د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

چینايي شرکت 'ټیک ټاک' د مایکروسافټ د پیرلو غوښتنلیک رد کړ


ارشیف
ارشیف

د امریکا د ټکنالوژۍ لوی شرکت مایکروسافټ وايي چینايي شرکت ټیک ټاک یې د رانیولو غوښتنلیک رد کړ.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ظاهراً ادعا کړې، چې د ویډیوګانو شریکولو چینايي شرکت ټیک ټاک د امریکا ملي امنیت ته ګواښ پېښوي.

ښاغلي ټرمپ ویلي وو، د امریکا د ټکنالوژۍ لوی شرکت مایکروسافټ یې هڅولی، چې د ټیک ټاک د امریکا د برخې فعالیت رانیسي.

خو مایکروسافټ وايي، په هغو مذاکرو کې چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فشارونو په نتیجه کې پیل شوې وې، چینايي شرکت ټیک ټاک یې غوښتنه رد کړه.

مایکروسافټ پرون په یوه ویناپاڼه کې چې امریکایي رسنیو خپره کړې، ویلي، بایټ ډانس کمپنۍ چې ټیک ټاک اپلکېشن یې مربوط کېږي ویلي، چې دوی د ټیک ټاک د امریکا د برخې فعالیتونه پر مایکروسافټ نه خرڅوي.

په ځینو نورو راپورونو کې د باخبره سرچینو په حواله ویل شوي، چې بایټ ډانس تر مایکروسافټ بل امریکايي شرکت اوراکل غوره بللی دی.

په دې اړه ټیک ټایک یا هم اوراکل کومه تبصره نه ده کړې.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره میاشت خبرداری ورکړی و، چې د سپټمبر میاشتې تر نیمايي پورې به په امریکا کې د ټیک ټاک فعالیت منع کړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ده ادعا کړې وه، چې د دغه شرکت له خوا د کاروونکو/ ګډونوالو په اړه له راټولو شویو معلوماتو ښايي چې د چین استخبارات ناوړه استفاده وکړي.

ولسمشر ټرمپ بایټ ډانس کمپنۍ ته چې ټیک ټاک یې اړوند اپ دی، سپارښتنه کړې وه، چې په امریکا کې خپل فعالیت وپلوري.

ټیک ټاک دا نه مني چې د کاروونکو په اړه معلومات دې د چین له حکومت سره شریک کړي وي.

دغه شرکت محکمې ته عرض کړی و، چې د امریکا د حکومت د خبرداريو مخه ونیسي.

سپینې ماڼۍ د چین ګڼ شرکتونه له دې ډاره په امریکا کې منع کړي، چې ګواکې دوی چینايي چارواکو ته زمینه برابروي، چې په امریکا کې د کاروونکو معلومات وکاروي.

په دغو شرکتونو کې هواوې، زیټ ټي اي او د مسیجونو اپ وي چټ هم راځي.

ټیک ټاک وايي، په نړۍ کې یې د ګډونوالو شمېر ۷۰۰ ملیونو ته رسېږي، چې له دې ډلې یوازې ۱۰۰ میلیونه یې په امریکا کې دي.

XS
SM
MD
LG