ورځې په ګرځنده ټیلیفونونو یا کمپیوټرونو کې په ډیجیټلي لوبو بوخت وي چې په خبره یې دې کړنو د دوی پر فزیکي او رواني چلند منفي اغېز کړی دی.
د کابل ښار اوسېدونکي حامد وویل: "زما د اکا زوی دی چې ډېر ګېم کوي، کله ۸ ساعته، ۹ ساعته او ان تر ۱۲ ساعتونو خم ګېم کوي، د ده پر خوی او چلند یې اغېزې ایښي، خوی یې ډېر ور بد کړی، یعنې چلند یې ډېر بد شوی او له روحي پلوه یې هم ډېر زیانمن کړی دی."
د کندهار ولایت اوسېدونکی سادات وایي، زوی یې په ورځ کې له ۵ ساعتونو ډېر هم په ډیجیټلي لوبو بوخت وي او ان ترې غوښتنه کوي چې د شپې یې هم تر ناوخته دغو لوبو دوام ته پرېږدي.
ده ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې ډیجیټلي لوبو کول یې د ۱۰ کلن زوی پر چلند زښتع زیات منفي اغېز کړی دی.
هغه زیاتوي: "له هغې ورځې چې دا ګېمونه او لوبې یې ډېرې شوي، ډېرې ستونزې یې پیدا کړې، مثلاً نه یوازې دا چې له موږ ګوښه شوی او ډېر کله هڅه کوي یوازې واوسي، بلکې خپلو ورځینو چارو ته یې هم کمه رسېدنه کوي، مخکې زموږ هېڅ ورته پام نه وه چې ورته ووایو، پاڅېږه ښوونځي ته چمتو شه یا یې د کورنیو دندو یا نور مسایلو په اړه خبرۍ وکړو."
د تخار ولایت اوسېدونکي او د څلورو ماشومانو مور شکېبا هم وایي چې ټول ماشومان یې پر همدې ډیجیټلي لوبو روږدي شوي دي.
هغې ازادي راډیو ته زیاته کړه: "څلور ماشومان لرم، د څلورو واړو یې تر شپې غیر له ګېم کولو بل کار نهشته، مشر زوی خو مې بیخي لېونی شوی په دې ګېمو، ډېر ماشوم هم نه دی ۱۵ کلن هلک دی."
له دې سره ارواپوه وحید نورزاد په دې باور دی چې اوږد مهالي ډیجیټلي لوبې د روحي او رواني زیانونو تر څنګ د انسانانو په ځانګړې توګه د ماشومانو او ځوانانو پر جسمي حال هم منفي اغېزې کوي.
نورزاد وویل: "لومړی ټکی دا دی چې د سترګو ستونزې جوړوي، بل د دې لپاره چې دوی فزیکي فعالیت نه لري ښایي دا کس څو ساعتونه پر لوبو بوخت وي، نو د فزیکي حرکت نشتون د وزن د زیاتوالي، د هډوکو د کمزورۍ، د وینې د جریان ستونزې او نور مسایل ورپېښوي."
بلخوا د ماشومانو د حقونو فعال عبدالظاهر ارشاد وایي، له ډیجیټلي لوبو د ماشومانو د خلاصون یوه حللاره د دوی د والدینو له لوري ورته د ګټور ورځني پلان جوړول دي.
ارشاد وايي: ډېره مهمه ده چې کورنۍ دې ژر تر ژره لاس په کار شي او د خپلو ماشومانو لپاره ګټور پلانونه جوړ کړي او دوی له ګېمونو راوګرځوي.
ارشاد وايي: :"د ماشومانو ډېر ګېم کول او ټیلیفون ته یې ډېر کتل له بده مرغه ماشومانو ته ډېرې روحي رواني ستونزې جوړوي. ډېره مهمه ده چې کورنۍ دې ژر تر ژره لاس په کار شي او د خپلو ماشومانو لپاره ګټور پلانونه جوړ کړي او دوی له ګېمونو راوګرځوي."
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر کورنۍ ټینګار کوي چې د ډیجیټلي لوبو ته یې د ماشومانو د نښلتیا کنټرول ورته تر دې حده سخت شوی چې په خبره یې ان کېدای شي د دوی پر روغتیا تر څنګ د راتلونکي پلانونو په اړه هم اغېز ولري.
"کلش اف کلن" او "پاپجي" او ځینې نورې هغه ډیجیټلي لوبې دي چې ډېر کله په انلاین او ډلهییزه توګه ترسره کېږي چې په افغانستان کې یې ډېری ماشومان او ځوانان پرې بوخت کړي دي.
له دې مخکې هم ځینو ځوانانو ازادي راډیو ته ویلي وو چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو او د دوی له لوري د محدودیتونو لګولو وروسته د نجونو او هلکانو لېوالتیا پاپجي ګېم ته زیاته شوې ده.
سره له دې چې په دې ډول ډلهییزو لوبو کې د ګډې مبارزې لپاره احساس رامنځته کېږي، خو د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې دا ډول لوبې د روږدي کېدو لامل ګرځي او د ځوانانو د تعلیم او کار پر وړاندې خنډ جوړېږي.